که ښه کوې، خپله ګټه دې ده!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
تر اوسه داسې شوي چې کوم ښه کار وکړې، خو کوم څوک یې په قدر پوه نه شي؟
د بېلګې په ډول:
مرسته کوې، موسېږې، بخشش کوې او یا…؛ خو آن څوک وایي لا نه چې:
کور ودان، مننه او…!
هاغه شېبه بنیادم یو ډول ځانکړې ناهیلي احساسوي…؛ خو قرآنکریم کې یوه ډېره ښایسته جمله شته چې:
((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ))(جاثیه/۱۵)
یعني:
که هر ښه/ نېک کار کوې، په اصل کې پخپله ستا په ګټه دی!
نېکي د هغه نور غوندې ده، چې لومړی ستا خپل درون روښانوي؛ کله چې مهربانه کېږې، روح دې سپکېږي؛
کله چې بخشش کوې، ذهن دې پراخېږي؛
کله چې رښتینی پاتې کېږې، خپل عزت نفس دې لوړېږي.
تمرین:
نن یو نېک کار وکړه، خو له دې پرته چې د چا د مننې یا لیدل کېدلو انتظار ولرې؛
یوازې ترسره یې کړه، ځکه خپله په تا کې د هماغه ښه کار د ترسراوي ارزښت شته؛ وروسته د یادې چارې اړوند یو څو جملې ولیکه او یا پرې فکر وکړه، وګوره:
څه ډول حس درسره پیدا کېږي.
ته څه فکر کوې؟
تر اوسه داسې شوي چې کوم ښه کار وکړې او وروسته پوه شې، چې هماغه کار ته خپله څومره ښه کړی یې؟
انتخاب، ستا دی؛
کولای شې، د نورو د تائید په لټه کې شې او یا د خپل درون د ځلا په لټه!
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۳مه برخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.