سیاست کې ولس باید رول ولري ځکه بې د ولس له ارادې د جومات ملا امام هم نشي ټاکل کېدلې. د حنفي فقهې په اساس، که اویا اتیا سلنه خلک د امام نه ناراضه وي، امامت یې مکروه تحریمي ګڼل کیږي او هغه امام باید بدل شي.
که د جومات امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم وي، د ملک مشر خو حتمي ده چې باید د خلکو په خوښه او رضایت وټاکل شي.
که یو کس د یو څو ملګرو په خوښه ټاکل کیږي په دې به هم بحث نه کوو چې هغه وخت د دې په ټاکلو کې پاکستانیانو څه رول درلود، څنګه په اسلامي او سیاسي لحاظ ځانته دا حق ورکوي چې د ټول ملک مشري دې وکړي، ځانته دې امیرالمومنین ووایي او خلک یې فرمانونه ومني. بیا هغه فرمانونه چې ښکاره د اسلامي نصوصو او اصولو سره په ټکر کې وي.
له بله خوا د یو هیواد ټولې منابع او دندې د خلکو پورې تعلق لري او ولس باید ورته د اساسي قانون په چوکاټ کې هغه کسان وټاکي چې ولس پرې اعتماد ولري. په صدر اسلام کې هم د خلقای راشدینو په ټاکنو کې ولس او عام خبره کسانو رول درلود او هغوي ځانونه ولس ته مسووله ګڼل.
په یویشتمه پیړۍ کې حکومتولي بې له ولسي مشروعیته نشي تر سره کیدلې او چې ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت هم نشي تر لاسه کیدلې. د ولسي او نړیوال عدم مشروعیت په نتیجه کې به افغانستان د انزوا حالت سره مخ وي او افغانستان به بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي. د اینده جنګونو او ستونځو مسوولیت به د طالبانو د اوسني مشرانو په غاړه وي چې جنګونو لپاره زمینه برابروي.
ښه خبره دا ده که د طالبانو مشر وروستې وینا یې د زړه نه وي، او د مثبت تغثر په لټه کې وي، د یوې واقعي لوی جرګې له لارې، ولسي مشروعیت او هم د راتلونکي نظام لپاره د اساسي قانون د جوړیدو زمینه مساعده کړي. همدا به افغانستان او هم اسلام ته لوی خدمت وي که نه، په هسې هوایي خبرو چې زیاته برخه یې د دی په اطاعت ولاړه وه څه ګټه نه لري.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
![]()
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320