په جرمني کې د افغان فرهنګیانو او پخوانیو چارواکو په ګډون د «لونګو امېل» مشاعره کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د نه لګولو او په هېواد کې د ښځو پر حقونو چوپتیا، د افغان لیکوالو، فعالانو او عامو هېوادوالو له توندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده.
دغه کلتوري او سندریز ماښام تېره شنبه د جرمني په زیګبورګ او کولن ښارونو کې د «افغانستان د کلتوري ودې ټولنې» جوړ کړی و، خو د تېر اپوټه دا ځل پکې ملي بیرغ نه و.
افغان فعالان او د غونډې یو شمېر ګډونوال وايي، دا لومړی ځل دی چې له هېواده بهر د افغانانو په داسې یوه لویه کلتوري ناسته کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ نه و اېښودل شوی.
نیوکګر ادعا کوي چې په جرمني کې د طالبانو د سفارت استازي هم غونډې ته بلل شوي وو او د غونډې تنظیموونکو د طالبانو د خوشالولو لپاره ملي بیرغ نه و لګولی.
یو شمېر کلتوري فعالانو په پوره ناهیلۍ لیکلي: “د افغانستان مخکښو فرهنګیانو او چارواکو چې لسیزې لسیزې یې همدغه ملي بیرغ د امتیاز او معاشونو لپاره کارولی، تېره شپه د شرین وطن درې رنګه بیرغ ته ځای ورنکړ. دا د تاریخ په حافظه کې د بې غیرتۍ یوه بوینه کارنامه ثبت شوه.“
پر ټولنیزو رسنیو د غونډې پر ګډونوالو نیوکې شوې چې دوی په اروپا کې سوسیال (کومکونه) خوري او د طالبانو له ډاره راکډوال شوي، خو بیا هم له طالبي رژیم سره پټې اړیکې پالي.
دغه راز په نیوکو کې ویل شوي چې په دغه مشاعره کې د افغانستان د وروستیو ناخوالو او په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه هیڅ ډول وینا نه ده شوې.
فعالان ټینګار کوي چې ملي سمبولونه او بیرغ د ټولو افغانانو ګډ میراث او د ملي هویت او یووالي نښه ده او باید له سیاسي اختلافاتو او د امتیازاتو له معاملو لوړ وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه دباندې هر ځای چې مشاعرې، ناستې او اعتراضونه شوي د افغانستان ملي بیرغ هرومرو پکې وي، چې په دغه مشاعره کې د ملي بيرغ نه شتون د افغانانو غوسه را پارولې ده.
دې وروستیو کې د هالنډ او لندن دواړو نارنج ګل مشاعرو کې ملي بیرغ رپانډ و، همدارنګه د جرمني له مشاعرې سره هممهاله کاناډا او فرانسه کې مظاهره چیانو هم دغه بیرغ له ځان سره لېږداوه.
ABN Pashto
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.