لومړئ به د سیاست پر لغوي معنا باندي یو لنډ بانډار وکړو چي ځینې سرچینې ئې پخوانۍ یوناني کلمه بولي او وایي چي د سیاس څخه اخیستل سوېده. سیاس بیا په لرغوني یونان کي هغه چا ته ویل کېدل چي اسان به ئې نعلول. ځینو سرچینو بیا اویستایي کلمه بللې ده چي د سا/ ساس څخه ریښه اخلي او د پرېکولو، ظلم کولو او تنبیه کولو په معنا ده. خو تازه پلټني په ټینګار سره وایي چي سیاست عربي کلمه ده او د ساس، یسوس، سیاسة څخه اخیستل سوېده چي د اداره کولو، تربیه کولو، فرمان ورکولو او ټولنیزو چارو سمبالولو په معنا ده. اما اویستایي ریښه ئې هم بې ارتباطه نه بولي.
سیاست په اصطلاح کي هم بېل بېل تعریف سویدی. خو زما (لیکوال) په اند د دولتي واک اخیستلو، په دولتي واک کي د شریکېدلو یا د دولتي واک د بدلېدلو لپاره مبازه کول سیاست دی. یعني که یو شخص د حکومتي واک اخیستلو، شریکېدلو یا بدلولو سره ټچ وکړي معنا دا چي سیاست کوي.
اوس راځو په بهر کي د افغانانو سیاست ته، چي واقعیأ سیاست کوي که په تخیل کي مصروف دي. ځکه پدې وختو کي لیدل کیږي چي د هیواد نه بهر په افغاني چپ او راست سیاسیونو کي تحرک ډېر سویدی. نوي ائتلافونه، جبهې او حزبونه ایجادیږي. په فردي توګه هم سیاسي نظر لرونکو خپلي تبصرې تیزي او ډیري کړیدي. اوس مهمه دا ده چي کوم سیاسي بنسټ یا سیاسي شخص کولای سي چي د بهر څخه په افغانستان کي د حاکمو شرایطو پر بدلون یعني ښه والي یا بدوالي باندي اثر وکړي یا اثر کولای سي.
زه (لیکوال) په پوره بې طرفۍ او خلوص باندي پدې اند یم چي هر حزب یا سازمان چي عملآ د هیواد له خلګو سره په اړیکه کي نه وي او هیڅ ډول تاثیر د هغوۍ پر ژوند باندي نلري، افغانان ئې هم د ټولني نماینده نه بولي او دوۍ فقط د امریکا B52 طیارو یا د بل کوم هیواد د نظامي کومک په امید ناست وي سخته اشتباه او نه بخښونکې خطا کوي. داسي حزب، سازمان، جبهه یا ائتلاف نه مشروعیت لري نه موفقیت. دا نه سیاست دی، نه افغانیت دی او نه انسانیت. ځکه چي بهرنیان د افغانانو یا د خدای لپاره په میلیارډو ډالر او خپل ځوانان نه قرباني کوي بلکه هر څه چي کوي د خپلو استعماري اهدافو لپاره ئې کوي. متل دی چي ( پیشي هم د خدای لپاره موږک نه نیسي). معنا دا چي هر حزب که د هیواد په سیاسي ډګر کي عملي حضور ونلري هغه ته فکري ډله ویلای سو نه یو ساسي قوت.
اما هغه افغانان چي رشتیا غواړي په بهر کي د افغان مظلوم او جنګ ځپلي اولس لپاره مثبت سیاست او پاکه مبارزه وکړي او نه غواړي چي د سیاست څخه په شعاري ډول د تفریحي وسیلې په حیث ګټه واخلي یا ځان مشهوره کړي، نو کولای سي چي د لاندي شرایطو په درلودلو سره په بهر کي یو تاثیر ګذاره حزب، سازمان، جبهه یا ائتلاف جوړ کړي:
- باید په هیواد کي ټولنیزه ریښه ولري. یعني د خلګو اعتماد ئې جلب کړی او نمایندګي ئې وکړای سي.
- په هیواد کي د اوسنيو حاکمو ذهني او عیني شرایطو مطابق روښانه، صلحه غوښتونکې، عملي او عیني د اجرا وړ برنامه ولري. نه احساسي او غیر عملي اصطلاحات یا تر خپل وس اضافه شعار ورکول.
- د نویو اهدافو، وسایلو او رهبري په درلودلو سره د پرونیو بتانو ماتول او د پخوانيو زړو د یوالونو نړول.
- د هر حکومت او مقابل طرف ښه ته ښه او بد ته بد ویل. یعني د خپل حریف د ټولو هغه مثبتو کارونو قدر کول چي د ملي ارزښتونو په چوکاټ کي ئې تر سره کړي وي یا ئې تر سره کوي. لکه اوسنئ نسبي امنیت، د قدرت د بیلو جزایرو له منځه وړل او د غښتلي مرکزي حکومت جوړول، د قوشتېبې کانال، د متعددو حلقوي سړکانو، د اوبو بندونو جوړول، د متعددو فلج سوو تولیدي او ساختمانی مؤسسو بیا فعاله کول، د نظامي تجهیزاتو ترمیم او نور. خو د نجونو پر مخ د تعلیم، تحصیل، کار د دروازو تړل، عصري علومو ته عدم توجه کول، د فردي ازادیو محدودول چي افغانستان او افغانانو ته سخت زیان رسوي باید په سیاسي ادبیاتو جدي تقبیح سي، څو د دوستۍ او تحمل په فضا کي د نیکو مشورو، تماسو او جرګو له لاري حل سي.
- په داخل کي باید ټینګه او ملي ارتباطي شبکه ولري.
- په بهر کي باید د دیاسپورا حمایت متمرکز او د ځان کړي. لکه اوس د چنګښو من باید نه وي.
- د بین المللي بنسټونو سره مؤثر او د ملي ګټو پر بنیاد مثبت تعامل. نه قدرت ته د ځان رسولو تعامل.
پایله:
که پورته شرایط یو حزب، سازمان، جبه یا ائیتلاف پوره کړي بېله شکه چي پرمختګ، موفقیت او صمیمیت به ئې په خلګو کي محسوس وي. هم په داخل هم په خارج کي.
که نه، کاین راه که تو میروي به ترکستان است.
۲۸ – ۵ – ۲۰۲۶
همهٔ اقوام افغانستان برادرند و اصالت افغانی دارند، خطاب به کسانی که هویت افغانی خود را انکار میکنند
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.