خپلو کی سیاسی مخالفت لرو
خو بهرنیانو ته یو یوو
په کوپن هاګن کی د پاکستان د وحشیانه بمباریو د غندني په احتجاجیه غونډه کی زما د بیان لنډ یز :
د دې بیا نیې اصلی محتوا د دې شعار ( په خپلو کی سیاسی اختلافات لرو خو بهرنیانو ته یواو متحد یو ) پر شاوخوا راګرځیدل .
موږ چی نن د افغانستان پر حریم باندی د پاکستان د وحشیانه یرغل د غندنی په مقصد را ټول سوی یو ، دا په دې معنا نه ده چی موږ د افغانستان د اوسنی دیفکتو حکومت هر اړخیزه دفاع کوو بلکی زموږ د ټولو ګډ تاریخي د ښمن پاکستان د تیریو او ملکی خلکو د وژنی ، په مقابل کی خپل عکس العمل ښیو .
ټولو ته معلومه ده چی پاکستا د خپل تأسیس د وخت څخه (۱۹۴۷) تراوسه په یوه او بله بهانه زموږ د خلکو او حکومتونو سره ناوړه چلند او دښمنیه مالامال اړیکی لرلی دی . دا ځکه چی دوی دا فکر کوی چی یو ارام او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د دوی د ګټو سره سمون نه لری . یعني که زموږ هیواد د اقتصادی پلو خود کفا سی ، نو ددوی سوداګری بازار به وران سی ….
له همدی امله خپل داختلاف ټګی د ډیورنډ د کرښی د رسمیت پېژندنی او یا هم په دې وروستیو وختو نو کی په افغانستا کی د پی ټي تي د وسله والی ډلی د موجودیت د ادعا ، په توګه توجیه کوی .
د ډیورنډ د ناسور کرښه چی د امیر عبدالرحمان خان په وخت کی ۱۸۹۳ کی رامنځ ته سوی برسیره په دی چی نړیوالو منل سوو اصولو له مخی د سرحد په مفهوم نه سی تعبیریدلای اوس یې سل کلن وخت هم پوره سوی دی . البته دا اوږد حقوقی بحث دی چی په دی لنده وینا کی نه ځایږی.
دغه غوښتنه یې په دې ورستیو وختونو کی د دوهې په غونډه کی هم په ټینګار سره د طالب چارواکو سره یاده کړی ده، خو د ااا د وسلوال ځواکونو سر پرست وزیر مولوی یعقوب په حواله چی دوی په ځواب کی ورته ویلی دی چی دا نورو نظامونو او زموږ خلکو د تاریخ به اوږدو کی دا کرښه د رسمی پولی په توګه نه ده منلی نو موږی یې هم نه منوو …
خو بیا هم لکه چی خبر یاست ، پاکستان چی د ډیورنډ پر ۲۶۴۰ کلیومترو په اوږدوالی د اغزن سیم د غزولو کار پیل کړی ؤ په ۲۰۱۷ م کی یې بشپړ کړی
او د دغې کرښې په اوږدو کی یې د ۱۰۰۰ څخه زیاتی پوځي چوڼیو او پوستۍ جوړی کړی دی .
دا پروژه کابو د یو ملیارډ ډالرو په لګښت د اشرف غنی په وخت ، تر سره سوی ده .
ویل کیږی چی دغه کرغیړن سیم په ځینو سیمو کی ، د افغانستان خاوری ته د شلو څخه تر شپیته کیلومترو پوری را تیر سوی هم دی .
خو په دی وروستیو وختونو کی ، د پاکستان د بې شرمانه تېری وروسته له نیکه مرغه د وسله والو ځواکونو په میړانه ، د دې اغزن سیم زیاته برخه بیرته را ټوله سوی ده .
موږ وینو چی یو شمیر کسان سته چی وایې دا ډول غونډی او عکس العملونه په حقیقت کی د طالبانو د حکومت د هر اړخیز ملاتړ په مفهوم دی . خو دوی په دې نه پوهیږی چی په تاریخ کی ډیری داسی پیښی سته چی د مشترک د ښمن په مقابل کی د خپل منخي اختلافاتو څخه تیر سوی او په یوه ګډ سنګر کی یې د خپل حریم څځه د دفاع په اړوند په دې شعار سره چی ( د دښمن دښمن مې ملګری دی) ، سخته ماته ورکړی ده .
“enemy of my enemy is my friend”
د بیلګی په توکه : چین – جاپان
کله چی په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلونو کې په چین کې د چین د کمونیست ګوند چی مشری یې ماؤتسه تونګ ګوله او د کومنتانګ ګوند چی مشری یې د چینکایشک کوله ترمنځ سخته وسلواله جګړه روانه وه جاپان پر چین برید وکړ، د چین د کورنۍ جګړې دواړه خواوې (کمونستان او ملتپال) ګوندونه مجبور شول چې موقتي خپلمنځي جګړه ودروي او د بهرني دښمن پر ضد سره یو ځای شي . د دې کار په نتیجه کی یې جابان ته سخته ماته ورکړل ..
- د Chiang Kai-shek په مشرۍ د Kuomintang (ملتپال ګوند)(
- د )Mao Zedong په مشرۍ د Chinese Communist Party.
– دغه راز یونان د فارس پر ضد :
په لرغوني یونان کې ښار-دولتونه اکثره یو له بل سره جګړه کوله، لکه د:
- اتن او سپارتا جکړې
- خو کله چی د پارس د امپراتوری له خوا پر دوی یرغل وسو دوی په خپلو منځونو کی سره یو سول او د پارس په مقابل کی یې کلکه دفاع وکړل .
– بله څرګنده بیلکه یې د ناپلیون په مقابل کی د اروپا د اتحاد څځه عبارت ده
کله چی ناپلیون قدرت ته ورسیدی غوښتل یی اروپا چی په خپلو منځونو کی په اختلافاتو او جکړو کی را ښکیل وه ، ډیری پرخی تر خپلی ولکی لاندی راولی . خو وروسته اروپا خپل منځی اختلافات پای ته ر سوی او په ګده د ناپلیون د یرغلونو مخه نیسی .
دا بیلګی ډیری دی خو د دې تاریخی حقایقو څخه دا نتیجه اخلو چی نن ورځ چی زموږ ګران افغانسان ، د ټولو نړوالو منل سوو قوانینو په خلاف ، د دښمن د سختو یرغولونو سره مخامخ سوی دی نو د هر ملی او رسالت مند افغان وجدانی دنده ده چی د ملی یو والی په دې ګډ سنګرکی ودریږی او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
ومن الله توفیق
زمری محقق ۹-۳-۲۰۲۶ کوپن هاګن
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.