مؤمنان؛ وروڼه او سوله کوونکي
لیکنه: استاد الحاق جوادي
قرآنکریم یوازې یوه داسې ښکلې خبره نه کوي، چې موږ پرې خوشحاله شو:
((إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ إِخۡوَةٞ))
مؤمنان ځله وروڼه دي او بس؛ بلکې سمدستي ورسره یو بل مسؤلیت هم راسپاري:
((إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ إِخۡوَةٞ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَ أَخَوَيۡكُمۡ)) (حجرات/۱۰)
یعني:
که چېرې مؤمنان سره وروڼه دي، نو چې کله یې ترمېنځ کومه شخړه وشي، ته یې باید هماغه ګړۍ جوړې کولو ته راودانګې!
((فَأَصْلِحُوا)) یعني:
بې پروا کېږه مه،
د شخړې ننداره مه کوه،
اور ته پوکی هم مه ورکوه؛
اصلاح کوونکی اوسه؛ قرآنکریم نه دې ویلي چې:
((قضاوت وکړه، څوک مقصر دی؟))، بلکې وایي:
((اړیکه ورغوه!))
د قرآنکریم د یادې لارښوونې په پلي کولو کې پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) هم همداسې کول:
کله چې پیغمبر (ﷺ) ته خبر ورسېده، چې د قباء خلک سره لوېدلي، نو ویې فرمایل:
((راځئ، ورشو او ترمېنځ یې سوله وکړو!)) (بخاري، نسائي او احمد)
نه یې پیغام ولېږه او نه یې له لرې نه ښینه وکړه، ولاړ شو او سولې ته یې مټې رابډ وهلې؛ او دا یعني:
د خلکو ترمېنځ سوله یو څنګزن کار نه، بلکې د دینداري یوه برخه ده؛ د قرآنکریم له نظره ورورولي یعني:
که چېرې دوه کسه سره خپه وو، مه خوشحاله کېږه؛
که چېرې یې اختلافات لرل، اور ته پوکی مه وهه؛
که چېرې ناسم پوهاوی رامېنځته شوی وو، د پوهاوي حللارې یې ومومه او… .
څو بېلګې:
دوه ملګري دې سره خپه شوي، ته یې ترمېنځ واسطه کېږې او بېرته یې پخلا کوې؛ دا یعني:
((فَأَصْلِحُوا)).
په ورزشي ډله یا د ښوونځي په ګروپ کې دوو کسو د یو بل ګرېوانونو ته لاس اچولی، ته یې سره خلاصوې؛ دا یعني:
ورورولي.
کوم کس په یو بل چا پسې سپکې سپورې وایي او ته یې مخه نیسې او… .
قرآنکریم د آیت آخر کې یو بل زرین ټکی هم بیانوي:
((وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ))
یعني:
د خدای رحمت، له همدې اصلاح کېدلو نه کېږي.
تمرین:
که چېرې دې نن هغه دوه ګاونډیان ولیدل، چې له یو بل نه یې زړونه بد شوي؛ نو له لاندنیو دریو کارونو نه، یو وکړه:
یو آراموونکی پیغام،
یا یوه عادلانه جمله او یا
د دوی ترمېنځ د سولې کولو لپاره یو وړوکی اقدام؛ دا یعني:
ته یوازې یو (اسمي مسلمان) نه، بلکې هاغه رښتینی ورور یې لکه څرنګه چې یې قرآنکریم غوښتنه کوي!
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ نهمه برخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.