د خپل یو انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم، چایي مو څښلې او د ژوند پر مفهوم مو بحث کاوه. زما بااستعداده او د برقي الاتو انجنیر دوست چي اکثره وخت به ئې زما سره د ازل او ماوراءالطبیعت په هکله ژور بحث کاوه او د قوي استدلال خاوند وو راته وویل:
ژوند په فلسفي لحاظ څنګه تعریفوې؟
ما ورته وویل چي ژوند په فلسفي لحاظ د حرکت په معنا دی، ژوند یعني حرکت. بېله حرکته نه ژوند تعریف کېدای سي او نه ژوندئ موجود. او تر ټولو مهمه دا چي ژوند په خپل ذات کي د انسان لپاره یوه مؤقتي کلمه ده. یعني ماضي تېره ده او د راتلونکي په انتظار پداسي اوس (حال) کي ژوند کوو چي په هیڅ ډول ئې نه محار کولای سو او نه ئې معین کولای سو. یعني د پیل سره همزمان په ماضي بدلیږي. معنا دا چي حال نسته بلکه د تېر او راتلونکي تر منځ ژوند کوو او کیدای سي ووایو چي حال یو سرآب دی په بل عبارت حال ذهني توهم دی.
انجنیر انډیوال چي د نظر خاوند وو قناعت ئې ونکړ او راته وئې ویل چي د ژوند معیار خو همدا اوس دی او په جدیت ئې غوښتل چي سوالونه مطرح کړي خو ما ئې خبري قطع کړې او ورته ومي ویل مخکي تر دې چي د حال په اړه خپل نظر درته وړاندي کړم ښه به وي چي لومړئ د نورو پوهانو او عالمانو نظریات هم د حال (اوس) په هکله درسره شریک کړم. انډیوال ته ئې خوند ورکړ ول سمه ده. ما بیا هم مکث وکړ او زیاته مي کړه که تر حال مخکي د زمان په هکله هم د ساینس پوهانو او فیلسوفانو پر اندونو باندي لنډ بانډار وکړو تاوان به مو کړی وي؟
انډیوال کټ کټ په خندا سو ول نه، هیڅ تاوان نه کوو. اول زمان راوپېژنه بیا به پر حال (اوس) باندي بانډار وکړو او زیاته ئې کړه چي ته بانډار کوه زه به چای درتازه کړم.
ماورته وویل چي:
زمان (وخت)
د زمان په هکله هم د فیلسوفانو اندونه بېل دي او هم د Presentism او Eternalism په شان فلسفي او علمي مکتبونو بېل بېل تعریف کړیدی. په لرغوني/ نیوټني فیزیک کي زمان مطلق او د طبعت جلا برخه ده چي د مادې او انرژي سره تړاو نلري. یعني نیوټن ویل چي زمان له طبعت څخه مستقیل دی که په جهان کي هیڅ شئ نه وي وخت به وي.
اما د انیشتاین په نسبیت تیؤري کي زمان نسبي دی او د طبعت برخه ئې بولي چي د مادې او انرژي سره تړلی دی. انیشتاین ویل چي د زمان سرعت متفاوت دی او کېدای سي چي چټک وي یا بطي.
کوانتومي/ نوی فیزیک بیا زمان مستقیل موجود نه بولي بلکه د ذراتو ترمنځ ئې د اړیکو نتیجه بولي.
خو ایمانویل کانت بیا زمان اصلآ د طبعت برخه نه بولي بلکه د انساني ذهن محصول ئې ګڼلی دی چي د پدیدو د درک کولو لپاره کاریږي. او زماني واحدونه/ سمبولونه د انسان تخلیق بولي.
ارسطو د حرکت اندازه کولو ته زمان وایي او په طبعي تغیراتو پوري ئې تړي. ارسطو به ویل چي زمان بېله تغیر او حرکته معنا نلري.
اسلامي فیلسوف (ملا صدرا) هم ارسطو ته نژدې نظر درلود او زمان ئې د حرکت مقدار او د طبعت جز باله.
ما غوښتل چي بحث لږ اوږد کړم خو پدې وخت کي انډیوال راته وویل چي همدغه پوهانو به خامخا پر حال (اوس) باندي هم نظریات ورکړي وي. ما ول هو، پورته عالمان حال داسي راپېژني:
حال (اوس)
نیوټن د زمان په شان حال مطلق بولی او وایی چی ټول ناظران یو او ګډ حال لری او هر څه په حال کي دي.
د الجزایر مشهور فیلسوف (اګوستین قدیس) هم باورمند وو چي په زمان کي فقط حال دی. ماضي په ذهن کي یوه خاطره ده او راتلونکې په زړه کي انتظار دی.
عارفانو په تېره بیا عربي عارف او فیلسوف (ابن عربي) به ویل چي حال حقیقت دی ماضي او اینده د انسان ذهني توهمات دي . ابن عربي باور درلود چي انسان په حال کي کولای سي خپل وجودي حقیقت او د خدای تعالی حقانیت ته ورسیږي.
اما د انشتاین په نسبیت تیؤري کي مطلق حال نسته. انشتاین به ویل هغه چي یوه ناظر ته حال دی ممکن بل څارونکي ته ماضي یا اینده وي. خو په پایله کي ټولوپوهانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی یعني په یوه خط کي ئې بلل. ما غوښتل لږ نور تشریحات ورکړم خو انجنیر انډیوال راته وویل چي زما اصلي پوښتنه ستا څخه وه ته خو هم په فلسفه ګوتي وهې ستا په اند حال مطلق دی نسبي دی که څنګه؟
ما انډیوال ته وویل:
که څه هم چي یوناني فیلسوف (فیثاغورث) باور درلود چي د ژوند کولو علم په اوس یعني حال کي اوسېدل دي، خو که ستا خوا نه بدیږي حال پدغه شکل چي فیثاغورث ویلي دي یا ته فکر کوې اطلآ وجود نلري. انډیوال مي په ډېره حیرانتیا سره غوښتل په خبرو کي راولوېږي خو ما ورته وویل زما مقصد دا دی که موږ د تېر او راتلونکي څخه پردي سو هیڅ نقش ورنکړو بیا نو حال هم نسته او که موږ فقط حال مطلق کړو معنا دا چي موږ حرکت نفي کړ. او زما په اند بې حرکته پدیده نه په ټولنه کي سته نه په طبعت کي.
انډیوال په ډېره حیرانتیا راته وویل: نه سوم پوه، څنګه حال نسته، همدا اوس زه او ته په حال کي ناست یوو خبري کوو.
ما ورته وویل:
ستا دغه جمله سمدستي ماضي سول نور په حال پوري اړه نلري او ما په ماضي کي واورېدل. ځکه چي هر څه په حرکت کي دي او طبعي ده چي په حرکت کي سا اچول، دمه کول، توقف او سکون نسته چي موږ ګوته پر کښېږدو چي دغه دی حال. یعني هر څه چي موږ وینو یا ئې اورو ماضي دي. اوهره پېښه یا تصویر چي تر موږ پوري رارسیږي معلومداره چي وخت پر تېریږي او په معین زمان کي تر موږ پوري رارسیږي. مثلآ موږ یو ږغ اورو او فکر کوو چي اوس مو ږغ واورېدئ خو په حقیقت کي اوس ندی بلکه موږ تېر سوی ږغ په ماضي کي اورو. که څه هم چي د ږغ سرعت خورا ډېر دی خو زموږ غوږو ته چي رارسیږي وخت پر تېر سوی وي یعني ماضي سوی وي اما موږ ئې حال بولو. دغه ماضي حال ته زه (لیکوال) ذهني حال وایم یعني دغه حال چي څوک فکر کوې یا لوړو عالمانو او فیلسوفانو یاد کړیدی دا ذهني حال دی نه زماني او حقیقي حال.
همداسي که موږ لیري یا نژدې یو غره ته ګورو یا کوم بل شي ته ګورو دا په حال کي نه وینو بلکه ماضي تصویر په تېر سوي زمان کي وینو. یعني د غره او سترګو تر منځ فاصله موجوده ده او دغه فاصله نوري فوتونونه Photon (الکترو مقناطیسي ذرات) په معین وخت کي طئ کوي څو د انسان سترګو او بیا ذهن ته ورسېږي. معنا دا چي د انسان د سترګو او غره تر منځ چي دسیلیون Decillion (یو تریلیون ملیارد) فوتونونو جریان واقع دی په خپل ذات کي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان دی چي زه (لیکوال) ئې (تلپاته جریان) نوموم. زه ئې ځکه تلپاتی جریان بولم چي دغه جریان هیڅکله له منځه نه ځي تر څو چي انسان او طبعت وي تلپاته جریان به هم وي. په تلپاته جریان کي اصلي او زماني حال موږ نه لیدلای سو او نه ئې احساسولای سو بلکه موږ ته ئې ماضي حالت رارسیږي چي ذهني حال ترسیموي. یعني د انسان د سترګو او غره یا بل شي تر منځ فاصله که نوري فوتونونه په یوه ثانیه کي وهي یا ئې په یوه زیپتوثانیه Zeptosecond (د ثانیې تریلیونیم برخه) کي وهي خو په هر صورت به ماضي حالت وي.
انډیوال ته مي په ټینګار وویل چي هیڅ یوه حادثه یا تصویر په منجمد او اني ډول زموږ ذهن ته نسي داخلېدای بلکه هر عمل، پېښه یا تصویر باید د تلپاته جریان پروسه په معین وخت کي طئ کړي څو د انسان سترګو ته ورسېږي. د سترګو له مختلیفو برخو څخه چي په معین زمان کي تېرسي نو حتمي باید په همدغه تلپاته جریان کي د مغز له بیلو مرکزو څخه په بیلو وختو کي ګذار وکړي څو ذهن یو مکمل انځور ځني رسم کړي. انځور چي تکمیل سو حتمأ باید په همدغه تلپاته جریان کي د احساس په شان د مغز نورو بیلو مرکزو ته په بیلو وختو کي انتقال سي څو مرکزونه قضاوت پر وکړي چي عکس العمل ښکاره کړي که نه، که ئې ښکاره کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړي. پس طبعي خبره ده چي دغه د ماضي او راتلونکي تر منځ د فوتونونو جریان (تلپاته جریان) چي د انساني مغز او شي تر منځ تبادله/ تعامل کوي او پړاو پر پړاو د مغز په بیلو مرکزو کي پورته کښته کیږي وخت (زمان) مصرفوي او ماضي کیږي.
زما ځیرک انډیوال چي واقیعآ د نظر خاوند وو غلی سو، زړه نازړه سو چي څه ووایي. ما زیاته کړل که څه هم چي پورته عالمانو او فیلسوفانو حال د ماضي او راتلونکي تر منځ پُل بللی دی خو بیا به هم ذهني پُل وي نه واقیعي ځکه چي حال د ایجاد سره سم محوه کیږي. انډیوال مي پداسي حال کي چي فکر وړی وو ولاړ سو ول زه به تازه چای جوړي کړم. چاینکه ئې د اوبو ډکه کړه، اوګرمي ئې پکښي کښېښول او ساکیټ ئې برق ته ورکۍ.
ما پدې خاطر چي خپل د نظر خاوند انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل:
دغه چایي چي ته جوړوې په اوس کي نه بلکه د ماضي او راتلونکي په جریان (تلپاته جریان) کي ئې جوړوې. ته چي ولاړ سوې ماضي سو، چاینکه دي راواخیستل ماضي سو، اوبه دي ورواچولې ماضي سو اوګرمي دي پکښي کښېښول ماضي سو او د اوبو پر ایشېدو چي هره زیپتوثانیه تېریږي ماضي کیږي خو ته فکر کوې چي په اوس کي ناست یوو چایي څښو او د حال څخه خوند اخلو. لنډه دا چي حتا د سترګو رپ، د زړه حرکت، په وجود کي د ویني جریان، مغزي حرکات او فعالیتونه… ټول په تلپاتي جریان کي تر سره کیږي چي وخت پر تېریږي او ماضي وي.
بیلګه: کله چي یو ډاکتر ناروغ معاینه کوي نو د خپلي ځانګړي طبي ګوشکي (ستتوسکوپ) پواسطه اول د ناروغ وجود داخلي ږغونه (د زړه ضربان، د شوشانو ږغونه…) اوري څو د مریض مشکل پیدا کړي. طبعي ده چي د ناروغ وجود ږغونه د بدن، طبي ګوشکي، او ډاکتر د سماعي سیستم تر منځ معینه فاصله طئ کوي دا چي په ثانیه کي یا ئې زیپتوثانیه کي طئ کوي په هر حال به ماضي وي.
انډیوال راته کتل خو سترګي ئې نه رپولې نو ما ورته وویل که غواړې چي نور مقنع مثالونه یا د ژوند په اړه نوي مسایل مطالعه کړې نو (ژوند یعني څه؟) کتاب پیدا کړه.
انجنیر انډیوال ته چي بانډار خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل ورته ومي ویل:
پایله دا چي د انیشتاین، نیوټن، فیثاغورث… څخه په بخښني سره، ستا او ټولو ښاغلو لوستونکو څخه په بخښني سره زه (لیکوال) حال (اوس) نه مطلق او نه نسبي بولم بلکه ټولي انساني، ټولنیزي او طبعي پیښي چي رامنځته کیږي د ماضي او راتلونکي تر منځ جریان (تلپاته جریان) کي رامنځته او تر سره کیږي چي زه ئې ذهني حال بولم. مقصد مي دا دی چي تلپاته جریان بې مرکزه متواترجریان دی چي پر هیڅ ځای ئې ګوته نه نیول کیږي چي دغه ځای ئې حال دی. یعني هغه سکون حال چي موږ ئې فکر کوو او وکړای سو په هغه حال کي کوم عمل تر سره کړو او د حال (اوس) دلالت پر وکړو اصلآ نسته فقط او فقط ذهني حال دی چي په تلپاته جریان کي رامنځته کیږي.
انډیوال چي قانع معلومېدۍ نو د لتا او محمد رفیع په ښکلو اوازو کي ئې یوه پیته ټیپ ته واچول او تازه دم سوي چایي ئې راواخیسې ول په تلپاته جریان کي به خوندونه اخلو.
سرچینې:
– ژوند یعني څه؟ ۵۵ او ۵۶ مخونه. انجنیر محمد داؤد اڅک.
– تازه زیاتوني او مصنوعي هوښ
۲۷- ۱۱ – ۲۰۲۵
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.