د افغان فریاد

نصرت الله نصرت 

27

موږ د خپل وخت قرباني سوو
د پردو د لاس بنګړي سوو

موږ هېران و دې پیهچان ته
موږ هېران و دې زندان ته

موږ د یوه وبل په نوم وژل کېږو
تر نن وو تر پرون

زولنې مو تر ابده
پښې تڼاکې تر لحده

موږ په جار قربان ختمېږو
موږ په څه باندې کړیږو

په لاسو مو ولچکونه
پردي ماغ مو فشارونه اختارونه

د یو بل په نوم سنګساریږي
د افغان قوم غرکېږي

نه پاتېږي په دار کېږي
زموږ مخته ساه یې خیژې

آخ لحد ته به وړل کېږي
بوره مور به بیا ژړېږي

آی څښتنه، ته خو وینې
ته مو واورې فریادونه

پښتنخوا سوه ټوله ړنګه
بس د جنګه آی بدرنګه

د دریاب په شان بهېږي
د افغان بچیانو وینې

څوک سول خاوري د سفر
څوک هډونه د سنګر

څوک بیا ښکار سول د ښکاریانو
د زورورو انسانانو

حساب کېږي، حساب پاتې
د «نصرت» د مینې واره

«نصرت» بیا ورته اړکېږي
وقلم ته تسلیم کېږي

چي قلم په لاس کي نوې
هره درده هره اوښکه

بې ارزښته، بې کاته وې
که قلم وولو په لاس کي

هغه خلګ به خدای خلاص کي
له دې ستړي ازله
له دې ستړي منزله.

نصرت الله نصرت

خپل کور : زابل

۲۰۲۶

سیاسي لارښود

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.