کمپيوټر فقط کمپيوټر ساينس محصلينو لپاره نده بلکې هر محصل باید د کمپيوټر اړين پروګرامونه لکه، ورډ، ايکسل، پاورپوانټ، انټرنيټ څخه سمه استفاده زده کړي!
نن سبا که د مصنوعي ځيرکتيا AI څخه سمه استفاده زده کړئ نو کارونه مو ډېر اسانه او چټک کولی شي.
Winsom Professional Academy.
وینسم مسلکي اکاډمي.
د کمپیوټر په برخه کې هم د هیوادوالو لپاره حضوري او انلاین کلاسونه په پلان کې لرې.
که غواړئ د کمپیوټر مسلکي پروګرامونه لکه مایکروسافټ ورډ Word، اېکسلExcel پاورپواینټ PowerPoint، اېکسس Access انټرنېټ، فوټوشاپ Photoshop، جاوا سکرېپټ JavaScript او نور پروګرامونه زده کړئ، نو زما سپارښتنه درته دا ده چې د هر شخصي کورس په تبلیغاتو باور مه کوئ او خپل وخت او پیسې په هر ځای کې مه مصرفوئ.
ځکه ما د دې برخې ځینې تجربې په خپله کړې دي. ځینې شخصي کورسونه مې لیدلي او ځینې یې له نږدې پېژنم. د دوی ډېری کار یوازې تبلیغات، ځان ښودنه او د زدهکوونکو راجلبول دي. په ټولنیزو رسنیو کې داسې اعلانونه خپروي چې ګواکې په څو میاشتو کې به تاسي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې مسلکي زدهکړه ترلاسه کړئ، سلګونه کسان به ترې فارغ سي او هر فارغ به د کار جوګه وي.
خو کله چې کورس ته ورسېږئ، هلته له اعلانونو سره د حقیقت توپیر ووینئ. نه منظم درسي پلان وي، نه پیاوړي ښوونکي او نه داسې عملي زدهکړه چې یو زدهکوونکی پرې وکولای سي په خپلواکه توګه کار وکړي.
ځینې خو د خپلو کورسونو د مشهورولو لپاره د فارغو کسانو شمېر هم په ډېر ویاړ اعلانوي. مثلاً وايي چې سل تنه مو د انګلیسي او کمپیوټر له کورس څخه فارغ کړل. خو که له همدغو سلو کسانو څخه د یوه کس عملي وړتیا وازمویئ، ښايي د هغه څه په اړه چې زده کړي یې دي، سم ځواب درنه کړي.
البته ټول شخصي کورسونه داسي نه دي، ځینې یې رښتیا هم ښه ښوونکي، منظم نصاب او اغېزناکه زدهکړه لري. خو ستونزه هغه ځای ده چې د زدهکړې پر ځای سوداګري، د مهارت پر ځای سند او د کیفیت پر ځای تبلیغاتو ته ارزښت ورکول کېږي.
زما په اند د زدهکړې تر ټولو ښه لاره یوازې په کورسونو کې نوم لیکنه نه ده، بلکې خپله هڅه، دوامداره تمرین او د زدهکړې لپاره منظم وخت ځانګړی کول دي.
یوټیوب د زدهکړې یوه لویه او ارزښتناکه نړۍ ده. هلته د کمپیوټر، انګلیسي، پروګرامجوړولو، ډیزاین، لیکوالۍ او زرګونو نورو برخو په اړه په وړیا توګه بشپړ درسونه موندلای سئ. د نړۍ تکړه ښوونکي خپل کلونه کلونه تجربه په ویډیوګانو کې درسره شریکوي.
تاسي کولای سئ د خپلې اړتیا مطابق یو پروګرام انتخاب کړئ، د هغه د زدهکړې لپاره یو مناسب ښوونکی پیدا کړئ، درسونه په ترتیب سره وګورئ، مهم ټکي ولیکئ او هر څه په خپل کمپیوټر کې عملاً تمرین کړئ.
مثلاً که غواړئ ورډ زده کړئ، لومړی د ورډ بنسټیز درسونه وګورئ، وروسته د اسنادو جوړول، جدولونه، لیکونه، فورمې او نورې برخې تمرین کړئ. کله چې مو یوه برخه زده کړه، بلې ته لاړ شئ. همداسي د اېکسل، پاورپواینټ، فوټوشاپ او نورو پروګرامونو زدهکړه هم په تدریجي ډول کولای سئ.
خو یوه خبره باید هېره نه کړئ: یوازې د ویډیوګانو لیدل زدهکړه نه ده، بلکې هغه څه چې ګورئ باید عملاً یې ترسره کړئ. هره ورځ لږ تر لږه یو یا دوه ساعته ورته ځانګړي کړئ. د زدهکړې لپاره تقسیم اوقات جوړ کړئ او تر هغه وخته یوه موضوع مه پرېږدئ چې په عملي ډول مو نه وي زده کړې.
سند د مهارت ځای نه سي نیولای، د کورس د فراغت عکس د وړتیا ثبوت نه ده او د زدهکوونکو شمېر د ښوونې د کیفیت معیار نه ده.
زما هدف دا نه ده چې څوک له زدهکړې او ښوونیزو مرکزونو څخه زړهتوري کړم، بلکې غواړم ځوانان د خپل وخت، پیسو او راتلونکي په اړه لږ فکر وکړي. د هر اعلان تر اغېز لاندې رانسي، لومړی د ښوونکي وړتیا، د کورس پخواني زدهکوونکي، درسي نصاب او عملي پایلې وڅېړي.
ما خپله هم دا هر څه تجربه کړي دي. پوهېږم چې د زدهکړې لپاره څومره وخت، هڅه او پیسې مصرفېږي. نو ښه ده چې د زدهکړې تر څنګ د سمې لارې په انتخاب هم فکر وکړو.
په یاد ولرئ، که اراده، حوصله او دوام ولرئ، یوټیوب کولای سي ستاسي یو ښه ښوونکی وي؛ خو زدهکړه هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې په عمل کې یې وښایئ.
د نورو په تبلیغاتو مه غولېږئ، خپل مهارتونه پیاوړي کړئ؛ ځکه په راتلونکي کې ستاسي وړتیا ستاسي تر سند ډېر ارزښت لري.
د یوټیوب له لارې د زدهکړې لپاره یوه ښه سرچینه
د بېلګې په توګه، د محمد اسلام سیفزاده ویډیوګانې هم کتلای سئ. د کمپیوټر د زدهکړې لپاره د هغه ویډیوګانې پیدا کړئ، په ترتیب سره یې وګورئ او هر درس په خپل کمپیوټر کې عملي کړئ.
د هغه د ویډیوګانو د موندلو لپاره دا لینک وکاروئ:
https://www.youtube.com/results?search_query=Mohammad+Islam+Saifzada+Computer+Training
د زدهکړې لپاره تقسیم اوقات
که غواړئ په رښتیا کمپیوټر زده کړئ، نو د ورځې لپاره یو منظم تقسیم اوقات جوړ کړئ.
هڅه وکړئ هر پروګرام په ترتیب سره زده کړئ. نن ورډ، سبا اېکسل او بله ورځ فوټوشاپ مه پیلوئ، بلکې یو پروګرام بشپړ زده کړئ او وروسته بل ته لاړ سئ.
اصلي خبره دا ده چې د زدهکړې لپاره پیسې تر هر څه مهمې نه دي؛ اراده، دوام، وخت او عملي تمرین تر ټولو مهم دي.
https://www.youtube.com/results?search_query=Mohammad+Islam+Saifzada+Computer+Training
په انګلیسي یا پښتو سرچ وکړه یوټیوب :
کي محمد اسلام سیف زاده وا خپله دده څخه زده کړه کړي یو ټیوب له لاري.
💻 ۱. د کمپیوټر بشپړه زدهکړه په پښتو
۱. Computer Learning in Pashto
ورډ، اېکسل او پاورپواینټ.
د کمپیوټر بنسټیز درسونه.
د یوټیوب چینل
۲. Afghan World Education
کمپیوټر، ورډ، اېکسل، فوټوشاپ او ګرافیک ډیزاین.
د یوټیوب چینل
۳. د ټکنالوژۍ زدهکړه
کمپیوټر، موبایل، انټرنېټ او ټکنالوژي.
د یوټیوب چینل
۲. ګرافیک ډیزاین او فوټوشاپ
۴. د سمي ګرافیکس فوټوشاپ درسونه
لومړی درس – فوټوشاپ په پښتو
۵. د افغانستان ورلډ اېجوکېشن فوټوشاپ
فوټوشاپ کې پښتو لیکل زده کړئ
۳. نور پښتو درسي کورسونه
۶. کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرکتیا په پښتو
په دې سرچینه کې د ورډ، اېکسل، اېکسس، پاورپواینټ، فوټوشاپ، پایټون او نورو درسونه شته.
د کمپیوټر ساینس پښتو درسي چینل
زما سپارښتنه
لومړی د ورډ او اېکسل زدهکړه پیل کړه، وروسته پاورپواینټ او فوټوشاپ ته لاړ سه.
یوه خبره: د هر استاد د تدریس کیفیت او د درسونو بشپړوالی په خپله هم وارزوه؛ یوازې د چینل په نوم باور
د یوټیوب وړیا درسونه په منظم کورسونو کې درته ترتیبوي. اېکسل، پروګرامجوړونه، ګرافیک ډیزاین او انګلیسي پکې موندلای سې.
زما سپارښتنه
که له صفر څخه پیل کوې، دا ترتیب غوره دی:
۱. د کمپیوټر بنسټیز معلومات
۲. مایکروسافټ ورډ
۳. مایکروسافټ اېکسل
۴. پاورپواینټ
۵. انټرنېټ او برېښنالیک
۶. فوټوشاپ
۷. انګلیسي ژبه
۸. وروسته پروګرامجوړونه
یوه مهمه خبره: په یو وخت کې له لسو استادانو درسونه مه ګوره. یو ښه استاد انتخاب کړه، د هغه بشپړ کورس تعقیب کړه او هر درس عملي تمرین کړه.
لیکونه:
https://www.youtube.com/results?search_query=Computer+Course+Pashto
https://www.youtube.com/results?search_query=Mohammad+Islam+Saifzada
https://www.youtube.com/results?search_query=MS+Word+Pashto
https://www.youtube.com/results?search_query=MS+Excel+Pashto
https://www.youtube.com/results?search_query=Photoshop+Pashto
https://www.youtube.com/results?search_query=PowerPoint+Pashto
لینک کاپي که سرچ کي یې واچوه.
یوټیوب له پاره ویډ میټ پیداکړه ترڅو ویډیوګاني ډانلوډ کړای سي.
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320