د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۸مه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

23
نېک اوسه، خو نه د نورو د لایک او یا مننې لپاره!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
ډېر کله موږ غواړو، د یوه ښه کار په ترسراوي کې کوم څوک ووایي چې:
مه خوارېږې، څومره ښه، آفرین او یا…؛ خو قرآنکریم کې د ځواکمنو او نېکو خلکو په اړه راغلي:
((لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا)) (انسان/۹)
یعني:
موږ ښه کار یوازې د خدای لپاره ترسره کوو؛ نه کوم امتیاز غواړو او نه آن مننه!
دغه آیت یو لوی راز راښايي:
هغه څوک چې د تشویق لپاره کار کوي، تل اسیر وي؛ خو هغه څوک چې د خدای لپاره ولاړ وي، تل خپلواک.
څښتن تعالی د ځواکمنو خلکو په زړونو کې یو څراغ بلوي او تل ورته ویلي کېږي چې:
ته ښه یې، آن که دې هیڅوک هم نه ویني؛ آن که هیڅوک هم نه وایي:
مه خوارېږې!
که چېرته دې کوم ښه کار وکړ او چا مننه هم ونه کړه، ستونزه ستا نه ده؛ ډېری خو آن د لوی څښتن تعالی شکر هم هېروي؛
ته د خلکو په لایک پسې مه ځغله؛ نېکي یو داسې چلند دی، چې تا ته د خدای پر وړاندې قدر او مقام در بخښي؛
ارزښتمند انسان خپل ارزښت د خلکو له غبرګون نه نه، بلکې له څښتن تعالی نه ترلاسه کوي؛
ته نېکي وکړه او په سیند کې یې واچوه.
تمرین:
نن یو ښه کار په پټه ترسره کړه…؛
هیچا ته هیڅ مه وایه، یوازې زړه کې در یاد کړه چې:
((اللهم هذا لوجهک!))
خدایه، دا ستا لپاره وو.
خپله به وګورې، چې په زړه دې څه یو ښکلی حس راورېږي…!
https://af.dawatmedia24.com/?p=189949

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320