هیواد ځوانانو ته څومره اړتیا لري؟

نصرت الله نصرت

57

هیواد یوازې په غرونو، سیندونو، ښارونو او کلیو نه جوړېږي؛ هیواد هغه وخت ژوندی او پیاوړی وي چې ځوانان یې د خپل راتلونکي په اړه فکر ولري او د خپل ولس لپاره د کار کولو هوډ ولري.
ځوانان د هر هیواد تر ټولو لویه پانګه ده. ځکه ځوان ذهن د زده کړې، نوښت او بدلون ځواک لري. که یو هیواد داسې ځوانان ولري چې علم زده کړي، مهارتونه ترلاسه کړي، د خپل کار ارزښت وپېژني او د ټولنې ستونزې د حل لپاره هڅه وکړي، نو د هغه هیواد راتلونکی هم روښانه کېدای سي.
زموږ هیواد هم د داسې ځوانانو اړتیا لري چې یوازې د ستونزو شکایت ونه کړي، بلکې د حل لارې ولټوي. یو څوک به په کرنه کې پرمختګ راولي، بل به ښوونکی سي، بل به ډاکټر، انجنیر، لیکوال، څېړونکی یا مسلکي کارګر سي. هره رښتینې او ګټوره دنده د هیواد په جوړولو کې خپله ونډه لري.
هیواد له ځوانانو یوازې د لویو خبرو تمه نه لري؛ له هغوی څخه صداقت، زده کړه، زحمت، مسوولیت او د خپل کار سم ترسره کول غواړي. که هر ځوان خپل کار په اخلاص او ښه نیت ترسره کړي، د هیواد د پرمختګ یوه برخه به یې جوړه کړې وي.
ځوانان باید پوه سي چې د هیواد راتلونکی یوازې د نورو په لاس کې نه دی. نن چې دوی څه زده کوي، څه فکر کوي او څه ډول ژوند کوي، سبا به یې اغېز په ټولنه کې ښکاره سي.
نو هیواد ځوانانو ته ډېره اړتیا لري؛ ځکه د نن ځوانان د سبا د هیواد جوړوونکي دي. که ځوانان پوه، باهمته، زحمتکښ او مسوول وي، هیواد هم د پرمختګ لپاره پیاوړی بنسټ پیدا کوي.

د راتلونکي لپاره د ځوانانو چمتووالی
د هر ځوان په ژوند کې تر ټولو مهم وخت د ځوانۍ وخت دی. دا هغه وخت دی چې انسان کولی سي خپل راتلونکی جوړ کړي. که یو ځوان په دې عمر کې زده کړه وکړي، یو کار یا هنر زده کړي او خپل وخت سم استعمال کړي، نو په راتلونکي کې به ډېرې ستونزې ورسره کمې وي.
خو زموږ ډېری ځوانان د خپل راتلونکي په اړه دومره فکر نه کوي. ځینې خپل زیات وخت په موبایل، بې ځایه ګرځېدو او نورو کارونو تېروي. کله چې وخت تېر سي، بیا پوه سي چې عمر تېر سو، خو د ژوند لپاره یې څه نه دي زده کړي.
ځوان باید له ځانه وپوښتي چې څو کاله وروسته به زه چېري یم؟ څه کار به کوم؟ څه به مې زده وي؟ څنګه به خپل ځان او کورنۍ ته ګټه رسوم؟ که یو ځوان له نن څخه دې پوښتنو ته فکر وکړي، ورو ورو به خپله لار پیدا کړي.
د راتلونکي لپاره چمتووالی یوازې په لوړو زده کړو پورې تړلی نه دی. که څوک پوهنتون ته نه سي تللی، کولی سي یو مسلک زده کړي. لکه کرنه، مالداري، کمپیوټر، انګلیسي، برقي کار، موټر جوړونه، موبایل جوړونه، نجاري او نور ډېر کارونه. مهمه دا ده چې انسان یو څه زده کړي او په خپل لاس د خپل ژوند د جوړولو هڅه وکړي.
ځوان باید یوازې د دې انتظار ونه باسي چې څوک به ورته کار پیدا کړي یا څوک به یې مرسته وکړي. که فرصت پیدا سي، باید استفاده ترې وکړي، او که فرصت نه وي، باید خپله د زده کړې او کار لپاره لاره پیدا کړي.
بله مهمه خبره دا ده چې ځوان باید له ناکامۍ ونه بېریږي. کېدای سي یو کار څو ځله خراب سي، خو انسان باید بیا هڅه وکړي. ډېر خلک په لومړي ځل بریالي سوي نه دي، خو د بیا بیا هڅې له امله یې خپل هدف ته ځان رسولی دی.
زموږ د ځوانانو لویه شتمني وخت، انرژي او ځواني ده. پیسې که نن نه وي، سبا پیدا کېدای سي، خو د ځوانۍ تېر سوی وخت بیا نه راګرځي. نو ځوان باید خپل وخت بې ارزښته ونه ګڼي.
راتلونکی له نن څخه جوړېږي. که نن زده کړه وکړې، سبا به پوهه لرې. که نن یو هنر زده کړې، سبا به کار درسره وي. که نن خپل وخت وساتې، سبا به یې نتیجه ووینې.
نو ځوانانو! خپل راتلونکی د نورو په لاس مه پرېږدئ. له نن څخه لږ لږ کار پیل کړئ. کتاب ولولئ، یو مسلک زده کړئ، ژبه زده کړئ، له ښو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ او خپل وخت مه ضایع کوئ. کېدای سي نن مو کار ډېر کوچنی ښکاره سي، خو همدا کوچنی کار به یوه ورځ ستاسو د لوی راتلونکي بنسټ جوړ کړي.

د وینو حساب

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320