اوچا: د بودجې کمښت له امله په افغانستان کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بودجې کمښت یو شمېر روغتیايي مرکزونه اړ کړي چې خپل روغتیايي خدمتونه کم یا خپل فعالیتونه په بشپړه توګه ودروي.
د دغه بنسټ په وینا، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چې اوږده او له خطره ډکې لارې ووهي؛ په داسې حال کې چې د خلکو بېړنۍ روغتیايي اړتیاوې د بودجې تر برابرېدو پورې نه شي ځنډېدای.
اوچا ټینګار کړی چې د دوامدارې بودجې برابرول کولای شي د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو په دوام او خلکو ته د هغوی د استوګنې ځایونو ته نږدې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو په رسولو کې مرسته وکړي.
دغه بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د بودجې د کمښت له امله د تغذیې یو پر درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي دي.
د اوچا د اټکل له مخې، په راتلونکي کال کې به تر څلور میلیونو ډېر ماشومان او له شپږو کلونو کم عمره کوچنیان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
اوچا په داسې حال کې افغانستان ته د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په هېواد کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنونکو وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده؛ خو تر اوسه یې یوازې څه باندې ۳۳ سلنه بودجه برابره شوې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320