په افغانستان د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د امریکايي لیزري بم د کارونې احتمال

7

د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې ښايي د لیزري هدایت کېدونکو بمونو کارول شوي وي
په خپرو شویو انځورونو کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په سیمو کې د پاتې مهماتو نښې ښيي چې ښايي د GBU-12 Paveway II په نوم له لیزري هدایت کېدونکي بم څخه کار اخیستل شوی وي.
دغه بم د MK-82 عمومي بم پر بنسټ جوړ شوی او د Paveway II لیزري هدایت سیسټم پرې نصب شوی وي. د مهماتو پر ځینو پاتې برخو د لیکنو او مونتاژ کوډونو نښې هم لیدل کېږي چې له دې ډول وسلو سره تړاو لري.
GBU-12 د امریکا له خوا جوړېدونکو مهماتو له ډلې دی. په تېرو وختونو کې د غزې په پوځي عملیاتو کې د اسراییلو له خوا د دې ډول مهماتو د کارونې راپورونه او اسناد هم خپاره شوي دي. خو یوازې د انځورونو له مخې د مهماتو د پاتې شونو پېژندنه د بم د ډول او د تولید د ځای د قطعي تایید لپاره کافي نه ده او تخصصي او خپلواکې څېړنې ته اړتیا لري.
پاکستان د دوشنبې په سهار د افغانستان د کونړ او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. افغان چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې د کونړ د نورګل ولسوالۍ یو استوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. په پکتیکا کې هم یو دوکان او یو تش کور ویجاړ شوي دي.
په مقابل کې، پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د پولې په اوږدو کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه په نښه شوي او ۲۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320