له ځان سره مینه مو د زړه سکون او په ځان باور زياتوي

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت 

53
سریزه:
له ځان سره مینه یوازې دا نه ده چې انسان خپل ځان وستایي یا خپلې نیمګړتیاوې له پامه وغورځوي؛ بلکې له ځان سره مینه د ځان‌پېژندنې، ځان‌منلو، ځان‌درناوي او د خپل ژوند د سمې لارې د ټاکلو په معنا ده. کله چې انسان پر خپل نفس، غوښتنو او کړنو کنټرول پیدا کړي، ورو ورو خپل شخصیت ښه پېژني او د خپلو وړتیاوو او نیمګړتیاوو ترمنځ متوازن درک ترلاسه کوي. په دې حالت کې انسان نور خپل شخصیت د نورو خلکو له شخصیتونو سره نه تلي، بلکې د خپل وجدان، ارزښتونو او سالم فطرت له مخې خپل ځان ارزوي.
له همدې امله، له ځان سره سالمه مینه د انسان د شخصیت د پیاوړتیا، د زړه د سکون او پر ځان د باور د زیاتېدلو لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي.
•- ځان وپېژنه ترڅو د ځان واکمن شې:
څومره چې د انسان پر خپل نفس او کړنو واک او کنټرول زیاتېږي، په هماغه اندازه یې له خپل ځان سره معرفت او شناخت هم پیاوړی کېږي.
انسان خپلې ښېګڼې، وړتیاوې او مثبتې ځانګړنې په ښه ډول درک کوي او په عین وخت کې خپلې نیمګړتیاوې هم مني.
دا حالت انسان دې ته رسوي چې د خپل شخصیت د ارزونې لپاره د نورو خلکو معیارونو ته اړتیا کمه کړي او د خپل وجدان له مخې د خپل شخصیت تله او موازنه ترلاسه کړي.
له ځان سره مینه هغه وخت سالمه بڼه اخلي چې انسان ځان بې‌نقصه ونه ګڼي، بلکې خپلې نیمګړتیاوې وپېژني او د اصلاح لپاره یې هڅه وکړي.
ځان‌منل د دې معنا نه لري چې انسان باید له خپلو تېروتنو سره همداسې پاتې شي؛ بلکې معنا یې دا ده چې انسان خپل اوسنی حالت ومني او د پرمختګ لپاره په هوښیارۍ او حوصلې کار وکړي.
•- د لنډ مهاله نفسي غوښتنو کنټرول:
د ټولنې منل شوي او بریالي شخصیتونه عموماً پر خپل نفس او غوښتنو د کنټرول وړتیا لري. هغوی ځان په هر لنډمهاله خوند، بې‌ګټې بوختیا او عبث کار کې نه ښکېلوي؛ ځکه پوهېږي چې ځینې لنډمهاله خوندونه د انسان د اوږدمهاله اهدافو پر وړاندې خنډ ګرځېدای شي.
رښتیني پر ځان مین انسان مخکې له دې چې هر عمل ترسره کړي، د هغه پایلې ارزوي او له ځان څخه پوښتي چې ایا دا کار یې له ارزښتونو، اهدافو او وجدان سره سمون لري که نه.
په همدې ډول، انسان د خپلو غوښتنو پر ځای د خپل عقل، وجدان او سالم فطرت لارښوونه تعقیبوي او د ژوند لپاره مناسبه لاره غوره کوي.
لنډه دا هر هغه څوک چې د خپل نفس په بیځایه خواهشاتو پسې بوټونه زړوی حتمي ده چې د ژوند له ډېرو هسکو او ټیټو سره به مخ شي چې دا کړنې به بیا دده پر تندي تور داغ وي، د اشرافو او متدینو، علمي شخصيتونو سره په مخامخ کيدو سره به خپل وجدان ته ورتف کوي.
نو اړينه ده چې په نفس قدم کیږدو مخکې له دې چې وجدان مو قضاوت وکړي ځکه چې وروسته له کړنې او عمل پښیماني کومه ګټه نه لري.
•- د وجدان له مخې د شخصیت ارزونه:
وجدان د انسان په دننه کې د ارزونې او تفتیش یو مهم معیار دی. کله چې انسان خپل عملونه له ترسره کیدو دمخه د خپل وجدان په تله کې تلي، نو د نورو خلکو د ستاینې او یا نیوکې تر اغېز لاندې لږ راځي.
هغه هڅه کوي چې د خلکو د خوښې پر ځای د خپل شخصیت، اخلاقو او ارزښتونو مطابق ژوند وکړي.
له همدې امله، د ځان سره مینه باید د ځان‌ستاینې پر ځای د ځان‌ارزونې، ځان‌اصلاح او ځان‌درناوي پر بنسټ ولاړه وي. انسان باید خپلې بریاوې وویني، خپلې تېروتنې ومني، له خپلو تجربو زده کړه وکړي او هره ورځ د خپل شخصیت د ښه کېدو لپاره یو ګام واخلي.
•- د زړه سکون او پر ځان باور:
کله چې انسان د نفس د کنټرول، ځان‌پېژندنې او سالمې ارزونې تګلاره د خپل ژوند مسیړ وګرځوي، نو دوه مهمې پایلې ترلاسه کوي: د زړه سکون او پر ځان باور.
د زړه سکون انسان ته رواني ثبات ورکوي او له دې سره مرسته کوي ترڅو انسان په پوره اطمینان قدم اوچت کړي، ترڅو د ژوند ستونزې په آرامه او متوازنه توګه وڅېړي. له بلې خوا، پر ځان باور هغه وخت پیاوړی کېږي چې انسان خپل شخصیت وپېژني، خپلې وړتیاوې ومني او د خپلو پرېکړو مسوولیت پر غاړه واخلي.
•- د زړه او ذهن ترمنځ سالمه همغږي:
د زړه او ذهن ترمنځ سالمه همغږي هم د دې بهیر مهمه برخه ده. کله چې د انسان احساسات، فکرونه، ارزښتونه او کړنې په یوه ثابت مسیر حرکت وکړي، انسان په خپل شخصیت کې ثبات پیدا کوي.
 د دې ثبات په زیاتېدو سره د ځان‌درناوي او له خپل شخصیت سره د سالمې مینې احساس هم پیاوړی کېږي.
•- له ځان سره د سالمې مینې معنا:
له ځان سره سالمه مینه دا ده چې انسان خپل ځان وپېژني، خپل ارزښت درک کړي، خپلې نیمګړتیاوې ومني، د اصلاح لپاره یې هڅه وکړي او خپل شخصیت د نورو خلکو له شخصیتونو سره په دوامداره توګه مقایسه نه کړي، بلکې ځان د دین، ادب او سالم عرف له مخې معیار ته وړاندې کړي.
انسان باید خپل پرمختګ د پرون له ځان سره پرتله کړي، نه دا چې تل د نورو د ژوند، امکاناتو او بریاوو په لیدلو کې خپل ارزښت کم وبولي. هر انسان خپل ځانګړی استعداد، شرایط، وړتیاوې او د ژوند مسیر لري. له همدې امله، د خپل شخصیت د ارزونې تر ټولو سالم معیار د خپل ظرفیت پېژندل او د هغه د ودې لپاره دوامداره هڅه ده.
پایله:
له ځان سره مینه د انسان د شخصیت د پیاوړتیا یوه مهمه برخه ده، خو دا مینه هغه وخت سالمه او ارزښتمنه ده چې له ځان‌پېژندنې، ځان‌درناوي، ځان‌اصلاح او د نفس له کنټرول سره مل وي.
څومره چې انسان خپل نفس او غوښتنې کنټرول کړي، خپل عملونه له ترسره کولو دمخه د وجدان په تله کې وتلي، خپلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې په صادقانه توګه وپېژني، په هماغه اندازه به یې له خپل شخصیت سره سالمه اړیکه پیاوړې شي، بلاخره همدا سالمه اړیکه د ځان، شخصيت او وړتیاوو سره د ریښتنې مينې بنسټ رامنځته کوي.
په پای کې ویلای شو چې د ځان سره مینه د ځان‌ستاینې نوم نه دی؛ بلکې د خپل ارزښت پېژندل، خپلې نیمګړتیاوې منل، د اصلاح هڅه کول، پر ځان باور پیدا کول او د زړه د سکون لپاره له خپل وجدان او سالم فطرت سره په همغږۍ ژوند کول دي.
کله چې انسان له خپل ځان سره سالمه اړیکه جوړه کړي، د نورو د تایید اړتیا یې کمېږي او د خپل ژوند د اهدافو په لور په ډاډ، ثبات او روښانه فکر حرکت کولی شي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.