وخت به راځي دا خنجر تار به نوي
زموږ په مینځ کي اغزن تاربه نوي
وخت به راځـي داتور ښـامـار به نوې
زموږ په مینځ کي اغزن تار به نوې
اوس زه دوخت ګیله له چا وکوم
دشهیدانو ایتمانو ویني به په چاومنم
دتورو شپو دویجاړو اد قتلو لوبغاړي
دبمبارو د طیارو دتوروشپولوبغاړي
نن هم بې غمه ګرځي ادسرو لوبغاړي
هغه پارلمان هغه قاضیان پرچپرکټ بیدیږي
هغه نن بیاپه ښه راحت بیدیږي
هغه ظلم هغه وحشت دټولو خلګو هېر سی
هم دوزیر هم دباچا په څه هنر ترې هېرسی
په دغــه ورځ دقام رهبر چیري وو
چې ورانیدل خرابېدل کورونه
دکرښي هاخوا بارېدل ویجاړېدل کورونه
په دغه ورځ دملګرو ملتو هغه اتل چیري وو
چې بي شعار د آزادی ورکاوه
چي بي شعار دخپلواکۍ ورکاوه
دافغان مېندو خوندو غم له تاسه څه وو
تاچي ناري ددی د حق وهلي
تاچې نارې دعدالت وهلي
هم هغه حق هم عدالت دي ورک سو
په ګونګه ژبه صداقت دي ورک سو
هلته پنجاب ښي ښي نشي وکړه لي
هـم دسوهات هم دپېنډۍ یې منظري وکړه لي
هلته پنجاب ډمامي وکړلي
امریکا تاخو شاباسی ورکاوه
په خوشالي دي ميډالۍ ورکاوه
دلته سور وور پر افغانانو بل وو
دلته سور وور پر مظلمانو بل وو
دلته ژړاوې ولي کوغې ولې
ظالمه تادماشومانو خاطر هــم نه وکی
که مي ملت وو که مي دولت وو تابه هم وو سر خوړلی
تابه هم وو ځیګر خوړلی تابه وو غر خوړلی
تابه دنصرت هر ګزار وو خاص پر سر خوړلی
تاکي هم داسي غریبي زنداباد
پنجابه تاکي ټيټي پي زندا باد
هزار وهلی یې خوني دچا دوینو تږی
ته دمظلوم دحق ناکي یې تږی
ته به حساب کتاب دخپل وجدان ورکوي
دا لېري نه ده یابه یې نن یابي سبا په ورکوي
ته دافغان قاتل یې ستاجنایت دهېریدلو نه ده
ستا وبجاړی دپټولو نه ده تاډیر مظلموم انسانان ووژل
هم ماشومان هم موتادان مرضان ووژل
تا اخترونه کړل په غم را ککړ
که پیغمبر هم دپینډۍ وې پرې ایمان نه راوړي
نصرت الله نصرت دپنجابیانو سراسر خلاف دی
نصرت الله نصرت
خپل کور زابل
2026/8/9
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.