د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ اتمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

57
له سختي سره آساني شته!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله ژوند لکه یوه ازموینه هاغسې سختېږي؛ هماغو شېیو غوندې چې فکر کوې، هیڅوک دې حالت نه شي درک کولای!
دا ډول حس ډېرو نورو تجربه کړی، آن هغو ځواکمنو هم؛ خو څښتن تعالی د قرآنکریم یوه فوق العاده جمله کې ویلي:
((إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا))
یعني:
له هرې سختي سره یوه حللاره او ساه اخیستنه هم شته؛ د بېلګې په ډول:
کله چې یوه لوبه کې وچ ودرېږې او بیا بالاخره یوه پټه تڼۍ یا یو نوی مسیر پیدا کېږي.
تمرین:
دا ځلې چې کله له یوې درسي یا کورنۍ او یا کومې بلې ستونزې سره مخ شوې، نو له ځان نه وپوښته چې:
رښتیا، ددې مسئلې آسانه حل څنګه پیدا کېدلای شي؟
یوازې یو وار یې وازمایه، وګوره چې فکر دې بدلېږي که نه؟
ته څه فکر کوې:
آیا له هرې سختۍ سره به آسانۍ هم وموندله شي؟
انتخاب، ستا دی؛
کېدای شي سختي ته د یوه دېوال په سترګه ور وګورې او یا ښایي هغه لکه یوه هاغسې دروازه فرض کړې، چې تر شا یې لمر څرک وهلی!

د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ اوومه برخه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.