ډېرو قدرمنو هيوادوالو او زما د ليکنو مينه والو! السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ډېرو قدرمنو! ما يو څه وخت وړاندی هم د هوا– اوبو – تودونکي پمپ په برخه کې معلومات په ليکه کړي وو. دا چې څېړونکي يا پوهان په دې هڅه دي چې د داسې تخنيکې سيستمونو څخه ګټه پورته کړي، چې چاپېريال ته زيان ونه رسوي او هم لګښت يې کم وي . نو دادی د پوهانو د څېړنو له مخې دا وار د اوبو – اوبو تودونکی پمپ ته پرمختګ ورکړل شوی چې ددې په برخه کې ما وغوښتل لنډ معلومات ستاسو سره هم شريک کړم .
پټه دې نه وي چې دا نوي څېړنې زما د انرژي سپما کوونکي ودانيو په کتاب کې نه شته، ځکه چې دا څېړنې نوي دي . هيله ده چې قدرمن لوستونکي په خاصه توګه محصلان ورڅخه ګټه پورته کړای شي .
د اوبو–اوبو تودونکی پمپ (د ځمکې لاندې تودونکي اوبو پمپ په نوم هم ياديږي)، د دغې ځمکې لاندې اوبو د دوامدارې تودوخي (تقريباً د 8oC څخه تر 12oC پورې) د انرژي منبع او ددې څخه په کورونو کې مرکزګرميو ته د انرژي ورکولو استفاده کيږي .
د جزئياتو په دوران کې دغه انرژي دا ډول کار کوي :
-
د تودوخي اخستنه (راښکونکي څاه ګانې):
د څاه يا کوهي د ځمکې لاندې د راښکونکو اوبو (تقريباً د 5 m څخه تر 20m پورې) د تودوخي پمپ تقويه کوي .
2 . سړو يا يخو موادو ته انتقالونه :
د تودوخي په لومړي بدلون کې (بخارونکی)د ځمکې لاندې اوبه خپل حرارتي انرژي خاص، سپک بخارېدونکي سړو يا يخو موادو ته ورکوي چې بيا دغه يخ مواد د ګاز يا غاز شکل جوړوي .
3 . تراکم (د غاز يا بخار تر فشار لاندې غليظونه Kompressor):
يو برقي کمپريسور ماشين يخ مواد زښت ډېر ځبيښي. دې سره فشار او د غاز تودوخي يا حرارت په څرګند ډول پورته ځي .
4 . مرکزګرمي سيستم ته د تودوخي ورکونه :
په دوهم تودوخي بدلونکي کې (خازن يعنې هغه آله چې يو شي د غاز حالت نه مايع حالت ته بدلوي) توده د يخ موادو بخار خپله انرژي د مرکزګرمي اوبو ته (د مثال په ډول فرشي مرکزګرمي يا تودو اوبو تيارونکي) ورکوي .
5 . د تشنج کمېدنه:
يوه پراخونکې والنيچه د يخ موادو فشار کموي، دا ډېر قوي سړيږي او بيا دوران د سره پېلوي يا شروع کوي .
6 . د اوبو بېرته ورکونه :
تقريباً 5oC سړې شوي د ځمکې لاندې اوبه د يو دوهم څا يا کوهي څخه بل تېرونکی يا غړپ کونکي څاه يا کوهي له لارې بېرته د ځمکې لاندې اوبو نلونو ته انتقاليږي . د راښکونکي او تېرونکي يا غړپ کونکي څاه ګانو ترمنځ فاصله کمتر کمه د 10 m څخه تر 15 m پورې دی، چې دې سره يخ شوي اوبه د تازه راښکل شوي د ځمکې لاندې اوبو سره نه ګډيږي .

مهم شرطونه او واقعتونه :
-
دوه څاه ګانې يا کوهي ضرور دي : دا ډېر ضرور دی چې يو د راښکونکی او بل تېرونکی يا غړپ کونکی څاه يا کوهي جوړ شي .
-
بې د زيانه ورڅخه ښه اقتصادي ګټه اخستنه : د ځمکې لاندې اوبو د ټولو کارونو سره د قوي تودوخي په مرسته دغه سيستم ډېر اوچت کلنی د کار لګښت تر لاسه کوي (د يوې برخې برېښنا څخه تقريباً پنځه برخې تودوخي تر لاسه کيږي .)
-
د منل کېدو يا منظوري وظيفه : دا ډول موسسه بايد د اوبو امريت له خوانه ومنل شي يا منظور شي، هغه سيمې چې د اوبو ساتنې سيمې دي دا ډول آلو ته تل اجازه نه شته .
-
د اوبو څرنګوالی يا کيفيت: دغه د ځمکې لاندې اوبه باېد ډېره اوسپنه يا منګان (مګنز) ونه لري، ځکه دې سره د تودوخي بدلونکی خط خط يا شوکاری کوي او يا بندوی يې .
-
لګښت يا مسارف : ددې تهيه کونه او ورڅخه کار اخستنې لګښت (د څاه ګانو کيندلو سره) نسبتاً لوړ دی .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
