د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۵مه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

57
ته د خدای، استازی یې!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
تر اوسه دې فکر کړی، چې څښتن تعالی ولې ځمکې ته رااستولی یې؟
کله نا کله ژوند کې بوختیاوې ډېرې وي:
درس، کار او د خلکو خبرې؛ او بنیادم داسې احساس کوي، چې دی د میلیاردونو انسانانو ترمېنځ یو معمولي کس دی؛
خو څښتن تعالی ویلي:
((إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً))(بقره/۳۰)
یعني:
ما، انسان په ځمکه خپل استازی جوړ کړ.
خلیفه یعني هغه څوک چې، د څښتن تعالی له لوري پر ځمکه نیکۍ خوروي؛
یعني ته یوازې ((ژوند نه کوې!))، بلکې ((ژوند جوړوې.))
د خدای یو خلیفه یعني هغه څوک چې:
له خدای سره اړیکه لري:
د هغه عبادت کوي؛ په ځانګړې توګه پخپل لمانځه سره تل د هغه یاد ساتي.
هڅه کوي، وده او رشد وکړي او تېروتنې یې اصلاح شي؛
ځمکه او خپله خوا او شا آباده ساتي او په ډېره مینه د نورو ژوند او زړونو ته رڼا او تودوښه ورکوي.
تمرین:
نن یوازې یو د خلیفه کار وکړه:
یو نیالګی کښېنوه، یو چا ته وخانده، یو شی زده او یا د یو چا زړه آرام کړه؛ چې هر څه وي، همدا وړې کیسې د ځمکې پرمخ د جنت جوړولو خښتې دي؛
اوس ته ووایه:
که چېرې پوه شې د خدای استازی یې، نو زړه دې غواړي په دې دنیا کې څه وکړې؟
انتخاب، ستا دی:
کولای شې، یوازې ((شته یې)) او یا دا چې:
کوم ((رول)) هم ولوبوې؟

د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۴مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320