یو ۲۷ کلن افغان تبعه په آلمان کې د توتلینګن په ښار کې، د پولیسو سره د متقابلو ډزو له امله ووژل شو

28

یو ۲۷ کلن افغان تبعه په آلمان کې د توتلینګن په ښار کې، وروسته له هغې چې په پولیسو یې ډزې وکړې، د دوی د متقابلې ډزو له امله ووژل شو.
یاد کس د ډزو څخه دمخه، په داسې حال کې چې وسله یې له ځان سره وه، د توتلینګن د ښاروالۍ په محوطه کې لیدل شوی و. په دې پېښه کې بل چاته زیان نه دی رسېدلی.
د آلمان رسنیو پنجشنبه ورځ راپور ورکړ چې یاد کس د بادن-وورتمبرګ ایالت په توتلینګن ښاروالۍ محوطه کې پر پولیسو ډزې وکړې.
د توتلینګن د پولیسو ویاند تایید کړه چې وژل شوی کس افغان تبعه و او د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د بادن-وورتمبرګ ایالت د جنایي پولیسو یو ویاند وویل چې وروسته له هغې چې دا وسله وال کس د ښاروالۍ په محوطه کې ولیدل شو، پولیس ځای ته واستول شول او ډزې وشوې.
دغه ویاند وویل: «یاد کس مستقیمې ډزې وکړې. پولیسو هم هغه ته ځواب ورکړ. سړی په ډزو وویشتل شو او سره له دې چې د ژغورلو هڅې وشوې، په ځای کې مړ شو. بل هیچا ته نور زیان نه دی رسېدلی.»
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کس ولې وسله له ځان سره د ښاروالۍ په محوطه کې لره. آلماني مقاماتو د هغه د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د بادن-وورتمبرګ ایالت د جنایي پولیسو په وینا، دا افغان تبعه له دې د مخه هم له پولیسو سره د مخامخ کېدو سابقه لري.
د دې پېښې په پایله کې، د توتلینګن ښاروالۍ د پنجشنبې تر پایه وتړل شوه او پولیسو د پېښې ځای بند کړ.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320