د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت لا خراب شوی دی.
د اوچا د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۵مه خپور شوی، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د تغذیې وضعیت په اندېښمنوونکې توګه مخ پر خرابېدو دی او د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.
راپور څرګندوي چې هلمند، دایکندي، زابل، بغلان، ارزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر هغه ۱۲ ولایتونه دي چې له بحراني وضعیت سره مخ دي.
اوچا زیاته کړې چې د شپږو میاشتو څخه کم عمره نږدې ۴۰ سلنه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او طبي ستونزو له امله د درملنې لپاره بستر کېږي، چې دا چاره پر روغتیايي خدمتونو او د کوچنیانو پر وضعیت سخت فشار راوړي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي؛ ځکه د شدیدې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر ډله کې ثبت شوې دي.
د اوچا په وینا، د منځنۍ کچې خوارځواکۍ شاوخوا ۱۹ سلنه پېښې هم د لوړ خطر په حالت کې دي. دغه سازمان وایي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېوزلي زیاته شوې ده.
د بېکارۍ او بېوزلۍ پراخېدو د بشري مرستو اړمنو شمېر هم لوړ کړی، او ګڼې کورنۍ آن د خپلې ورځې او شپې ډوډۍ برابرولو توان نه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.