د کتاب يېژندنی لړۍ ( ۳۰): ډاکټر ناکامراد

زمری محقق

53

دا کتاب (زموږ کاکا مُراد) چی په دې ورستیو وخوختو نو کی می لاسته راغلی، د فرهنګي ملی شخصیت  ښاغلی محمد طارق بزګرپه زیار، د زرو ټوګو په تېراژ د اکراین په کیف کی چاپ سوی دئ

کتاب په حقیقت کی د خدای بخښلی (کاکا مراد) د ناڅاپی وژنی اود ده د نه هیریدونکو خدمتونو په هکله ، د مقالو مجموعه ده .

  ډاکتر ناکامراد څوک وو ؟

لکه جاوید کریمی چی لیکي: « دي یو جاپان الاصله افغان ؤ په ۱۹۶۴م کال کی د جا پان په کوکا ښار کی زیږیدلی او په ۱۹۷۳ کال د طبی پوهنتون څخه فارغه سوی او د (جاپان د طبی سولیزوخدمتونو)  PMS د موسسې د مشر په توګه پاته وی دئ .

 ډاکټر ناکامورا په ۱۹۹۱ کال کې د هېواد د ختيځې برخې په یوه غریزه سیمه کې درې صحي مراکز جوړ کړل تر څو د دغې سيمې خلکوته صحي خدمات وړاندې کړي، چې په ۲۰۰۰ میلادي کال دغه سيمې د وچکالۍ سره مخ و او د ناروغیو کچه ورسره څو چنده زیاته شوې وه، نو ډاکټر ناکامورا په دې هڅه کې شو چې د ناروغيو د زياتېدو پر علتونو ځان وپوهوي، نو بالاخره دې نتيجې ته ورسېد چې د اکثرو امراضو اصلي علت د دغې سيمې وچکالي او د اوبو کمښت دی.

 ډاکټر ناکامورا دا فکر وکر چی دې سیمې لپاره تر ۱۰۰ ډاکټرانو یو د اوبو کانال مهم ،دی نو هماغه و چې د ۲۰۰۳ کال راهیسی یی د افغانستان په لویدځ (ښې وې ) ولسوالۍ کی د اوبو د ستونزی د حل په موخه ١٦٠٠ژور څا هان  وكيندالي، په کنړ سیند څخه يې ۲۵پنڅویشت نیم کیلومتره کانال چې مروارید کانال په نوم ياديږي جوړ کړ چې په مت بې شاوخوا ۱۵۰۰۰ هتكاره شاړي ځمکې بيا آبادې کړې، هغو خلکو ته چې له همدنه ځايونو داوبود کمښت له وجي نورو سيمو ته مهاجر شوي و، بیرته خبلو سیمو ته راغلل، د کار زمینه مساعده  سول او دغه سیمه پری آباده شول ..

تر ۲۰۱۶ کاله پورې تقریباً ۸ نور اضافي كانالونه جوړ کړل، چې شا او خوا ۱٦٠٠٠ هکتاره مخکه خړوبوي چې دغه ټول کانالونه له کونړ سیند نه را بيل شوي او د گمبيري په بېديا کې يې د ٦ لکه شا او خوا خلکو په ژوند کې يې مثبت تغيرات راوستي او په دې سره داکتر ناکامورا دا خبره ثابته که چې اوسلي او ټانکونه ستونزه نه حل کوي د کرهنې بیارغونه د افغانستان د بیارغونې اساس دئ .)

 ښاغلي ناکامورا د بیلا بیلو فرهنگونو د پېژندنې او په نړيواله کچه د بنستيزي همکاری له امله په ۲۰۱۳ کال کې د (Fakuoka) جایزه ترلاسه کړې وه او ۲۰۱۹۹ کال کې د افغان ولسمشر له خوا په افغانستان کې ترسره کړيو جلو له امله یو مدال او د افغانستان افتخاري تابعيت ورکړل شوی و

بد ختانه پر داکتر ناکامورا په جلال اباد کې برید وشو، چې دهغه پنځه ملگري  هم پکي ووژل شو ل .»

کا کا مراد نه یوازی دا چې د افغانانو سره د طب ، کرنی او اوبو لګولو په سیستم کی د مرستي کلولو په برخه کی د یوه ځلانده سمبول حیثیت لری بلکی افغانانو ډیر څه ځنی زده ککړل . لکه ښاغلی بزګر  چی لیکي :

 کاکا مُراد (ناکامورا) د طب ډاکټر وو دا چې ولې هغه د اوبو کنترول، بې اوبو ځمکو ته د اوبو رسولو، د څښاک د اوبو د برابرولو او نورو خدمتونو ته مخ کړ. په دوه زرم کال کې د ننگرهار په دغې برخې کې سخته وچکالی وه، د ده کلينيکونو ته د خلکو راتگ له معمول څخه خورا ډیر وو، میندو او پلرونو به خپل ماشومان راوستل دی به ډیر ځله د دې شاهد وو چې د ميندو او پلرونو په غيږ کې د ده په مخکې به ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکاوه. کاکا مراد به دا هر څه لیدل هغه به ډیر دردېده چې دا ولی؟ او زه ولی څه نشم کولای؟ دی نور پوه شو چې دلته درمل کار نه کوي، هغه وموندله چې دلته خلک د اوبو د جدي کمښت سره مخ دي دی پوه شو چې خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري. هغه پوه شو چې دا ستونزه په دوا درمل له منځه نه ځي او د طبابت او نسخو په ليکلو سره د دې مرگونو او ولږې مخه نه نيول كيږي.

نو همدا وو چی ۱۶۰۰ کوهان یې وایستل ، د اوبو واړه بندونه یې جوړ کړل »

 په کتاب کی پر دې خبره هم پراخ بحث سوی دی چی آیا د کاکا مراد لپاره د مغفرت د دعا کول روا دی که نه ؟

په دغه هکله ښاغلی اسدالله شهاب په تفصیل سره ږغیدلی د نوح علیه اسلام د زوی، د ابراهیم علیه السلام د پلار واقعه، د نبی علیه السلام او دهغه د تره ابو طالب وقعات یې د موضوع په اړوند په تفصیل سره څیړلی او دا استدلال یې کړی دی چی د دې اسنادو څځه دا ښکاری چی که یو چا په ښکاره  ډول شرک کړی وی  نو بیا د بخښلو او مغفرت غوښتنه تر سوال لاندی راځي خو د نا کاموراد په اړوند لیکی :

 « … نو اوس راځو د جاپاني الاصله ډاکټر ناکامورا شخصیت ته چې آيا هغه داسې معلوم الحاله د الهي وحدانیت مخالف مشرک شخص و لکه د نوح عليه السلام زوی او یا د ابراهيم عليه السلام پلار؟ او يا هم داسې يو څوک و چې د الهي وحدانیت د داسې يو څوک و – دعوت په مقابل کې لکه د ابوطالب پر شرک معترف او مقر پاتې شوی؟ او یا هم و چې په ټولنه کې لکه د د مدينې د منافقينو په څېر د اسلامي دعوت او اصلاحاتو مخالف او په فساد ککروی؟ ،نه هیڅ کله هم نه ډاکټر ناکامورا داسی جو څوک و چې دا ټولنه چې يوه اسلامي ټولنه ده پر مر مرگ يې له ډېر خفگانه د وینی اوښکی تویوی او د هغه د اصلاحی او تعمیراتی برنامو یادونه په افتخار سره كوي

 سمه ده چې ډاکټر ناکامورا په جاپان کې زېږېدلی و او دا چې جاپانیان اکثره بودايان دي، نو ډېر امکان لري چې دی به هم د خپل د هېواد د اکثریت پر مذهب و. دا چې نوموړی بودائیت ته څومره معتقد او پابند و، د دې اندازه په افغانستان کې د هغه له اوږد ژوند تېرولو نه ښه معلومېدای شي .

 . ما په ټولنیزو شبکو او بيا په مختلفو مجلسونو کې له ځينو داسې اشخاصو معلومات ترلاسه کړل چې له ده سره له نېږدې پاتې شوي و، هيڅ چا د هغه په اړه دا ونه ويل چې دی يې دلته کله د بتانو په عبادت لیدلی وي، بلکې داسې گنگوسې هم اورېدل کېږي چې هغه په پټه اسلام قبول کړی و.

که اسلام یې ظاهراً قبول کړی نه و او يا اسلامي شعائر يې نه پر ځای کول، خو دلته د هغه د ژوند له تیرولو او دې ټولنې ته د هغه خدماتو ته په کتلو دا په ډاگیز ډول ویلای شو چې د اسلام او د مسلمانانو مخالف په هيڅ صورت هم نه و. هغه خو لکه ابوطالب زمونږ د ټولنې غړی هم نه و چې دلته د هغه خدمات په خپلولۍ تعبير کړو، بلکې هغه یو پردی نژاد او د داسې ټولنی غړی و چې له مونږ سره يې هيڅ ډول کلتوري او قومي تړاو نه شته.

 د هغه د اوږدې مودې لپاره د افغانستان په څېر یو اسلامي هېواد کې او بيا د مسلمانانو په منځ کې کلونه

کلونه اوسېدل، دلته زمونږ لپاره شاړې ځمکې ابادول، روغتيايي مرکزونه جوړل او

آن جوماتونه تعمیرول د دې دلالت کوي چې هغه زمونږ مذهب او زمونږ دین سره کومه ستونزه نه درلوده. بلکې د جومات جوړول چېرې چې پنځه وخته له شركه د برائت او بیزارۍ غږ پورته کېږي، په دې دلالت کوي چې ډاکټر ناکامورا مشرک شخص نه و او کله چې يو څوک مشرک نه وي، یعنې د شرک پر گناه اخته نه وي، نو د بښنې مجال يې د قرآن کریم له ظاهري نص څخه ثابت دی، بلکې یو شخص چې د ژوند په نورو چارو کې د ټولنې د يو بې مزده خادم او خيرغوښتنکي په نوم په عملي ډول پېژندل شوی او ثابت شوی شخص وي، نو د مغفرت غوښتنه یې روا ده ….»

 په پای کی د ناکامورا د غملړلی ترور په هکله ښاغلی خوشحال خلیل دا کار یا د طالبانو او یا هم د پاکستان کړنه بولی او لیکي :

« ځان به سره نه غلطوو، په افغانستان کې چې هر څوک د آبادۍ، سرلوړۍ او د عام ولس د خیټې مړولو فکر او عملي مبارزه کوي، د طالب، تروریست او د پاکستان د نورو اجیرو قاتلانو هدف گرځي او وژل کېږي. په ۲۰۰۳ کال کې يوې جاپاني موسسې د ننگرهار د ښېوې ولسوالۍ اړونده سيمه کې د سيند په مهارولو سره لويه دښته شنه کړه او ځايي خلکو ته يې د خیټې مړولو او غلو دانو گودام په لاس ورکړ.

 دا پروژه جاپاني انجينر ایتو پيل کړې وه، خو له بده مرغه د وطن دښمنانو د ده دا کار ونشو زغملی، په ۲۰۰۸ کال کې انجنیر ایتو د طالبانو له خوا وتښتول شو او بیا ووژل شو، هغه مهال د سيمې  خلک د جاپاني انجنير په ننگه راپورته شول او ټوله سيمه يې محاصره کړه که چېرې انجنیر وژغورلی شي خو له بده مرغه هغه يې وژلی و ..

 د انجنير ايتو له وژلو وروسته ډاکټر ناکامورا چې اصل کې د طب ډاکټر و، حتا د ځايي خلکو په وينا ويل کېږي د انجنير ايتو ورور دی، ننگرهار ته راځي چې د انجنير کړي او څو نورو سیمو – ايتو نابشپړ شوې پروژه بشپړه کړې، ډاکټر ناکامورا وکولای شوای دغه پروژه بریالۍ کې او څو نورو سیمو کی هم ورته کار وکړی ما  به کوز کونړ کی د ده د کار بیلګی د نژدې وکتلی چې د محلی موادو څخه یی ویالی او سربندونه جوړ کړي چې هم زیات ارزانه او هم دوامداره دئ .

اوس ځینی ملگری دا نه مني چې دا سړی به پاکستان او طالبانو وژلی وي هير کړي دي چې لسگونه ځله هندی انجنیران طالبانو تښتولی او وژلی دی .

 دغه راز په تېرو اتلسو کالو کی یی لسگونه ځله د بهرنیو موسسو افغان او بهرنی کارکوونکی برمته کړی اخرایی فغان کارکوونکي وژلي او بهرنيان یی لکه د امریکایې استازو په څیربه یوه معامله کی خلاص کړی دي …»

 د کا کا مراد د مړینی خبر ډیر ژر د رسنیو له لاری د نړۍ په ګوټ ګوټ کی خپور او په بیلا بیلو هیوادونو کی یې د اعتراض او ویر غونډی جوړی سوی.

 په دغه لړ کی د ډنمارک د کوپنهاګن ښار کی (په ډنمارک کی د افغانانو د فرهنګي ټولني) او نورودبیلا بیلو نهادونو او شخصیتونو به ګدون احتجاجیه غونډي جوړي اوپه ډنمارک کی د جاپان د سفارت مخته ، په داسی حال کی چی د جاپان سفیر هم موجود ؤ ، د ویر او غم شریکی په مقصد شمونه بل سول . دایی هم څو تصویرونه :

د ناکامورا روح دی ښاد وي .

  زمری محقق ۲۵/۲/ ۲۰۲۶

کوپن هاګن

جنتي زحمت کښ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.