کیسه د کیسې له پایه شروع کوم.
– ژوند دوام لري.
دا خبره مې د پلار په جنازه کې د یوه خواخوږي د ډېرو خبرو په منځ کې واورېده. نورې خبرې مې یې هېرې دي، همدا یوه یې زما په زړه کې داسې جوته پاته شوه لکه خاورو ته د سپارل شوي مړي چې اوس یوازې کوټه خاوره نخښه پاتې وه. خلک ورو ورو له هدیرې وتل، خپرېدل او له سترګو پناه کېدل. نه پوهېږم چا لاس رانه چاپېره کړ، زه یې هم رهي کړم. له هدیرې ووتلم. په سړک د موټرو شور و، په یوه ګاډي کې زلمیان ناست وو، سندره یې په لوړ غږ غږوله، نجلۍ په ناستې نڅا کوله. یوې اوږدې لارۍ کې د پړ سېدلي مخ ډرایور په خوبوړو سترګو لارې ته کتل. په یوه بس کې خلک غلي ناست وو. زموږ په موټر کې چا خبرې نه کولې. خاموشي یې ساه ډوبوونکې وه. نه پوهېږم ولې مې له خولې راووتل:
– ژوند دوام لري.
لکه نورو چې د خبرو اجازه موندلې وي. لکه له خوبه چې راپاڅېدلي وي، انرژي لري، د څه ویلو هیجان پسې اخیستي وي، کیسې یې پیل کړې:
– همدا لاره ده، انسان عاجز دی، واقعآ ژوند دوام لري.
بل غږ مې واورېد:
– د ده لویه ارزو دغه وه چې اولادونه یې خوښ واوسي.
د ده خبره هم تایید شوه:
– بالکل، ده تل ژوند غوښت، د ده لپاره د اولادونو خوښي تر هر څه مهمه وه، ځان یې ورته قرباناوه.
– تر دې لوی انسانیت او خواخوږي لا څه ده؟
خبرې نه خلاصېدې. دوی هر یوه د یوه بل خبره داسې تاییدوله او پسې غځوله لکه د محکمې قاضي ته چې شواهد وړاندې کوي او په وچ زور یې قانع کوي. د موټر شیشه مې کښته کړه، د باد شور د دننه غږونه تت کړل، نه مې اورېدل. باد مې د مخ پوټکی سوړ کړ. شیشه مې بنده کړه. د دوی د خبرو په منځ کې مې خپله خبره وکړه:
– خوښي څه ده؟
لکه موټر چې ناڅاپي بریک نیولی وي، ځای پر ځای درېدلی وي. سپرلیو ته یې ټکان ورکړی وي. خاموشي شوه. چا ځواب نه درلود. یا به یې فکر کاوه چې شرایطو ته په پام مناسب ځواب راکړي. بیا مې هم بې ارادې له خولې ووتل:
– ژوند دوام لري.
ومې لیدل چې سرونه یې وښورول، خبره یې تاییدوله. دوی مې پرېښودل. سترګې مې پټې کړې، پلار مې لید، سر یې کار ته ټیټ کړی و، سهار به لاړ، ماښام به راغی، د خبرو حوصله به نه وه ورپاته، هغه وخت مې فکر کاوه چې خبرې لري خو وخت نشته چې راسره وغږېږي. د شنو چایو له پیالې به تاو لټېده، ده به ورته کتل، بیا به یې هر غوړپ داسې سور کاوه لکه له سوځېدو چې ډارېږي. ما به فکر کاوه چې پلار رازونه لري چې له ما پټ دي، خو اوس چې فکر کوم، شاید رازونه نه وو، یوازې ستړیا وه، یا هغه خبرې چې هېڅکله یې څوک نه اوري، ځکه هر کس د خپل ژوند په شور کې غلی وي.
موټر ورو ورو روان و. د خلکو خبرې بیا پیل شوې، خو زه نور د هغوی په منځ کې نه وم. داسې احساس مې کاوه لکه له خپل بدنه لږ پورته شوی یم، لکه د هدیرې له خاورې، د پلار له قبر، او د خلکو له خبرو لږ لرې ولاړ یم او ځان ته ګورم. پوښتنې لرم، زه څوک وم؟ د کوم ژوند د دوام برخه؟ عجیبه وه د پلار د مرګ په ورځ مې، د لومړي ځل لپاره د خپل ژوند په اړه پوښتنې ذهن ته راتلې. مخکې مې یوازې ژوند کاوه، لکه د نورو غوندې، خو اوس، اوس داسې وه لکه د یوې پردې شاته چې چا څراغ بل کړی وي.
راسره ومې ویل:
– که ژوند دوام لري، نو زه په کوم لوري روان یم؟
له دې پوښتنې سره مې د زړه په تل کې یو کوچنی درد احساس کړ. لکه له یوې اوږدې او تیارې شپې وروسته چې سترګې ورو ورو پرانیزې او له رڼا سره یې عادت کړې.
موټر ښار ته ورننوت. د سړک څراغونه یو په بل پسې په بیړه تېرېدل، لکه راته وایي چې وخت دی چې تېرېږي. په زړه کې راتېره شوه:
– باید پلار وپېژنم چې ځان وپېژنم.
همدا د بدلون پیل و. د ځان پېژندنې لومړنی ګام. د هغه سفر دروازه چې د مرګ په ورځ پرانیستل شوه، خو د ژوند په لور روانه وه.
ښار ته چې ورننوتم، داسې احساس مې کاوه لکه د خلکو په مخونو کې چې د ژوند د دوام نخښې وینم، خو زما په ذهن کې د پلار د شنو چایو پیاله ګرځېده، هغه تاو چې د ده د زهیرو سترګو مخې ته پورته کېده، زه نه پوهېدم چې ده په څه فکر کاوه.
کله چې کور ته ورسېدو، د دروازې د پرانیستو غږ هم راته پردی ښکاره شو. کور هماغه کور و، فرشونه، دیوالونه، د پلار د بوټانو ځای، خو دی نه و. د پلار د کوټې دروازه نیمه پرانیستې وه. زه پښه نیولی ورننوتم. د کټ تر څنګ یې د میز پر سر زاړه ساعت ټک ټک کاوه، هماغه ساعت چې تل به یې د شپې کوک کړ چې سهار یې له خوبه راوېښ کړي. ما ساعت راپورته کړ. د ساعت د بېټرۍ ځای لوڅ و، لکه چې پلار مې بېټرۍ وربدله کړې وه ، بیا یې هېر شوي و چې پوښ یې بېرته ورکړي. د ساعت لاندې کتابچه وه. تشه وه، یوازې یوه جمله پرې لیکل شوې وه:
– ژوند ستړی دی خو .
له خو وروسته یې ولې څه نه و لیکلي؟ شاید ده به هم پسې ویل چې ژوند دوام لري. په کوټه کې کښېناستم. احساس مې وکړ چې د پلار د مرګ درد یوازې د پای درد نه دی، بلکې د پیل درد دی. د هغه سفر پیل چې زه یې باید پخپله وکړم. د پلار د ژوند په لټه کې، او د خپل ځان په لور.
زه له کوټې ووتلم، د ده د مرګ په ورځ، ما د لومړي ځل لپاره د خپل ژوند د پوښتنو دروازه پرانیسته. همدا مې د کیسې پیل دی.
فبروري ۲۰۲۶
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.