سیاسي لارښود

نصرت الله نصرت

27

د کتاب نوم: سیاسي لارښود
لیکوال: قادر پښتون
خپروندوی: خپله لیکوال
د چاپ کال: ١٤٠٣
څرنګه چي یاد کتاب ښاغلي لیکوال قادر پښتون لیکلی او له بېلابېلو ماخذونو(کتابونو) څخه یې استفاده کړي او دسیاست په اړه یې ډیرو ښه موضوع ګانو ته په یاد کتاب کي د لوستونکو پام اړولی ترڅو په ساده ډول دعامو لوستونکو او دحقوقو پیژندونکو له پاره دسیاست په باره کي دمعلوماتو ډیرول او دیو شمېر فیلسوفانو، حقوق پوهانو، سیاست مدارانو نظرونه، دهغوۍ سیاستونه نظامي سیسټمونه او نور…
لکه سیاست.
دسیاست دعلم اړیکي له نورو علومو سره
نوی دولت او دهغه عناصر
د دولت دمنشاء نظریې
ملت پالنه
نړیوال سازمانونه
دنړیوال هیوادونو سیاسي تاریخ
سیاسي افکار
اولسواکي
دحق او حقوق معنی او مفهوم
داسلام اساسات
معاصر حقوقي سیستمونه
اقتصاد
نړیوال امنیت
نړیوالي اړيکي اداره او ډیپلوماسي
تاریخ
سیاسي نظریې او ځیني استخباراتي ادارې.
لومړۍ نړیواله جګړه
دوهمه نړیواله جګړه
روښانیانو غورځنګ
عثماني امپراطوري…
او نوري سیاسي، تاریخې، جنګې حالات، دتېر وخت حالات، تارېخي پېښي او د فیلسوفانو نظرونه د هغو دفکر نقش او دسیاسي تګلارو لنډه پیژندنه موږته ښودلي
سیاست
د کتاب له متن څخه دسیاست لنډ تعریف.
هسي خو په همدې کتاب کي هره موضوع په ډېر تفصیل او تشریح سره واضح سوي لکه دسیاست څو ډوله تعریف، دسیاست پیژندنه، او داسي هره موضوع په ډېر تفصیل سره بیان سوي او ټول موضوعات په (٤٦٨) صفحو کي ځای پر ځای سوي او دانو هغه وخت خوند کوي کوم وخت چي یاد کتاب ستاسو ترلاسو درورسیږي او هره موضوع په دیقت سره وڅیړۍ.
د سیاست لڼد تعریف: دامکاناتو څخه په هر بخش کي ښه ګټه او استفاده کولو ته سیاست ویل کیږي.
مثال:  صادرات باید په بې ساري کچه لوړسي او واردات دضرورت په اندازه سي.
همداسي نور مثالونه…
لکه رسنۍ ټولي باید آزادي او د دولت ترڅارلاندي وي، ترڅو هیڅکله دبهرنیو هیوادونو تر اجنډا لاندي کار
ونه کړي. ترټولو مهمه خبره دا چي، موږ مسلمانان اول باید په اسلامي سیاست ځانونه پوه کړو، د اسلام سپېڅلي دین، قرآن مجید، حضرت محمد(ص) (١٢٤٠٠٠) زیات وکم پېغمبران، آسماني کتابونه، خلفاء راشدین، اصحابه په کل کي د اسلام تاریخ زده کړو او پر هغه ټینګ باور او عقیده ولرو. دا دنیا ته دحضرت محمد(ص) راتګ یو نوع سیاست وو.
دهغه کړه وړه، دهغه هجرت اوبیرته دحضرت محمدﷺ وفات او وروسته خلفاء راشدین اوبیا تراوسه پوري چي تقریبآ فی الحال په نړۍ کي (٥٧) اسلامي هیوادونه شتون لري. که موږ قرآن مجید سم صحیح په تجوید اوترجمه زده کړو اوڅیړنه ترسره کړو لیري نه ده، چي مسلمانان به ترغربي هیوادونو ډېر پرمختګ وکړي.
دولت باید په منظم شکل سره خپل پالیسي، سترا تیژی او ټول پلانونه په داخلي، منطقوي او نړیواله سطحه ترتیب او تنظیم کړي.
په نړیوالو سازمانونو کي عضویت ولرو او ونړیوالو معاهدو ته ژمن پاته سو، ترڅو په نړیواله سطحه یو ښه نام او نښان پیداکړو اوپه نړیوال سټیج کي دلمر په شان ځلیدلي یو. داخلي او بهرنۍ پالیسي موترتیب او تنظیم وي، ترڅو دسیالانو سیال سو. تعصبات اوفساد له منځه یوسو، په ادارو کي د خپلوانو  او دوستانو پرځای لایق او وړ کسان وګمارو او استخباراتي سرچینې پیاوړي کړو، ترڅو مو د پردیو ملکونو جاسوسان په نښه اود قانون منګولو ته پروخت او زمان سپارل سوي وي.
همداسې نور اړوند موضوعات د سیاست په اړه په سیاسي لارښود نامه کتاب کي سته، چي دسیاست زیات تفصیل او ډولونه، دسیاست لغوي پیژندنه، همداسې سیاست دمسلمانانو دفلسفاؤ له انده.
په همدې کتاب کي: دسیاست موضوع، دسیاست د ډګر نامتو فیلسوفان چي، همدې شخصیتونه په اړه ډېري نظريې ورکړي دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي خلګ ورسره اشنا دي. او په همدې کتاب سیاسي لارښود کي دټولو نظریات دسیاست په اړه په تفصیل سره بیان سوي، زه فقط ده دوی پیژندنه دکتاب مطابق درته کوم
دسیاست د ډګر نامتو فیلسوفان:
ارسطو
زیږیدنه: ٣٨٤مخکی له ميلاد
مړینه: ٣٢٢مخکی له میلاد.
افلاطون
زیږیدنه: ٤٢٧مخکی له میلاد
مړینه: ٣٤٨ مخکی له میلاد.
سقراط
زیږیدنه: ٤٧٠ مخکی له میلاد
مړینه: ١٥/٢٠/٣٩٩مخکی له میلاد
مارکس سیسرو
زیږیدنه: ۱۰۶مخکی له میلاد
مړینه: ۴۳مخکی له میلاد
هیواد: ایټالیا
جان ژاک روسؤ
زیږیدنه: ۱۷۱۲میلای
مړینه: ۱۷۷۸ میلای
هیواد: سویتزرلنډ
توماس هابز
زیږیدنه: ۱۵۸۸میلای
مړینه: ۱۶۷۹میلادی
هیواد: انګلستان
جورج فریدریک هیګل
زیږیدنه: ۱۷۷۰میلادی
مړینه: ۱۸۳۱میلادي
هیواد:جرمني
جان سټورټ میل
زیږیدنه ۱۸۰۶میلادی
مړینه: ۱۸۷۳ میلادی
هیواد: انګلستان
جان لاک
زیږیدنه: ۱۶۳۲ میلادی
مړینه: ۱۷۰۴میلادی
هیواد: انګلستان
کارل مارکس
زیږیدنه: ۱۸۱۸میلادی
مړینه: ۱۸۸۳میلادی
هیواد: جرمني
نیکولو میکاولی
زیږیدنه: ۱۴۲۹ میلادی
مړینه: ۱۵۲۷میلادی
هیواد: ایټالیا
ډیویډ هام
زیږیدنه: ۱۷۱۱میلادی
مړینه: ۱۷۷۶میلادی
هیواد: سکاټلنډ
ابونصر الفارابی
زیږیدنه: ۸۷۰ میلادی
مړینه: ۹۵۱ میلادی
هیواد: قزاقستان
فریدریک انجیلز
زیږینه: ۱۸۲۰میلادی
مړینه: ۱۸۹۵میلادی
هیواد: جرمني
ویلادیمر لینن
زیږیدنه: ۱۸۷۰
مړینه: ۱۹۲۴میلادی
هیواد: روسیه
ابوحمید الغزالی
زیږیدنه: ۱۰۵۸میلادی
مړینه: ۱۱۱۱میلادی
هیواد: ایران
ابن خلدون
زیږیدنه: ۱۳۳۲میلادی
مړینه: ۱۴۰۶میلادی
هیواد: تونس
نظام الملک طوسی
زیږیدنه: ۱۰۱۸میلادی
مړینه: ۱۰۹۲میلادی
هیواد: ایران
خوشحال خان خټک
زیږیدنه:۱۶۱۳میلادی
مړینه: ۱۶۸۹میلادی
هیواد: ……
عبدالغفارخان
زیږیدنه: ۱۸۹۰میلادی
مړینه: ۱۹۸۸میلادی
افغان سید جمال الدین
زیږیدنه: ۱۸۳۸میلادی
مړینه: ۱۸۹۷میلادی
هیواد: افغانستان
پیر روښان بایزید خان
زیږیدنه: ۱۵۲۵میلادی
مړینه: ۱۵۸۵میلادی
میرویس خان هوتک
زیږیدنه: ۱۶۷۳
مړینه: ۱۷۱۵میلادی
هیواد: افغانستان
احمدشاه دُرانی
زیږیدنه: ۱۷۲۲
مړینه: ۱۷۷۳میلادی
هیواد: افغانستان
دسیاست د ډګر نامتو فیلسوفان دي چي، همدې شخصیتونو دسیاست په اړه ډېري نظریې ورکړي دي.
همداسي دافغانستان غازیان لکه: غازي ایوب خان، ملاله میوندۍ، وزیر اکبرخان او د دوۍ کارنامي دافغانستان ستر امپراطور احمدشا دؤرانۍ(احمدشاه بابا) او میرویس نیکه د دوۍ ټولو میړانه او دیو باسبا ته افغانستان او افغانانو هڅي، ویاړونه، کارنامي دانګریزانو ماتې او نوري جګړي یرغلونه دافغان زلمیو میړانه دنورو یرغلګرو پر وړاندې کولای سو مطالعه کړو.

دسیاست دعلم اړیکي له نورو علومو سره
سیاست پوهنه پراخي مطالعي، پراخ علم او تجربي ته اړتیالري.  سیاست هم علم ده او  هم هنر.
هغه ځکه که څوک دسیاست زدکړه کوي نو علم ده، اوکه څوک بیا سیاست کوي دا نو بیاهنر سو.
سیاست له نورو علومو سره هم تړاو لري لکه
دسیاست علم او ټولنپوهنه
تاریخ
اقتصاد
اخلاق
ارواپوهنه
عمومي حقوق همداسي نور… چي دا هر یوبیا بشپړ مبحث ته اړتیالري. او په همدې کتاب کي پرهریوه وضاحت سوی ده.
نوی دولت او دهغه عناصر
دولت په اوسني مفهوم سره تر شپاړسمي میلادي پیړۍ پوري سیاسي رواج نه درلود.
د دولت لپاره بېلابېل تعریفونه سوي.
مختلفو پوهانو مختلف تعریفونه، نظرونه ورته کړي.
دمختلفو علماؤ دتعریفونو په نظر کي نیولو سره دولت درې ډوله تعریفونه(حقوقي، فلسفي او سیاسي) تعریفونه لري.
د دولت دمنشاء نظریې
د دولت دمبداء الهي نظریه همداسي نور لکه دالهي نظریې تاریخ
دواکمنو الهي حقوق
دواکمنو دالهي حقوق ځانګړتیاوي
دزور نظریه.
ملت جوړونه
دملت جوړني څخه مي مطلب دولت جوړونه ده
ترڅو چي موږ ملت په خپل ځان کي بنسټیز اصلاحات رانه ولو او موږ ټول ملت په ګډه یو قلي تصمیم ونه نیسو ترهغو پوري به وژل کیږو او ورځ تربلي به ذلیله کیږو. موږ دولت ته مالیه نه ورکوو خو له دولت څخه عامه خدمات غواړو.
موږ چاپیریال ساتني ته پام نه کوو خو له دولت څخه خپل کلی او ښار پاک غواړو.
موږ هروخت د هر دولت په خلاف پورته سوي یو اوپه هروخت کي فرصت طلبه ژوند کوو موږ هره ثانیه دیو بل انقلاب په فکر کي یو، فقط دخپل جېب د ډکولو سوچ راسره ئې نور هیڅ شي ته هم فکر نه کوو.
موږ قــوم پالنـه ، سمت پالنه، نژاد پالنه او تعصب سخت پر سر اخیستي یو.
موږ خپل ملي ارزښتونه، ملي احساسات، هیواد پالنه له پامه غورځولې ده.
ترڅو چي ملت جوړنه سي زه یقین لرم، چي زموږ دولت به هیڅ کله هم جوړ نه سي، ملت دغفلت په خوب بیده دئ او هر څه په دعاوو غواړي.
موږ باید دنړۍ نورو هیوادونو ته وګورو او له هغو څخه ئې زده کړو له هغو سره سیالي وکړو اودخپل هیواد په آبادي کي دخپل دولت سره څنګ کي ودریږو او په ګډه سره خپل هیواد دآبادي په لور روان کړو دجنګ بدبختیو قوم او سمت پالني پرځای هیواد پالني ته پاملرنه وکړو.
دنړیوال هیوادونو سیاسي تاریخ
دکتاب په همدې فصل کي موږ ته دنړیوالو هیوادونو سیاسي تاریخونه راپیژندل کیږي په لنډ ډول.
لکه ځبرځواک هیوادونه چي پخوا وو او اوس دي، که هغه داقتصاد، نفس، یا دمنرالي زیرمو لکه: تیل، ګاز، چي اوس اسیاکي ډیر مندل کیږي.
تولیدونکي هیوادونه لکه: ایران، روسیه او نور عرب میشته هیوادونه دي همداسي یورانیم، طبعي شیان او نور…
نړیوال سیاسي هیوادونو له جملي څخه فرانسه.
دفرانسي ګډون په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي.
روسیه په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي.
چین دجاپان دري حملي پرچین.
دچین موقف په لومړۍ نړیواله جګړه کي او په دوهمه.
جاپان په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي.
هند
اسرائیل چي عربي هیوادونو ته سرخوږۍ جوړ سوی ده خاصتاً فلسطین ته چي نسل وژنه کي کوي او له هره اړخه هرڅه دامریکا په ملاتړ تر سره کوي.
المان
امریکا
بریتانیا
داهغه ځبرځواک قوي غښتلي دنړۍ سیاسي تاریخي جنګې هیوادونه دي چي ډیرو یې په لومړۍ او دوهمي نړیوالو جګړو کي برخه هم اخېستي وه.
همداسي عثماني امپراطوري. ارطغر دعثمانیه امپراطورۍ بنسټ ایښوونکی (۱۳۲۶ــــ۱۲۹۹).

سـیـاسـي افــکار   Political Thoughts
داسـلام طـلایـي دوره
کله چي په ۶۱۱م. داسلام مبارک دین منځ ته راغی، او فلسفه ئې پر قرآن کریم او پیغمبر حضرت مُحَمَّد ﷺ ولاړه ده.
شارع الله ﷻدئ، قانون ئې ثابت، جهان شموله، د زمان مکان او اشخاصو له پاره ثابت، د دنیا او اخرت له پاره ګټور، بنسټیز اصول ئې اسلامي عقیده ده، اودقانون ګذاري مراحل ئې دمکې دوره او مدینې دوره یعني عقیده او احکام دي.

داسـلام اسـاسـات
کعبه شریفه چي په سعودي عربستان کي پرته ده دا داسلام مرکز او دمسلمانانو قبله ده او دا هغه ځای دئ کوم چي هرکال په زرګونه مسلمانان دلته دخدای تعالی دکور دزیارت له پاره راځي.
داسلام لغوي معنا تسلیمېدل او غاړه ایښودني ته وایې، یاپه بله وینا ځان دالله تعالی رضا ته تسلیمول. داسلام د دین لاروي ته مسلمان ویل کیږي، معنا دا چي هغه څوک چي ځان ئې اللهﷻ ته سپارلی او دهغه داحکامو اطاعت کوي، مسلمان ګڼل کیږي په ټوله نړۍ کي د۱,۱بیلیون او ۱,۸ بیلیون ترمنځ وګړي داسلام د دین لارویان دي.
دتاریخ له مخي داسلام دین په ۷ م. پیړۍ کي په عربستان کي رامنځ ته سوی.

اقتـصاد
داقتصاد علم Economicd دټولنیزو علومو یوه څانګه ده چي دتوکو دتولید، توزیع مصرف او پرتوکو باندي دتحلیل او همدارنګه دخدماتو څخه بحث کوي.

تاریـخHistory)
تاریخ دبشري خوځښتونو دمطالعاتي مشاهدې نوم دئ اویاهم دتېرمهال دانسان دکارنامو د ثبتولو نوم تاریخ دئ. دغه کارنامې او پېښي پاشلي او بې ترتیبه دي، مؤرخ ئې په تسلسل سره دیوه اوبل سره نښلوي او مفهوم په کښي رامنځ ته کوي. تاریخ دامتونو هغه یاداښتونه دي، چي دمځکي پرمخ دهر امت ځانګړتیاوي، مشخصات، د ځوړتیا او لوړتیا پړاوونه، لاملونه اوبالاخره دهغوی دپایښت او له منځه تللو اسباب ښکاره کوي. تاریخ که په زاهره دپېښو، واقعاتو لړۍ او تسلسل معلومیږي، خوپه حقیقت کښي همدا تاریخ دئ، چي دامتونو ته په خپل تګلوري کي دلاري څرک ورکوي، کږلیچونه او کړنګونه ورښیي لوړي او ژوري ور په ګوته کوي. همدا لامل دئ، چي له ډېره پخوا راهیسي امتونو په خپلو عقایدو، دودونو او او دژوند په بېلابېلو اړخونو کي دخپلو پخوانیو خلګو لاره نیولې ده. او دهمدغو پېښو او واقعاتو له تسلسل څخه ئې ځان دژوندیو انځور جوړ کړی دئ. دتاریخ ساتنه او دتاریخي پېښو یوبل ته نقلونه په طبیعي ډول په هر امت او قوم کي موجود وو او دهر امت ارزښتونه له همدې تاریخي پېښو او انځورونو څخه جوړ سوی وو. خودا ټولي اغېزې او تاثیرات په یو جامد ډول او بې ساه بڼه رانقلېدل او هر امت پرته له دې چي په خپل زوړ تاریخ وویاړي او هغه یوازي دځان لپاره یوه داخیل هڅونه وبولي، بله هیڅ ګټه ئې ځیني وانه خیسته. کله چي قران عظیم الشان را نازل سو، تاریخ ته ئې یوه بله بڼه ورکړه او هغه ئې یوازي دتاریخي پېښو کي ئې د راتلونکي له پاره دلارو نښي په ګوته کړي او برشیت ئې دخپل تاریخ سره یوازي دعاطفي او احساساتو په ډګر کي نه، بلکي دعقل، تدبر، او تفکر په واسطه وتاړه. داسلامي نړۍ نامتو عامل ډاکټر قرضاوي دتاریخ په اړه فرمایي: تاریخ دمسلمان نظر پراخوي، دشپو او ورځو په احوالوئې خبروي چي ورسره انسان دبصیرت او پوهي په سترګو هغه الهي سنتونه ګوري چي په ټولنو کي حاکم دي اوپرته له ښه اوبده پرې جاري دي. اوهم هغه ګوري چي څنګه امتونه پرمخ ځي اویا وروسته پاته کیږي؟ څنګه حکومتونه جوړیږي اوڅنګه ړنګیږي؟ څنګه تمدونونه رامنځ ته کیږي او بیرته مري؟ اوڅنګه ملتونه ویده کیږي او را ویښیږي؟ ډیر وخت تاریخ دانسان سره دخپل واقیعت او روانو کړکیچونو په پیژندنه کي مرسته کوي. په تېره کله چي حالات سره نږدي وي او اسباب ئې یوبل ته سره ورته وي. له دې کبله تاریخ یوازي دماضي او تېرو امتونو علم نه دئ بلکي دا دحال او راتلونکي علم دئ. هغه امت چي غواړي سر لوړی پاتي سي هغه باید خپل تاریخي ضمیر او وجدان ژوندی وساتي.
دتاریخ علم دنیمګړتیاوو سره سره دعلومو یو ډېر اړین او الزامي علم هم دئ همدا هغه یواځینی عام دئ چي دتېر مهال ټولي تجربې او پېښي ئې زموږ له پاره دیوې ستري خزاني په پڼه خوندي انسان دتاریخ دتاریخ سره ځکه لېوالتیا لري چي دا د انسان خپله کیسه ده. د ده دپرمختګ او زوال، لوړوالی اوکښته والی، خوښي او غم کیسه ده همدا وجه ده کله چي دئ تاریخ مطالعه کوي په هغه کي ده ته خپل انځور، خپل ذهن اوخپل عمل په نظر ورځي. دی د دې وینا په کولو سره دخوشحالی احساس کوي، څه چي پر نورو تېر سول هغه پر ده تېریږي یاڅه چي نورو ته پیښ سول دی هم دهغو سره مخامخ دئ دبهادرۍ، صبر او زغم واقعات ده ته حوصله ورکوي. غمجني پیښي دی خوابدي کوي دخوشحالي پېښي ده ته خوښي وربخښي او دا ور په زړه کوي چي انسان ستر کارونه هم کولای سي، دنیکۍ له پاره هڅي هم کولای سي، دمرام له پاره ځان هم قربانوالای سي.
په عملي ژوندکي که څه هم ظالم برلاسی وي مګر دتاریخ په پاڼوکي هغه سړی ژوندی پاتیږي چي دحق له پاره ئې قرباني ورکړې وي. نو تاریخ موږ ته دا درس راکوي چي دخپل ژوند دښــه کولو له پاره دچا انتطار ونه کړو. ښــه ژوند راتلونکي مهال ته ونه سپارو بلکي دخپل حال دښه کولو له پاره هڅي وکړو. موږ یوازي نه یــو تاریخ دیو حوصله بخښونکي ملګري په حیث زموږ مــل دئ.
تاریخ څـــه ته وایي:
تاریخ په لغت کي نېټې ته ویل کیږي اوپه اصطلاح کي هغه علـــم ته ویل کیږي، چي تیري سوي پېښي د وخــت اوځای په ټاکلي قید سره بیانوي. داچي تاریخ یوه لرغونې کلمه ده او په نورو ژبو کي هــــم وجود لري، په یوناني کي ورته (Istoria) او په انګلیسي کي ورته (History)ویل کیږي اوپه عربي کي دتاریخ کلمه دارخ دکلمې څخه اخیستل سوې ده چي دوخت او نېټې معنا ورکوي. بعضي مؤرخینو تاریخ ته دټولنو دحافظي اصطلاح هــــم ورکړې ده، دوی پـــه دې فکر دي لکه څنګه چي انسانان دخپل ژوند دکارونو دسمون له پاره دخپلي حافظې څخه کار اخلي، همدارنګه په ټولنو کي همدغــه کار دتاریخ څخه اخیستل کیږي، که کومه ټولنه تاریخ ونه لري ویلای سو چي تهداب او اساس نه لري اوهر وخت ئې دړنګېدو امکان موجود دئ. په خالصه ډول ویلای سو، “یو معلوم وخت اوځای کي دانساني ژوندانه او طبیعت سره دبشر دمبارزې مطالعې ته تاریخ ویل کیږي”.

نصرت الله نصرت

خپل کور : زابل

آدبي نثر-ادکه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.