د مخدره توکو کر، تولید او استعمال – (دریمه برخه)

شاه‌ولی ارین

54

د مخدره توکو کر، تولید او استعمال

(دریمه برخه)

په تېره برخه کې مو د مخدراتو پر ځینو ډولونو یو څه رڼا واچوله، دلته غواړم د مخدراتو پر معاصرو ډولونو هم یو څه معلومات وړاندې کړم:

په پخوانیو فقهي متنونو کې د مخدراتو بحث تر هماغه څلورو ډولونو پورې منحصر وو چې د مخه ورته اشاره شوې وه، اما په معاصر وقت کې زیات شمیر مخدره توکي کشف شوي او زیات نور د کیمیاوي ترکیباتو په نتیجه کې جوړیږي چې د دې تقسیماتو په اړه هم مختلف نظرونه شتون لري چې په لاندې توګه ورته اشاره شوې ده.

د مخدره توکو د ډولونو په اړه یو شمیر پوهان هغه د رنګ له کبله په مختلفو ډولونو باندې ويشي:

الف: سپين رنګي مخدره توکي لکه (کوکایین او هیرویین).

ب:تور رنګي مخدره توکي لکه (تریاک او چرس).

ج:مسکر مخدره توکې لکه (شراب او داسی نور).

د پورتنیو ډولونو تر څنګ غوره ډولونه هغه دي چې د افغانستان اړوند قانون د څلورګونو جدولونو په ارایه سره مطرح کړی دی، د مسکراتو او مخداراتو پرضد د مبارزې او کنترول قانون څلور جدولونو کې مخدرات تقسیم کړي دي:

په لومړې جدول کې یې (۱۰۸) قسمه مخدره توکې ذکر کړي دي. په دويم جدول کې یې (۵۸) ډوله مخدره توکې ذکر کړي دي. په دریم جدول کې یې (۷۵) ډوله مخدره توکې ذکر کړي دي او په څلورم جدول کې یې(۲۵) ډوله مخدره توکې یاد کړي دي.

په پورتنیو جدولونو کې لومړی جدول هغه مخدره توکې په نښه کوي چې په طبابت کې ورڅخه استفاده نه‌کیږي. په دویم جدول کې هغه بوټي او توکې ذکر شوي دي چې په طبابت کې له هغو څخه استفاده کیږي او تر شدید کنترول لاندې دي. په دریم جدول کې هغه بوټې او مواد ذکر شوي دي چې په طبابت کې له هغو څخه استفاده کیږي خو ترکنترول لاندې دي، په څلورم جدول کې دهغو خامو کیمیاوي موادو یادونه شوي ده چې له هغو څخه د ترکیبي موادو په شکل د مخدره توکو په جوړولو کې کاراخستل کیږي.

د پورتنيو ټولو مخدره توکو چې شمیر یې(۲۶۶) ډولو ته رسېږي، د کنترول، تولید، پروسس، اخیستل، خرڅول، تورید، تصدیر، عرضه، ساتنه، حمل، نقل او استعمال له‌پاره قانونې تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

په نتیجه کې مخدره توکې هغه عامه کلمه ده چې شرابو، مسکراتو، مفتراتو او ټول هغه توکي په کې شامليږي چې د انسان عقلي، رواني، روحي او جسمي قوتونه متضرر کوي او یا هغه نشه کونکی توکی چې د انسان خبرې نامنظمې کړي او يا د ځمکې او آسمان له پيژندنې څخه استعمالونکی عاجز کړي د هغه تګ نامنظم کړي، مسکر بلل کيږي، نو ځکه هغه مخدره او سستونکي توکي چې په علمي لحاظ انساني عقل، جسم او کرامت ته ضرر پيښوي اسلام منع کړي دي. د اسلامي شریعت متخصصینو ته وړاندیز دی چې د مخدره توکو د ضررونو په اړه هماغسې ولسونه وپوهوي لکه څنګه چې يې د شرابو په اړه پوهولي دي. همدا ډول زیات شمیر داسې مخدره توکې شتون لري چې هغه د شرابو څخه څو چنده خطرناک او مضر دي اما د خلکو د نافهمۍ له کبله استعمالیږي، د همدې ډول توکو په اړه د خلکو پوهاوی د هيواد د ډاکترانو مسؤلیت هم دی.

د شرعي علومو پوهانو ته په کار ده چې د مخدراتو د مضرو ډولونو په اړه چې انساني نفس، عقل، مال او حواسو ته زیان رسوي د مسلمانو ډاکترانو خبره په جدیت سره قبوله کړي.

په ریښتیا هم چې په افغانستان کې په مخدره توکو روږدي کسان یوه بېړنۍ او لویه روغتیايی، اقتصادي او ټولنیزه ستونزه ده چې د ملګرو ملتونو او اړوندو بنسټونو د راپورونو له مخې میلیونونه کسان د دغې شومې پدیدې تر اغېزو لاندې دي ، چې عمده او اساسي لاملونه یې په هېواد کې بېوزلي او بېکارۍ یادولای شو.

ډېری روږدي کسان په کورنیو او ټولنیزو ستونزو، فقر او د کار نشتوالي له امله مخدره توکو ته مخه کوي.

له بله پلوه اوږدمهاله جګړې، د سالمو مصروفیتونو نه شتون او داسې نورې ناخوالې د دې لامل شوې چې ځوانان او نور وګړي په نشه یې توکو روږدي شي.

د نویو نشه یي توکو زیاتوالی د هیروینو او تریاکو ترڅنګ د «شیشې» (میتامفتامین) په څېر صنعتي او خطرناکو مخدره توکو کارونه هم ډېرشوې دي، چې هېواد وال او په خاص ډول ځوان نسل یې له سختو او مرګونو ګواښونو سره مخ کړي دي. دغه روږدي کسان نه یوازې پر خپلو کورنیو یو دروند اقتصادي او رواني بوج دي، بلکې په ټولنه کې د جنایاتو او ناامنیو لامل هم شوي دي.

د راپورونو له مخې د روږدو کسانو یوه د پام وړ برخه هم ښځې او ماشومان جوړوي چې د ملاتړ او درملنې له‌پاره یې تر ټولو زیاتو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

که څه هم د طالبانو د ډېرو هلو ځلو له امله په هېواد کې د روږدو د درملنې ځینې مرکزونه شتون لري او زرګونه کسان تر درملنې لاندې نیول شوي، خو د امکاناتو کمښت او تر درملنې وروسته بیرته په نشو د اخته کېدو لوړ تناسب لاهم جدي ننګونې دي، چې هېوادوال ورسره مخ دي.

نور بیا

د مخدره توکو کر، تولید او استعمال (دویمه برخه)

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320