د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ اوومه برخه

بریال حبیبي

64
څښتن تعالی غواړي، کار دې روغ کس ته وسپارې!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله فکر کوم چې:
امانت یوازې هغو پیسو یا وسایلو ته ویلی کېږي، چې کوم چا راته سپارلي وي؛ خو نه، قرآنکریم یاده موضوع په خورا پراخ لید تشریح کوي:
((إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تُؤَدُّواْ ٱلۡأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهۡلِهَا)) (نساء/۵۸)
یعني:
هر مسؤلیت ـ که ووړ وي او که لوی ـ باید هغه چا ته وسپارل شي، چې اهل یې دی؛
اهل یعني:
هغه څوک چې ورسره آشنا دی،
ښه کار کوي او
د ورسپارل کېدلو ظرفیت لري.
دغه آیت موږ ته راښایي چې:
که چېرې کوم مهم کار یو بې ظرفیته، بې انصافه او یا بې پلانه کس ته وسپارې، نو پایله به یې پر ده سربېره ستا او ټولې ټولنې په زیان وي؛ وروسته قرآنکریم یوه بله محکمه خبره هم راوړي:
((وَإِذَا حَكَمۡتُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحۡكُمُواْ بِٱلۡعَدۡل))
یعني:
کله چې د خلکو ترمېنځ قضاوت/ پرېکړه کوې، په عدالت سره یې کوه؛ آن که یاد کس دې ملګری وي،
آن که یاد کس دې خپل وي،
آن که یاد کس دې ښه نه ایسي،
آن که قضاوت سخت وي او…؛
قرآنکریم ویلي:
حق ووایه، نه هغه چې ستا په ګټه وي او بیا آخر کې ټینګار هم کوي چې:
((إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۭا بَصِيرًۭا))
یعني:
الله تاسو ته په دې سره لوی نصیحت کوي او په باوري ډول الله د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی؛ یعني:
څښتن تعالی وایي چې:
ما دا خبرې ستا د ژوند د سختېدلو لپاره نه دې کړې، بلکې دا هر څه ستا د ودې او رشد لپاره دي او زه ګورم چې:
ته څنګه تصمیم نیسې؟
تمرین:
په درسپارل شویو مسؤلیتونو یو فکر وکړه؛ د یوې وسیلې له ساتلو نه نیولې د ښوونځي، ډلییز کار او آن تر ورکول شویو وعدو پورې او بیا له ځان نه یوازې یو سوال وپوښته:
آیا هغه کار چې ما ته را سپارل شوی، په رښتیاوالي سره یې حق اداء کولای شم؟
او که چېرې کوم کار یو بل چا ته سپارې، نو پلټنه وکړه چې:
آیا رښتیا یې هم اهل دی؟
کولای شي، ښه یې ترسره کړي؟
دا یعني:
ته د قرآنکریم له قوانینو نه یو هغه لوی قانون ژوندی ساتې، کوم چې د یوې ټولنې ژوند سالم ساتلای شي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=188063

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.