خر زموږ په ټولنه کی سره له دې چی ډېر زحمتکښ ،ارام او حوصیله لرونکی بوده (حیوان ) دئ او د پېړیو پېړیو په اوږدوکی ئې د انسانانو په چوپړ کی درانه بارونه وړي او په پټه خوله ئې د بابا ادمه تر دې دمه ، ډول ډول ناخوالی زغملي او بشر ته د خدمت مصدر ګرځیدلی دئ ، خو بیا هم د دې پر ځای چی وستایل سي ، د ناپوهۍ او خرابۍ سمبول ګڼل کیږي .
که دخره د کلمې ریښی اولغوی معنا ته راسو نو پوهاند عبدالحی حبیبی صاحب په حواله دلوی ، ستر او غټ په مفهوم دئ .
په دغه هکله می د ښاغلی عبدالباري جهانی څخه اوریدلی دی چی : «وائي زه (جهاني) یو وخت د مرحوم حبیبی صاحب ، مرحوم بینوا صاحب او یو شمیر نورو د هغه وخت د مطرح شخصیتونو سره په یوه مجلس کی ناست وم چی حبیبی صاحب وویل چی دا د خره کلمه خو د غټ په معنا ده . نوولی یې موږ بده ګڼو …. او زیاته یې کړل چی که موږ ووایو چی بینوا صاحب خر شاعر دی نو باید خوابده نه کړی … وائي بینوا سم دستي جواب ور کړ چی استاده موږ خو ستاسو شاګردان یو …. »
په رښتیا هم موږ دا کلمه د لوی یا غټ په مفهوم استعمالو د بیلګی په توګه وایو :
خر پول ، خر ګوش ، خرغول ، خر کافر ، خرسنګ ، خرموره ، خرپشته (لوی پتي )، خر مهره ،خروار ، خر نشه، خر لیونی او داسی نور.
ځکه نو څرګندیږي چې د «خر» کلمه په پښتو کې یوازې د حیوان معنا ته محدوده نه ده، بلکې د یوه لغوي عنصر په توګه د «لوی» او «ستر» مفهوم ورکولو لپاره هم کارول شوې ده. چي پوهاند حبیبي یې همدغه تاریخي او لغوي اړخ ته اشاره کړې ده .
اوس به راسو دې ته چی ولي خره ته په سپکه سترګه کتل کیږی ؟
زموږ د ژوند له لو یہ بھیره څخه دا خبره را و تلی ده او د ژبی زیر مو ته مو را غلی ده چی په حیواناتوکی مو« خر» ترټلي او په نباتاتو کی مو کډو غندلی دئ . موږ د دې تر څنګ چی د خره کلمه مو د لوی په مفهوم کارولی ده ، د ترټلو او توهینولو په مفهوم مو هم زیاته استعمال کړې د ه لکه چی وایوو : خرتوبی مه کوه ، د خره زوی ، خر شوده ، د خره کار دی وکي ….
همدا راز په ډیرو نورو برخو کی د خره کلمه استعمالوو لکه چی وایو :
هم فقر کوی هم یې خر لغتی وهي .
ساړه د خدای په روی نه راګرځي خو د خره په ځل راګرځي .
خر چی تر خره پاته سی غوږونه یې د پریکیدو دي .
او یا هم وايي چی خر دباره ولوید خو د باده ونه لوید .
کله چی څوک د چا خبره نه منی نو ورته وائی چی دی پر خپل خره سپور دئ .
چی خر نه لری خر نه ارزي او داسی نور .
کاندید اکادمسن محمد انور نومیالي د خره د بحث په لړ کی دا دوی خاطرې بیان کړی دی :
۱ـ که څه هم مرحوم نومیالی یوازی د مرحوم ګل پاچا الفت د حاضر جوابی یادونه کړی ده خو زبه دا کیسه چی ښایی زیاتو کسانو اوریدلی وی په بشپړه توګه چی می د خپل مرحوم پلارمحمد علم بڅرکی څځه هم اوریدلی ده درسره شریکه کړم :
« وایی چی یو وخت حبیبی صاحب ، ګل پا چا الفت ، خادم صاحب …. ناست وه چی ویې لیدل چی یو خر د بل خره ځان ور ګروی نو څرنګه چی دوی سره انډیوالان وه او یو له بله سره یې ادبی ټوکی کولی نو یې مرحوم ګل پاچا الفت ته وویل چی اوه ! هلته وګوره په خرو کی هم الفت سته . الفت صاحب سمدستی ځواب ورکړ چی هو دا خو غجبه خبره نه ده لکه زه چی په تاسو کی یم .
۲ـ مرحوم نومیالی لیکي : « … ډیر کلونه پخوا په کندهار کی یو نابلد کلیوال چی د خرو د رانیولو او خرڅولو په مارکیټ (ګنج ) پسی کرځیدي نو په لاره کی پر « تاج اخونزاده » پيښ سو او له هغه څځه یې پوښتنه وکړل چی کاکا جانه دا دخرو کنج چیری دی ؟
هغه سمدستی په جواب کی ورته وویل چی همدا اوس ځای پر ځای په کی ولاړ ئي ».
نوخر چی د خدای یو خواری کښ بوده دی او د بیرته پاته ولسونو په ستری چوپر کی یی درانہ بارونه په پیړیو ، پېړیو وړی دي، بیا یې هم انسانان ترټي او توهینوی یې دا نو ستره بی انصافی ده .
خو خبر به اوس د مرحوم کاندید اکادمسن محمد انور نومیالی په دې اقتباس سره پای ته ورسوم چی په خپل ښکلی خط یې لیکي :
« دپشتو یہ شعری ژبہ کی ډیرعالی تصویر چی زموز د پسمانده شر یطو پہ غېږ کی د خره پر در یځ باندي جالبه رڼا اچوی د شاعر په دغه بیت کی پورہ لیده کیږی چی وائی : :
چیری چی دگل پر ونه پوری خر تړلی دی. هلته زما کلی دی


مرحوم نومیالی زیاتوی چی په دې زه نه پوهیږم چی ملانصرالدین د خپل خره له برکته شهرت پیدا کړی و او که ئی خره د ملانصرالدین له بابته . ښایی سم جواب به ئی د مسکو د خرشناسۍ په انستیتیوت کی له (کانی ګوفسکی ) څخه تر لاسه سئ .
خواجه حافظ د خره د درناوی په اړه وائی :
اسپ نازی شده مجروح به زیر پالان طوق زرین همه در ګردن خر می بینم
زما په اند د دې موضوع د کره څیړني لپاره باید د پښتو ، دری ، منځنۍ فارسی او پهلوی ژبو تاریخي قاموسونه سره پرتله سي ، څو ثابته سی چی د( لوی او غټ ) معنا خپلواکه او پخوانۍ ده که د فارسی څځه راغلی ده .
زمری محقق
کوپنهاګن ۲۴/ ۱۰/۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
