استاد حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته سبا بېرته افغانستان ته ستنېږي

4
پژواک: په کاناډا کې مېشت افغان فولکلوریست، تاریخ‌پوه، لیکوال او څېړونکی استاد حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته سبا بېرته افغانستان ته ستنېږي. د استاد رفیع زوی، ذکي رفیع، پژواک ته وویل چې استاد رفیع دوبۍ ته رسېدلی او ټاکل شوې سبا کابل ته ورسېږي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «وطن ته ځم، چې د وطن تازه مېوې وخورم؛ کېدای شي د سترګو نور مې بېرته راپیدا شي.»
استاد رفیع له یوې مودې راهیسې د سترګو له ناروغۍ کړېږي او د همدې ناروغۍ له امله یې د لید ځواک هم اغېزمن شوی دی.
حبیب‌الله رفیع د افغانستان له پېژندل شوو تاریخ‌پوهانو، څېړونکو، فولکلورپوهانو او لیکوالانو څخه دی چې د هېواد د تاریخ، ادب او کلتور په اړه یې ګڼ اثار، علمي لیکنې او څېړنې خپرې کړې دي.
نوموړی په وروستیو کلونو کې په کاناډا کې ژوند کاوه، خو اوس یې د وطن د یاد، مینې او د خپل هېواد د فضا د بیا لیدو په هیله د افغانستان د ستنېدو پرېکړه کړې ده.
د استاد رفیع څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ګڼو افغانانو د هغه د روغتیا د ښه کېدو، خوندي سفر او عزتمندانه ستنېدو هیله څرګنده کړې ده.
استاد رفیع باور لري چې د خپل وطن چاپېریال، هوا او طبیعي مېوې به یې پر روغتیا مثبت اغېز ولري.
کابل مېشتو ادبپالو او فرهنګي شخصیتونو په خپلو پیغامونو کې د استاد رفیع د راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغه درناوی، پالنه او روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.