نه ووایه، خو زړه مه ماتوه!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
هرومرو به کومه ورځ داسې شوي وي چې:
یو نږدې ملګری یا د کورنۍ غړی دې درنه داسې کار وغواړي، چې پوهېږې سم نه دی؟
وایي:
زما په خاطر دا دروغ ووایه او یا:
که مې چېرې ملګری وې، نو باید دا کار ونه کړې!
دغه ګړۍ فشار راپیلېږي.
که یې چېرې منې، نو هغه څه دې تر پښو لاندې کړي چې پرې پوهېږې او که چېرې د نه ځواب ورکوې، وېرېږې چې هسې نه اړیکه مو خرابه او یا درنه زړه ماتی نه شي!
ډېر کله فکر کوو، دغه مهال یوازې دوه لارې لرو:
یا تسلمېږو او یا خبره تر دعوو و دنګلو پورې رسېږي؛ خو قرآنکریم یوه بله لاره هم را ښایي:
((وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا))(لقمان/ ۱۵)
((كه چېرې مور او پلار پر تا فشار راوړي چې زما سره ته داسې څه شريك کړې، چې تا ته د هغه معلومات نه وي؛ نو د هغو خبره هيڅكله مه منه، خو په دنيا كې له هغوی سره غوره چلند كوه.))
ځیر شه:
آیت دوه امرونه پرلپسې راوړي:
((فَلَا تُطِعْهُمَا))
ناسمې غوښتنې یې مه منه او سمدستي زیاتوي:
((وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا))
خو په دنيا كې له هغوی سره غوره او نېک چلند كوه.
یعني:
د یو چا له غوښتنو سره له دې پرته مخالفت کولای شئ، چې د یو بل ګرېوانونه ونیسئ؛ جالب ټکی دادی، چې قرآنکریم ددغې موضوع د تشریح لپاره د مور او پلار بېلګه راوړي؛ په دې مانا چې:
که چېرې هغه ډېر نږدې خلک درنه په ډېر ټینګار یو داسې کار وغواړي، چې د څښتن تعالی د امر خلاف وي، بیا هم باید تسلیم نه شئ؛ خو په ورته مهال لارښوونه کوي، چې د یاد مخالفت له امله باید احترام او نېک چلند له پام نه ونه غورځول شي؛ دا یعني:
هم دې حدود معلوم دي او هم دې چلند، نېک!
دا مهارت یوازې د کورنۍ لپاره نه دی، بلکې په ملګرتیاوو کې هم زښته ډېر په کار راځي؛ ملګری دې وایي:
که چېرې مې ملګری یې، نو له موږ سره ولاړ شه!
ته پوهېږې، چې دا ښه کار نه دی؛ نو اړتیا نشته، چې ووایې:
تاسو ډېر بد خلک یاست!
کولای شې، ډېر ساده یې پوه کړې چې:
نه؛ زه دا کار نه کوم، خو له تا سره ستونزه نه لرم؛ بس همدا؛
نه دې هویت پلورلی او نه دې ملګری تحقیر کړی دی؛ هر څوک پوهېږي، چې د یوې کړنې مخالفت له یوه انسان نه د نفرت په مانا نه دی!
کېدای شي کوم څوک مو خوښېږي، خو اختلاف دې هم ورسره ولرو؛ کېدای شي د کوم چا احترام وساتو، خو تر وړاندیز منلو یې تېر شو؛
کولای شو (نه) له دې پرته ووایو، چې د همدې (نه) ویلو لپاره دې په یو خشن کس بدل شو.
تمرین:
دا اوونۍ که چېرې کوم مهم کس ناسم وړاندیز وکړ، نو مه د اختلاف پېښېدلو له وېرې (هو) وایه او مه داسې کوه، چې خبره تر دعوو و دنګلو پورې ولاړه شي؛
یوازې ډېر ورو، خو په قاطعیت ځواب ورکړه چې:
ما او تا ملګري یو، خو دا کار نه شم کولای!
وروسته له ځان نه وپوښته چې:
آیا کېدای شي، چې هم خپل ارزښتونه او هم د نورو احترام وساتلی شم؟
رښتینی ځواک دا نه دی، چې تل خپله خبره پر نورو ومنې؛ بلکې رښتینی قدرت دادی چې (نه) له دې پرته وویلی شې، چې انسانیت او ادب دې له لاسه ورکړې!
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۵مه برخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320