اسوشیټېډ پرېس: افغانې نجلۍ له زده کړو د محرومیت له امله ځان وژنه کړې

37

۱۶ کلنې نجلۍ له کلونو انتظار وروسته د ښوونځي د نه پرانیستل کېدو له امله ځان وژنه کړې

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، یوې ۱۶ کلنې افغانې نجلۍ، چې د ښوونځي د بیا پرانیستل کېدو هیله یې لرله، له اوږدې مودې نااهیلۍ وروسته ځان وژنه کړې ده.

یادې رسنۍ د زمري په ۱۰مه د فریبا د کورنۍ له قوله راپور ورکړی چې هغې، سره له دې چې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی و، هره ورځ له کوره وتله او له خپلو ښوونکو یې پوښتل چې ښوونځي به کله بېرته پرانیستل شي او کله به وکولای شي د ښوونځي یونیفورم بیا واغوندي.

د راپور له مخې، د فریبا کورنۍ وایي، نوموړې هره ورځ له ژورې نااهیلۍ سره بېرته کور ته ستنېدله او په یوه یادښت کې یې لیکلي وو چې په افغانستان کې د نجونو لپاره ژوند ډېر سخت شوی دی.

د فریبا مور اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، د ژوند په وروستیو میاشتو کې د هغې رواني وضعیت خورا خراب شوی و. دغې رسنۍ زیاته کړې چې دا ډول پېښې پر افغان ښځو او نجونو د ټولنیزو او رواني فشارونو څرګند انعکاس دی.

له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو او ښوونځیو محرومې شوې دي، او ګڼ شمېر څارونکي او د بشري حقونو بنسټونه دغه بندیز د نجونو او ښځو د رواني ستونزو او د ځان وژنې د پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.