د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ نهمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

4
د کوشنیو انتخابونو ځواک
لیکنه: استاد الحاق جوادي
تر اوسه دې فکر کړی، چې کله نا کله یو ډېر وړوکی انتخاب د ژوند مسیر بدلوي؟
یو وار:
پروا نه لري؛
وروسته:
بیا به سم شي او یا:
اوس یې پرېږده!
همدا واړه انتخابونه دي، چې ورو ورو دې راتلونکې جوړوي؛ څښتن تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي:
((فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ)) (زلزال/۷-۸)
یعني:
هر وړوکی کار آن د یوې ذرې هومره به یوه ورځ بېرته تاته راګرځي؛ نېک یې ثواب او بد یې په:
تجربه یا عبرت او یا جزاء اوړي.
څښتن تعالی غواړي، پوه شې چې ستا په ژوند کې هیڅ کوشنی شی/ کار نه ورکېږي؛ آن زموږ:
نیتونه، خبرې او تصمیمونه؛ دا ګرده زموږ راتلونکې جوړوي.
تمرین:
یو داسې کوشنی تصمیم ونیسه، چې له ودې او رشد سره دې مرسته وکړي؛ مثلاً:
کوم نیم پاتی کار پای ته ورسوه، یو نېک کار بیا تکرار کړه او یا کوم بد کار نور پرېږده.
همدا وړوکی اقدام کولای شي، چې ستا د سبا مسیر ته بدلون ورکړي؛ بریالیتوب له لویو کارونو نه نه راپیلېږي، بلکې هاغه مهال یې پیل دی چې ځان ته ووایې چې:
نن لږ نور ښه کېږم!

 

د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ اتمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.