په تېره برخه کې هم سوشل میډیا او ټولنېزو رسنیو ته اشاره وشوه چې پر ځوانانو دواړه مثبت او منفي اغېزې لري، خو برعکس سم مدیریت یې د وخت مهمه اړتیا لیدل کېږي.
د وخت د غوښتنو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره، دا یو واقیعیت دی چې مثبتې اغېزې او ګټې یې د علمي او معلوماتي پرمختګ په هکله چې ځوانان پرې کولی شي د نوو علومو، ژبو او روزنیزو کورسونو زدهکړه د انلاین په توګه ترې تر سره کړي، نړیوالي اړیکې ټینګې او د نړۍ له مختلفو خلکو سره د فکرونو د تبادلې او د تجربو د شریکولو د اسانتیاوو په خاطر ګټه ترې اخیستلای وشي.
په اوسنۍ زمانه کې ډېری ځوانان د انټرنیټ او سوشل میډیا پرمټ د انلاین کاروبارونو، ډیجیټل مارکیټینګ له لارې عاید تر لاسه کوي، چې دا ډول کاروبار بې له دې چې ځوانان خورا انرژي او زیات وخت مصرف کړي هم بهتره سرمایه تر لاسه کولای شي او هم خپلو نورو چارو ته لاس رسی پیدا کولای شي.
هغه ځوانان چې بې له پلاني موخو، د کمپیوټر، تیلیفون اویا داسې نورو د لید وسایلو سکرین ته ناست وي، د روحي او فزیکي ستونزو سره مخ کېږي چې د ډېر وخت لهپاره سکرین ته کښېناستل د سترګو د کمزورتیا، د ملا د درد، او د خپګان له لاملونو سره مخ کیدای شي.
همدا ډول هغه ځوانان چې له میډیا او رسنیو نه معقوله استفاده نه کوي او د فکري او اخلاقي بېلارې کولو پروګرامونو باندې خپل وخت ضایع کوي، طبعی ده چې ناسمه او بې محتوا پروګرامونه او تبصرې نه یوازې ځوانان متضرر او بې لارې کوي، بلکې د ټولنې فکري او اخلاقي بنسټونه هم زیانمنولاي شي.
ځوان نسل باید د سوشل میډیا کارولو لهپاره مشخص وخت وټاکي، تر څو پر نورو ورځنیو چارو او زدهکړو یې ناوړه اغېز ونهکړي. د فېسبوک، یوټیوب او ټیک تاک پر ځای باید د علمي، تخنیکي او روزنیزو پاڼو او چینلونو تعقیب ته لومړیتوب ورکړل شي. همدا ډول باید له ټولنیزو رسنیو نه د سرګرمیو پر ځای د یوې قوي وسیلې په توګه د ځان د لوړولو او مثبت بدلون لهپاره کار واخستل شي.
د ځوانانو ځواک د ځوانۍ انرژي او وړتیا د هرې ټولنې د پرمختګ، بدلون او راتلونکي ترټولو مهمه سرچینه ده. ځوانان یوازې د یو هیواد راتلونکي نه دي، بلکې هغوي د نن ورځې ترټولو فعاله او محرکه قوه او طاقت دي.
که چېرې د ځوانانو د ځواک اصلي او مهمو اړخونو ته کتنه وشي، ځوانان د نوی فکر او خلاقیت خاوندان دي، د عصري علومو او نوې ټکنالوژۍ پر زدهکړه او کارولو کې تر ټولو مخکښ دي. ځوان ځواک کولای شي په ټولنه کې د ناوړو او پخوانیو رواجونو مخه ونیسي. همدا ډول د اقتصادي او فزیکي انرژي په برخه کې د یوې ټولنې تولیدي او اقتصادي فعالیتونه د ځوانانو پر اوږو وي. د سختو کارونو، بیارغونې او دفاع په ډګرونو کې د دوي فزیکي انرژي بې سارې وي. ډیری نوي کاروبارونه د ځوانانو لهخوا پیل کیږي. ځوانان کولای شي په ټولنه کې د سولې، ملي یووالي او شعور په خپرولو کې د پام وړ رول ولوبوي.
د حق غوښتنې او عدالت په لار کې د ځوانانو غږ تر ټولو رسا او اغېزمن وي. د ځوانانو دغه ځواک هغه وخت مثبته پایله ورکوي چې سمه روزنه، لوړې زده کړې، د کار زمینه او د پرېکړو، تصمیمونو په برخه کې ورته د ګډون چانس ورکړ شي. که نه دغه ځواک د بېکارۍ، ناسمې رهبرۍ اولارښوونې له امله په منفي لارو هم اوښتلی شي.
باید وویل شي چې د ځوانانو د ځواک نه هغه وخت په یوه ټولنه یا نظام کې مثبتې لاسته راوړنې تر لاسه کیدای چي سوله او امنیت وي، وسایل او شرایط د کار او فعالیت ورته مساعد وي.
په ډېرې خواشېنۍ سره چې پر ګران هېواد افغانستان کې د شوروي اتحاد د بې شرمانه یرغل وروسته په هېواد کې د نورو سلګونو ستونزو تر څنګ تر بل هر څه ځوان نسل او په خاص ډول نجونې او ښځې خورا متضررې شوې.
د ځوان نسل د سرشار ځواک نه حریصو ګاونډیو پاکستان او اېران هر ډول مشروع او نا مشروع ګټې پورته کړي اکثریت ځوانان د نیابتي جګړې ښکار شوول، له دغه سرشار ځواک نه د هېواد د ورانونو، ورور وژنو په برخو کې کار واخستل شو او په بهرنيو هېوادو کې په نیابتي جګړهایزو فعالیتونو کې ترې ناوړه او غیرعادلانه ګټه پورته شوه.
د امریکا په شل کلن اشغال کې هم ځوانان له سختو کړاونو سره مخ شوول، د یومافیایې پالیسیو په عملي کولو سره یوازې د څو محدودو جنګ سالارنو اولادونه د هر ډول مادي او معنوي امتیازاتو نه برخمن شول پاتې اکثر ځوانان د خپل ژوند د بقا په خاطر هېواد پریښودو ته اړ شول، ډېرو بګنونکو پیښو وښوده چې په زرګونه ځوانان ښځې او ماشومان د قاچاقبرانو د غلطو حرکاتو ښکار شول، دغو ځوانانو د ایران، ترکیې، یونان په پولو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، په بحر کې غرق او د کبانو خوراک وګرزیدل.
په هېواد کې دننه د دموکراسۍ نه په ناوړو استفادو، فساد او غېر اخلاقي کړنو، فحش او نورو منفي پدیدو د هېواد ځوان نسل، ځوانې نجونې او ښځي د نامشروع فعالیتونو خواته وهڅول شوول.
د فساد بیلا بیل دولونو، ملکوطوایفي، بهرنیو لاسوهنو، په دولت، حکومت او نظام کې څوګونو پالیسیو ورځ تر بلې د نظام ستنې کاواکه کړي، بهرنيو ځواکونو په خاص ډول اشغالګر امریکا نور د په هېواد مینو افغان جنګیالیو د جنګ جګړو توان نه درلود په اقتصادي او نظامي دګر کې له ماتې سره مخ شوول، بلاخره ناکام او شرمیدلي زموږ له ګران هېواد افغانستان نه په تیښته ووتل او د طالبانو د دویمې واکمني له پاره لا مناسبه زمینه برابره شوه.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
