د پښتو او ډنمارکي ژبي اړیکي
(ډنمارکیان له افغانستان څځه راغلی دی)
د پښتو او ډنمارکي ژبي ترمنځ مستقیمې تاریخي اړیکې ډېرې محدودې دي، خو دواړه ژبې د یوې لویې ژبنۍ کورنۍ غړې دي. یعني د هندو اروپايي Indo-European languages لوي کورنۍ پوری اړه لري .
داسی هم ویلای سو چی دا دواړی ژبي د هغو درو لویو ښاخونو (جرمانیکی، سلاویکي ، ارومانیکي ) د جملی څخه په جرمانیکی ښاخ پوري تړلي دي .
که څه هم پښتو او ډنمارکي نن ورځ یو له بل څخه ډېرې متفاوتې ښکاري، خو د زرګونو کلونو مخکې ئی یوه ګډه لرغونې مور ژبه (Proto-Indo-European) لري ده. له همدی امله ډنمارکی او پښتو ژبی یوله بله سره ځني تاریخي او فرهنګی اړیکي هم لري . چی ځني ځینې بنسټیز لغتونه او ګرامري ځانګړنې د همدې اړیکو ځلانده بیلګي دي .
که څه هم د ډنمارک د لرغونو سمندري خلکو، یعنې ، سوداګریزې لارې تر ختیځې اروپا او آسیا پورې رسېدې، خو د پښتون مېشتو سیمو سره د مستقیم ژبني تماس څرګند شواهد کم دي
لاکن په دغه هکله د یو ډنمارکی لرغونپوه سوهان ننک کغو
څرګندونی د پام وړ دي : Søren Nancke – krogh
څو کاله مخکی په ډنمارک کی د افغانانو فرهنګی ټولنی تر دې عنوان لاندی « د ډنمارکیانو نیکه ګان د افغانستان څخه ډنمارک ته راغلی دی » یوه غونډه جوړه کړی وه .
په دې غونډه کی چی برسیره پرلرغون پوه ښاغلی سوان ننک یوشمیر زیاتو ډنمارک میشتو پوهانو او فرهنګی شخصیتونو ونډه اخیستی وه ، نوموړي لرغون پوه د یو لړ مستندو عکسونو ، اسنادو او تاریخي شواهدو په وړاندی کولو سره د افغانانو او ډنمارکیانو د دا ډول اړیکو په هکله څرګندونی وکړی او د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونه وویل . د دی لرغوونپوه دغه مقاله چی ډنمارکیان د افغانستان څخه راغلی دي په تیره بیا د ډنمارک په ډلیزو رسنیو کی په براخه پیمانه منعکسه سول. چی موافق او مخالف نظرونه هم ورسره مل وه .
ښاغلی سوان د دې ادعا په برخه کی چی ډنمارکیان د افغانستان څخه راغلی دی وائي :
د “Vi kommer fra Afghanistan” («موږ له افغانستانه راغلي یو») د Søren Nancke-Krogh نظر دا و چې د شمالي اروپا د خلکو لرغونې ریښې باید د هند-اروپایي قومونو له هغو مهاجرتونو سره وتړل شي چې زرګونه کاله مخکې له مرکزي آسیا او د ننني افغانستان له شاوخوا سیمو څخه اروپا ته خپاره شوي وو. هغه هڅه کوله د لرغونپېژندنې، اسطورو او ژبپوهنې ترمنځ اړیکې وښيي، خو دا نظر د علمي نړۍ عمومي اجماع نه ده. ډېری معاصر ژبپوهان او جنیټیک پوهان د هند-اروپایي ژبو د اصلي ټاټوبي په اړه بېلابېل نظریات لري، لکه د Pontic-Caspian Steppe نظریه، او موضوع لا هم د بحث وړ ده.
د ځینو لرغون پوهانو په عقیده د دې مقالې مهم ټکی دا نه و چې “اوسني ډنمارکیان مستقیماً افغانان دي”، بلکې مقصد دا وو چې د اروپا او افغانستان ترمنځ د زرګونو کلونو پخوانۍ تاریخي او کلتوري اړیکې شته او ځینې لرغوني قومونه ګډ اصل لرلای شي.
دغه لرغون پوه په ډنمارک کې تر ډېره د دې مشهورې ادعا له امله یاد شوی، چې د وایکینګ دورې د DNA او لرغونپېژندنې د موندنو پر بنسټ یې ویلي وو چې د شمالي اروپا او د افغانستان/مرکزي آسیا ترمنځ لرغوني تماسونه موجود وو. د ډنمارکي رسنیو یوه مشهوره سرلیک یې «Vi kommer fra Afghanistan» (“موږ له افغانستانه راغلي یو”) وه.
دې ادعا د ډنمارکیانو په منځ کی د د لرغونو مهاجرتونو او اړیکو په اړه بحث را وپارول . ـ(* )
لرغون پوه سوان د افغانانو او ډنمارکیانو د دې لرغونو اړیکو د ثبو ت په اړوند زیاته کړل : چی اوس هم د غوسکیلیدې د ښار په هدیره کی یو شمیر قبرونه سته چی ددې ښخوسوو لرغونو جسدونو پر هډوکو باندی د( ډی ان يې ) د استعمال په نتیجه کی څرګنده سوی ده چی دا د هغو افغانانو د مړیو هډوکی دی چی ډیر پخوا ډنمارک ته راغلی وه .
نو طبعی خبره ده چی دا ډول لرغونی اړیکی د ژبی په برخه کی هم بې اغیزی نه سی پاته کیدلای .
دې کی شک نشته چی د ژبپوهنې له نظره تر ټولو مهمي تاریخي اړیکي دا دي چې پښتو او ډنمارکي دواړه د هند-اروپایي ژبو د کورنۍ غړې دي، خو د زرګونو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو څانګو کې وده کړې او جلا ژبې ګرځېدلې دي.
پښتو او ډنمارکي مستقیمې ګډې کلمې ډېرې نه لري، خو ځکه چې دواړه د Indo-European languages کورنۍ غړې دي، ځینې کلمې یې له لرغونو ګډو ریښو څخه راغلې دي.
په دغه بر خه کی مرحوم محمد علم بڅرکي د ( دنمارکي د پښتو ترله ده ) تر عنوان لاندي یوه څیړنیزه مقاله د آمو د جریده د څلورم کال په لومړی ګڼه ( ۸۹/۳/۲۹) کی خپره کړی ده .*
مرحوم بڅرکی چی لا تر اوسه په ډنمارک کی ډیر وخت نه وو اوسیدلی او لکه څنګه چی لازمه وه پر ډنمارکی ژبه یې بشپړ تسلط نه درلودی ، د ډنمارکی او پښتو ژبو د اړیکو په هکله یی یوه اوږده څیړنیزه مقاله د( آموجریده ) * کی خبره کړل چی یوه برخه یې ستاسو سره شریکوم :
مرحوم محمد علم بڅرکی د نژادونو د دتکامل او د ژبو د پیدایښت د تاریخی ریښو د څیړلو په ترځ کی لیکي :« … کله چی نژادونه د یوه سیمی څخه بلی ته انتقالیږی نو د ځان سره رواجونه او عادات هم نقلوی په دغه ډول یې د ژبی الفاظ هم وړي او په پیړیو پیړیو یی د ځانه سره ساتي . مؤرخین ددغو الفاظو په مرسته د دوی د نژادی لرغونتوب ښیی .
د ژبی او نژاد توپیر شته نژاد تل د شخصیت د ودی ښکارندوی دی خو ژبه بی وفاده د چاپیرال په بدلون ، د قدرت په تسلط او داسی نورو حالاتو کی ډیر ژر بدلون مومی ، خپل اصل پریږدی او د شرایطو تابع کیږی . »
مرحوم بڅرکی د هندو اروپایی ژبی د بیلا بیلو څانکو او ریښی په تفصیل سره څیړلی
او په نتیجه کی وایی : « … د پورتنی ویش څخه داسی ښکاری چی پښتو او ډنمارکی ژبی سره تر لې ګانی دی خو د زرو کلونو په اوږدو کی یی اړیکی سره شلیدلی دی .
د چاپیر یال اړیکو د ډنمارکیانو پر ویښتانو او سترګو باندی اغیزی ښندلی دی. خو قد اندام او د پزی جګوالی یی اوس هم ارین نژاد ته ورته دی .
په ډنمارکی ژبه کی اوس هم داسی توری او لغاتونه سته چی پښتو ته ورته والی لری شته . زه که څه هم ژبپوه نه یم او نه می ډنمارکی ژبه لکه څنګه چی ښایی زده ده خو بیا می هم داسی توری مي موندلی دی چی پښتوته ډیر ورته دی لکه :
| ډنمارکی ژبه
kø |
پښتو ژبه
ګو ، ګورم |
ډنمارکی ژبه
Det |
پښتو ژبه
دا |
| ni | نهه | otte | اته |
| Ankle | اکا | far | پلار |
| Månde | میاشت | Mor | مور |
| Lidt
Syde |
لږڅه
سهېل یا جنوب |
Bror
Myre |
ورور
میږی |
| Tre | دری | Sukker | شکره |
د شکری لغات پوهاند حبیبی صاحب ( دافغانستان مؤرخ) د سانسګریټ څخه بولی او وایی چی
چی په په پخوانی پښتو پوری اړه لری .حبیبی صاحب د کیو کلمه هم سانسګیرټ ګڼی چی په پښتو کی غوا او ګلی ته وایی چی اصلی ریښه یی هم هغه( کیو) ده .
دغه راز په ډنمارکی حساب کی لکه د پښتو حساب لومړی عدد او بیا لسیز یادیږی لکه( ان او څیوه) چی په پښتو کی ـیو ویشت) لوستل کیږی . یعنی لومړی یو او بیا ویشت ویل کیږی په ډنمارکی ژبه کی هم لومړی ان او بیا څیوه ویل کیږی .
لوی استاد پوهاند حبیبی وایی چی د انګریزی هوس او د پښتو اوسیدل د ویدا او اویستا د ویس سره یوه ریښه لری ، چی همدغه د اوسیدو معنا لری .
د استاد حبیبی په حواله ستو (۱) په اویستا او سانسګریټ ژبو کی هم د ډنمارکی ژبی په توګه دریدو ته وایی.
دغه راز په ډنمارکی ژبه کی هم د پښتو ژبی په شان په جمله کی د قید او اسم مخته صفت راځی لکه ښایسته سړی (۲)
……………………………………………………………………………………………………………
smuk mand ۲- Stå ۱-
…………………………………………………………………………………………………………..
برسیره پر دې د ژبی او کلمو ورته والی د دې دوو ژبو (پښتو او ډنمارکی ) د نژدی اړیکو څرګندوی دی
دا هم څو نوری بیلګی :
| ډنمارکی ژبه
DANSK |
پښتو ژبه
|
ډنمارکی ژبه
DANSK |
پښتو ژبه
|
| NAVN | نوم | HEST | آس |
| STJERNE | ستوری | STOR | ستر (غټ) |
| NEJ | نه | NY | نوی |
| MIG | ما / زما | MUDDER | مټ |
| DAM
LØB TORDNER |
ډم ( د اوبو )
لوبی تالنده |
KARWAN
DYB PENGE |
کاروان
ډوب پانګه اوداسی نور …. |
محمد علم بڅرکی د ژبی او نژاد د اړیکو په اړوند او د هغو ځانګریو بدلونونو ته په اشاری سره وایی :
« د شمالی اروپا قومونه دغو سیمو ته کابو دولس یا دیرلس زره کاله پخوا راغلی دی ، تر دی دمخه دا مځکه واوری پوښلی وه او د خلکو د ګذاری نه وه .
په دغه زمانه کی د دوی د بدن په جوړښت کی د چاپیریال له امله خو را ستر توپیر پیداسو چی د پخوانیو قومونو سره یی فرق وموندی .په تیره بیا د ویښتانو اوسترګو په رنګ کی یی ښکاره بدلون رامنځ ته شو، څرنګه چی لمر په دغو سیمو کی نسبتآ لږ دی نو یی د پوستکی رنګ سپین شوی دی .
داچی نژاد او ژبه څه اړه سره لری د معاصرو علماؤ تر منځ اختلاف نظر موجود دی ، ځنی پوهان ژبه د نژاد زیږنده ګڼی او ځنی بیا فکر کوی چی دا څه ضرور نه ده چی مشخص نژاد ټاکلی ژبه ولری ، خو زه فکر کوم چی د ا موضوع په تاریخی لحاظ فرق کوی .
هغه وخت یعنی د تاریخ نه مخکی دواران کی چی ترانسپورټ او کمونیکیشن لا ډیره پراختیا او پرمختیا نه وه موندلی ، خلک تقریبآ ساکن وه اوپه دی وخت کی موږ نه شوای کولای چی ژبه دی د نژاد څخه را بیله کړو ځګه چی هر نژاد په ټاکلی سیمه او ټاکلی کلتور کی محصور ؤ نو طبعآ د دوی ژبه هم هغه وه ، په کوم باندی چی به د دوی نژاد خبری کولی .
مګر کله چی په معاصر وخت کی ترانسپورټی فعالیتونو پراختیا وموندل ویدیو ، تلویزیون ، تیلفون ، الوتکه او داسی نور انکشافات رامنځ ته سول نو موږ په دی وخت کی ژبه د ټاکلی نژاد څخه نه سو بللی ، او نه یی بولو ، بلکی په معاصر وخت کی ژبه د نژاد څخه چاپیریال ته را انتقالیږی په هر هغه محیط کی چی نژاد اوسیږی مجبور دی چی د هغی سیمی په ژبه خبری وکړی . » *
اوس به راسو د پښتو او ډنمارکی ژبو لنډ تاریخ ته یوه خغلنده کتنه وکړو :
د ډنمارکي ژبې (Danish Language) لنډه تاریخي شالید:
ډنمارکي ژبه د شمالي جرمني ژبو له ډلې څخه ده .
د دې ژبې ریښې د لرغونې نورس ژبې ته رسیږی چې د وایکینګانو په دوره (شاوخو ۸۰۰-۱۰۵ میلادی ) کې په شمالي اروپا کې ویل کېده .
د منځنیو پېړیو پر مهال، ډنمارکي ژبه له زړې نورس ژبې څخه ورو ورو جلا شوه او خپله ځانګړې بڼه یې وموندله . په ۱۵ او ۱۶ پېړیو کې د مذهب او ادبیاتو د پراختیا له امله د ژبي لیکدود معیاري سو .
ډنمارکي ژبه له Norwegian Language او Swedish Language سره ډېره ورته ده، او د دغو ژبو ویونکي تر ډېره بریده یود بل په خبرو پوهیږي .
د سویډنی ، انګلیس ، او جرمنی او همدارنګه د ډنمارکی او هالنډی ژبو په شمول ، دنژدی والی په هکله ژبپوهان او مؤرخین هم نظره دی او د نژدیوالی ریښه یې یوه ګڼی یعنی د جرمانیکی ژبی (چی اصلی ژبه یې لرغونی جرمنی ژبه ده ) ،څخه بولی .
پخوانی انګلسی متنونه د پخوانۍ لوی جرمانیکی ژبی په شان کابو دیارلس سوه کاله عمر لری . نو سړی کولای سی د دې دوو ژبو پر مختګ ، د پیړیو په اوږدو کی یو ځای سره مطالعه کړی .
موږ وینو چی د ۱۲۰۰ کلو څخه هم څه موده مخکی د سویډنی ژبی متنونه موجود دی ځنی متنونه پر ګردی ډبرو باندی هم لیکل سوی دی خو که د میلاد څځه اته سوه کاله وړاندی وختونو پوری مخته ولاړ سوو، بیا نو د سویدنی ژبی د متنونو موضوع د بحث وړ کڼل کیږی .
دغه ژبی چی د پخوانی شمالی اروپا د ژبو په نامه یادیدلی، د میلاد څخه دری یا څلور سوه کاله وروسته زمانه کی هم د دی ژبو لنډ لیکل سوی متونه موجود دی .
ژبپوه تورې یانسون په خپل کتاب ( د ژبو تاریخ ) کی په تفصل سره د پورتنیو ژبو د نژدی والی په هکله ورته او نژدی لغاتونو ته اشاره کوی او بیلابیلی جملی د بیلګی په توګه لیکی « چی د دې ژبو د نژدی والی له امله پخوانی انګلیسان او د شمالی اروپا خلک تر نن ښه سره پوهیدل .
کابو زر کاله وړاندی د ډنمارک (ویکینګ ) د انګلیند پر ډیره لویه برخه باندی حکم چلوی .او ژبنی ستونزی یې نه سره لرلی . لیکوال ټینګار کو چی که موږ د زرکاله مخکی اسناد وګورو نو به راته جوته سی چی د دغو سیمو اوسیدونو یوه ژبه ویل چی هغه هم لرغونی جرمانیک ژبه وه . *
د پښتو ژبي لنډ شالید :
لکه چی مو وویل پښتو یوه لرغونې ژبه ده چی د هندواروپائی یا اریائی ژبی په ستر ښاخ پوری اړه لري . دغه اریائی اویا هندو اروپائی ژبی پر دوو برخو ویشل کیږی چی یوه یې ستم او بله یې سنتم ده .
پښتو ژبه هم د سانسګریټ ، اوستا ، فارسی پهلووی تر څنګ د ستم تر عنوان لاندی راځي .
مرحوپوهاند عبدالحی حبیبی د اویش د سل ۱۰۰ په معیار تشریح کړی دئ او لیکی :
« پوها نو فقط یوه کلمه( سل ، صد۱۰۰) ئی معیار کړی ده او حروف ئی دژبو شاخصه کڼي ، په لاتینی کی سل ته سینتم وائی او په سانسګریټ کی سل ته سیتم وائی نو ټوله هغه اریائی ژبي چی د کلمې په سر کی ئی (س) بیله (ـن) وی ستم ډله یې بولي او که لکه لاتین د سل د کلمیې په سر کښې (س) یا ـه ) وی او وروسته (ن) هم ولری نو دغه ډله سنتم بلله کیږی .
عموما آریائي غربی ژبی دسینتم له ډلي او شرقی آریائی ژبی دستم له ډلي دی (۳)
د مثال په ټوګه په سانسګریټ کی سل ته سیتم وائی په پاړسو کښی (صد سد )بولی ولی روسی ئی ـاستو) بږلی چی (ن) نه لری و ځکه دغه ژبي د سیتم له ډلی څځه ګڼو بالعکس سل ته په لاتنی سنتم یا کنتم وائی (استو ) بولی چه (ن) نه لری نو ځکه ئی د منتم په ډله کی بولو .
– دستان یه پول بی تکریت کنی سال ته (سیتم) واتی به یارسو کسی (صد سد) بولی به روسی تی (استو) بولی جه (ن) غری توانکه دنهایی دستم به ولی خفه كيو بالعكس سلته يه لاتيني سنتم با کنتم وایی به انگلیسی او فرانسوی اوایت توی کښی هم (ن) لری نوځکه تی دستم په ډله کښي بو لو . … » * .
۱- السفة الغوية ص ١٥-٩ – زبدة الصحايف ص ٩٨
۲- دپر و فیسوربالیی دایتو گرافی اطلس .
(۲) دکورین جائیلډ آرینز د ډاکتر شفق تاریخ ادبیات ایران ص. ۴ » *
لوی استاد پوهاند حبیي ، دا موضوع او د ژبو د ویش په اړوند د ډنمارکی او پښتو ژبو موقعیت او تاریخی شالید په دی لاندنی جدول کی په روښانه ډول څرګند کړی دی :
« دستم او ستم پر علمی اساس تولی آریائی یاهند و ارو پانی ژبی دلاندنی نقشې په ډول و پشلی کیری: .

د پښتو او ډنمارکی ژبو د دې لنډي یادونی به نتیجه کی ویلای سو چی
پښتو د Indo-Iranian languages څانګې ژبه ده، چې د Indo-European languages لویې ژبنۍ کورنۍ برخه ده.
ډنمارکي بیا د North Germanic languages ډلې ژبه ده، چې هغه هم د Indo-European languages کورنۍ پورې تړاو لري.
نو که ډېر شاته لاړ شو، د دواړو ژبو لرغونی نیکه د ژبپوهانو له نظره یوه فرضي ژبه وه چې ورته Proto-Indo-European ویل کېږي. اټکل کېږي چې دا ژبه شاوخوا ۴۵۰۰–۲۵۰۰ ق.م. ترمنځ ویل کېده.
د پښتنو او ډنمارکیانو ترمنځ د لرغوني تاریخ په اوږدو کې مستقیم قومي یا ژبنی تماس نه دی ثبت شوی، خو دواړه د هغو لرغونو هند-اروپایي خلکو له پراخو مهاجرتونو څخه راوتلي چې وروسته یې په اروپا او آسیا کې بېلابېل قومونه او ژبې رامنځته کړې.
- د پښتو نیکونه د ایران، افغانستان او شاوخوا سیمو ته ورسېدل.
- د ډنمارکي ژبې نیکونه د شمالي اروپا او وروسته د نننۍ ډنمارک سیمې ته لاړل..
له همدې امله ویلای شو چې د دواړو ژبو «وروستۍ ګډه ریښه» یوه ده، خو د تاریخي پرمختګ په اوږدو کې یې لارې ډېرې جلا شوې دي.
زمری محقق
۱۵/۶/۲۰۲۶ کوپنهاګن
سرچینې :
* ّINformition* Danish archeologist Søren Nancke-Krogh claims evidence shows danish/Viking ancestors originated from Afghanistan and were in contact during Viking era: ’Vi kommer fra Afghanistan’
* بڅرکی محمد علم ، آمو جریده ،څلورم کال لومړی ګڼه، ۲۹/ ۳/ ۱۹۹۸ ډنمارک د هالبیک ښار) .
* (. بڅرکی محمد علم هم هغه اثر نهم مخ )
*( دآمو جریده په د ډنمارک د هالبیک په ښار کی د ډنمارک دمشته افغانانو د اتحادیې نشراتی ارګان په توګه زما (زمری محقق ) مسئول چلونکی او نورو فرهنګپالو افغانانو په مرسته خپریدل ) .
- تورې یانسون ، د ژبو تاریخ ، د سویډني منابعو څځه د داود هوتک پښتو ژباړه .۲۰۱۸ م کال .
- حبیبی عبدالحی ، د پښتو د ادبیاتو تاریخ ص ۱۳ .
- چاټ جی پی ټی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.