د نړۍ تر ټولو لرغونی پوهنتون؛ د یوې مسلمانې مېرمنې فاطمې بنت محمد الفهري یادګار
سریزه:
اسلامي تمدن د علم، پوهې او فرهنګ په برخه کې د نړۍ په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. مسلمانانو د علم د خپرولو او علمي مرکزونو د جوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. د دغو علمي مرکزونو له ډلې یو هم د مراکش په فاس ښار کې د قرویین پوهنتون دی، چې بنسټ یې یوې مسلمانې مېرمنې، فاطمې بنت محمد الفهري، اېښی دی. دغه پوهنتون نږدې دولس پېړۍ لرغونی تاریخ لري او د اسلامي تمدن له مهمو علمي یادګارونو څخه ګڼل کېږي.
د قرویین پوهنتون پېژندنه:
قرویین پوهنتون د مراکش هېواد په فاس ښار کې موقعیت لري.
د ګینس د نړیوالو ریکارډونو د راپور له مخې، دغه پوهنتون د نړۍ تر ټولو پخوانی دوامداره فعال علمي بنسټ ګڼل کېږي.
یاد پوهنتون د مراکش هېواد په فاس ښار کې موقعيت لري چې تاريخي قدامت یې نیږدې دولس پېړیو ته رسېږي.
د قرویین پوهنتون بنسټ په ۲۴۵ هجري قمري کال چې د ۸۵۹ میلادي کال سره سمون لري د فاطمه بنت محمد الفهري لخوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بنسټګرې فاطمې بنت محمد الفهري ژوند ته لنډه کتنه:
فاطمه بنت محمد الفهري د مشهور اسلامي شخصیت عقبة بن نافع الفهري له کورنۍ څخه وه، چې د شمالي افریقا له فاتحانو څخه ګڼل کېږي.
نوموړې په ماشومتوب کې له خپل پلار او ورور سره د قیروان له سیمې څخه د مراکش فاس ښار ته کډه شوه.
فاطمه او ورور یې د خپل پلار تر روزنې لاندې لوی شول، خو څه موده وروسته یې پلار وفات شو او د پام وړ شتمني یې ورته په میراث پرېښوده.
فاطمې پرېکړه وکړه چې خپله شتمني د علم او پوهې د پراختیا لپاره ولګوي. له همدې امله یې په ۲۴۵ هجري قمري کال، چې له ۸۵۹ میلادي کال سره سمون لري، د قرویین علمي مرکز بنسټ کېښود او په دې توګه یې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې یو مهم علمي یادګار رامنځته کړ.
د مشهور روایت له مخې، فاطمه په ۲۶۶ هجري قمري کال، چې له ۸۷۸ میلادي کال سره سمون لري، وفات شوه.
ابن خلدون د هغې د لوړ همت او هڅو په اړه وايي: «د هغې له کار وروسته د پاچاهانو همت هم راویښ شو.»
د قرویین پوهنتون پراختیا او مساحت:
قرویین پوهنتون د خپل بنسټ له اېښودلو وروسته په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې پراختیا ومونده.
د تاریخي روایتونو له مخې، د دغه علمي مرکز لومړنی مساحت شاوخوا ۲۵۰ متره مربع و.
وروسته د اندلس اموي خلیفه عبدالرحمن الناصر د پراختیايي چارو ته وسعت ورکړ او مساحت یې شاوخوا درې زره متره مربع ته ورساوه.
همدارنګه، د مرابطینو واکمن علي بن یوسف بن تاشفین په دوره کې د دې مرکز د پراختیا لپاره نورې هڅې هم وشوې.
د دغه پراختیايي چارو په پایله کې قرویین په یوه لوی علمي او فرهنګي مرکز بدل شو.
د قرویین پوهنتون علمي او فرهنګي مقام:
قرویین پوهنتون له یوولسو پېړیو څخه زیات د اسلامي نړۍ په علمي، فکري او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
په دغه مرکز کې بېلابېل علوم تدریسېدل، چې دیني علوم، فقه، حدیث، ریاضیات، ستورپوهنه او نور علمي مضامین یې مهمې برخې وې.
د تاریخي روایتونو له مخې، د اسلامي نړۍ علمي پرمختګ د اروپا پر علمي او فکري ژوند هم اغېز درلود.
عربي-هندي شمېرې، چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې کارول کېږي، د اسلامي تمدن له لارې اروپا ته ورسېدې، دغه شمېرې په لاندې ډول دي:
۰، ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹
تر دې وړاندې اروپایانو د رومي شمېرو له سیستم څخه ګټه اخیسته:
I، II، III، IV، V، VI، VII، VIII، IX
د قرویین پوهنتون مشهور علمي شخصیتونه:
د قرویین پوهنتون په اوږده علمي تاریخ کې ګڼ شمېر مشهور عالمان او پوهان یاد شوي دي، د هغوی له ډلې ځینې یې په لاندې ډول دي:
* ابن خلدون(۷۳۲–۸۰۸ هجري قمري):
ابن خلدون په تونس کې زېږېدلی او د خپل مشهور کتاب «مقدمه ابن خلدون» له امله پېژندل کېږي.
نوموړی داقتصاد،سیاست،تاریخ او ټولنپوهنې مشهور عالم او متفکر و.
* ابوالعباس ابن البناء(۱۲۵۶–۱۳۲۱ میلادي):
ابوالعباس ابن البناء المراکشي د مراکش له مشهورو ریاضيپوهانو څخه و. نوموړی په ریاضیاتو، حساب، هندسه او ستورپوهنه کې مهارت درلود.
د تاليفاتو له جملې څخه یې مشهور اثر : تلخیص أعمال الحساب دی.
* ابن العربی المالکي:
د ابن العربي المالکي په نوم مشهور عالم قاضي ابوبکر محمد بن عبدالله بن العربي دی.
نوموړی د اندلس له مشهورو مالکي فقیهانو، مفسرینو او حدیثپوهانو څخه و.
هغه د قرآن کریم تفسیر، حدیث، فقه او د اسلامي شریعت په برخو کې علمي خدمتونه کړي دي.
مشهور اثر ېې: أحكام القرآن په نوم دی.
* ابوعمران الفاسي (۹۷۵–۱۰۳۹ میلادي):
ابوعمران موسی بن عیسی الفاسي د مالکي فقهې مشهور عالم و.
نوموړی د مراکش په فاس ښار کې زېږېدلی او په اسلامي فقه، عقیده او د دیني علومو په تدریس کې یې مهم رول درلود.
هغه د شمالي افریقا په علمي او دیني چاپېریال کې اغېزناک شخصیت و او ګڼو زدهکوونکو ترې علم ترلاسه کړی دی.
* ابن الحاج الفاسي (شاوخوا ۱۲۵۶–۱۳۳۶ میلادي):
محمد بن محمد بن الحاج العبدري الفاسي د مراکش له دیني عالمانو او لیکوالانو څخه و.
نوموړی د فقهې، عباداتو، ټولنیزو دودونو او دیني اصلاحاتو په اړه لیکنې لري.
مشهور اثر یې د: المدخل په نوم دی.
* ابن میمون غماري:
نوموړی د علمي او دیني علومو عالم و.
* موسی بن میمون (میمونیدس) (۱۱۳۵–۱۲۰۴ میلادي):
موسی بن میمون چې په لوېدیځ کې د میمونیدس (Maimonides) په نوم پېژندل کېږي، یو مشهور یهودي فیلسوف، دیني عالم او طبیب و.
نوموړی په ۱۱۳۵ میلادي کال کې د هسپانیې په قرطبه ښار کې زېږېدلی و. وروسته له خپلې کورنۍ سره فاس ښار ته ولاړ او بیا مصر ته کډه شو.
هغه په مصر کې د ایوبي واکمنۍ له دربار سره اړیکه درلوده او د واکمنې کورنۍ په طبي خدمتونو کې یې ونډه اخیسته.
مشهور اثر یې: د حیران شویو لپاره لارښود (The Guide for the Perplexed) په نوم دی.
نوموړی د صلاحالدین ایوبي «رح» د دربار طبابت دنده پر غاړه درلوده.
* ابن آجروم (۱۲۷۳–۱۳۲۳ میلادي):
ابن آجروم، چې بشپړ نوم یې محمد بن محمد بن داود الصنهاجي و، د مراکش مشهور عربي ژبپوه او نحوي عالم و.
نوموړي د عربي ژبې د نحو په برخه کې ستر خدمت کړی دی. د هغه تر ټولو مشهور اثر «الآجرومیه» دی.
دا کتاب د عربي ژبې د ګرامر یو لنډ او مهم درسي متن دی چې د اسلامي نړۍ په مدرسو او علمي مرکزونو کې د پېړیو راهیسې تدریسېږي.
مشهور اثر یې د : المقدمة الآجرومية في مبادئ علم العربية په نوم دی.
همدارنګه، په ځینو تاریخي روایتونو کې د پاپ دویم سیلوېستر نوم هم د اسلامي علومو له اغېزمنو اروپايي شخصیتونو څخه یاد شوی دی.
پایله:
د قرویین پوهنتون تاریخ د علم، پوهې، هڅې او خدمت یوه ارزښتناکه بېلګه ده. دغه علمي مرکز د یوې مسلمانې مېرمنې، فاطمې بنت محمد الفهري، د علمدوستۍ او لوړ همت په پایله کې رامنځته شو او د پېړیو په اوږدو کې یې د اسلامي تمدن په علمي او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول ولوباوه.
د فاطمې الفهري ژوند موږ ته دا پیغام راکوي چې د علم او پوهې په پراختیا کې د ښځو او نارینهوو دواړو ونډه ارزښتناکه ده. د هغې دغه تاریخي اقدام دا ثابتوي چې د علم لپاره شوې پانګونه د یوه نسل لپاره نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم ګټوره تمامېږي.
![]()
Donate Here