له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو په اړه د هند د پالیسۍ بدلون او په افغانستان کې د هند ـ پاکستان پر جیوپولیټیکې سیالۍ اغېزې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: سیف قاضي‌زاده

68

له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو په اړه د هند د پالیسۍ بدلون او په افغانستان کې د هند ـ پاکستان پر جیوپولیټیکې سیالۍ اغېزې

سریزه

د افغانستان پر سر د هند او پاکستان سیالي کومه نوې پدیده نه ده ، بلکې ریښې یې په ۱۹۴۷ کال کې د هند د نیمې وچې له خپلواکۍ وروسته کلونو ته رسېږي . د پاکستان له نظره ، د افغانستان او هند نږدې کېدل تل یو بالقوه امنیتي او جیوپولیټیک ګواښ ګڼل شوی ؛ ځکه اسلاماباد اندېښنه لري چې د کابل او نوي ډیلي همکاري کولی شي د پاکستان د ستراتیژیکې محاصرې زمینه برابره او د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې د قومي او سیاسي غوښتنو د ملاتړ لامل شي . په مقابل کې ، هند افغانستان نه یوازې د هغه د جیوپولیټیک موقعیت له امله ، بلکې منځنۍ اسیا ته د یوې دروازې ، د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي لاری او د پاکستان او هند ضد افراطي ډلو د نفوذ د مهارولو لپاره د یوه مهم ډګر په توګه ارزښتمن ګڼي .

دغه سیالي په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو له راڅرګندېدو وروسته لا پسې شدیده شوه . د پاکستان او د دغه هېواد له پوځي استخباراتي ادارې سره د طالبانو نږدې اړیکو ، او همدارنګه په افغانستان کې د هند ضد جهادي ډلو شتون، نوي ډیلي دې ته اړ کړ چې د شمالي ټلوالې ملاتړ وکړي. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته ، هند د اقتصادي ډیپلوماسۍ ، بشري مرستو ، زیربنايي پروژو او نرم ځواک له لارې په افغانستان کې د پام وړ حضور او نفوذ ترلاسه کړ . خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو بیا راستنېدو د هند د سیمهییزې پالیسۍ لپاره نوي شرایط رامنځته کړل .

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هند د تګلارې بدلون :

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ، هند په لومړي پړاو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې محدودې کړې او په کابل کې یې خپل سفارت وتاړه . د نوي ډیلي اساسي اندېښنه دا وه چې افغانستان یو ځل بیا د هند ضد وسلهوالو ډلو پر مرکز بدل نه شي او طالبان ، د پاکستان له تاریخي اړیکو سره د تړاو له امله ، د اسلاماباد د امنیتي ستراتیژۍ په چوکاټ کې قرار ونه نیسي .

خو د وخت په تېرېدو سره د سیمې جیوپولیټیک واقعیتونو هند یی اړ کړ چې په خپله تګلاره کې بیاکتنه وکړي . هند په تدریجي ډول له « واټن نیولو » څخه د «احتیاطمحور او عملپال تعامل» پر لور حرکت وکړ . په کابل کې د یوه تخنیکي ټیم جوړول ، د بشري مرستو زیاتول ، د طالبانو له چارواکو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو رامنځته کول او په پای کې په کابل کې د هند د سفارت بیا پرانیستل د دې بدلون مهمې نښې ګڼل کېږي .

دغه بدلون باید د طالبانو د رسمي پېژندنې یا د هغوی د ایډیالوژۍ د منلو په معنا ونه ګڼل شي ؛ بلکې تر ډېره د هند د ملي ګټو د تأمین لپاره د مشروط تعامل یوه بڼه ده . نوي ډیلي هڅه کوي، له یوې خوا له طالبانو سره سیاسي واټن وساتي او له بلې خوا اجازه ورنه کړي چې افغانستان په داسې جیوپولیټیک تشه بدله شي چې پاکستان ، چین یا افراطي ډلې ترې ګټه پورته کړي .

د طالبانو او پاکستان د اختلافاتو زیاتېدل؛ د هند لپاره نوی فرصت :

د هند د پالیسۍ د بدلون له مهمو عواملو څخه یو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدل دي . طالبان او پاکستان چې په تېر کې یې نږدې او متقابلې اړیکې لرلې ، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د حضور ، سرحدي مسایلو او فرامرزي بریدونو په څېر موضوعاتو پر سر د کړکېچ نوي پړاو ته داخل شول .

د سرحدي نښتو او متقابلو بریدونو زیاتېدو د دواړو لورو ترمنځ دودیز باور کمزوری کړی دی . پاکستان طالبان تورنه وي چې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان ته د فعالیت اجازه ورکوي ؛ په مقابل کې طالبان دغه تور ردوي او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پوځي اقدامات غندي . د دغو اختلافاتو دوام د هند لپاره یو جیوپولیټیک فرصت رامنځته کوي ؛ ځکه طالبان نور اړ نه دي چې د تېر په څېر یوازې پر پاکستان تکیه وکړي ، بلکې کولی شي د خپلو بهرنیو اړیکو د توازن لپاره له هند ، چین ، ایران او روسیې په څېر نورو قدرتونو سره اړیکې پراخې کړي .

له دې لیدلوري ، د هند او طالبانو نږدې کېدل تر یوه حده د « زما د دښمن دښمن زما دوست دی » د کلاسیک منطق یوه برخه بلل کېدای شي ؛ خو دغه تعبیر د هند د پالیسۍ د بشپړ وضاحت لپاره کافي نه دی . نوي ډیلي تر دې ډېر هڅه کوي چې افغانستان په یوه څوپولي سیمهییز چاپېریال کې وساتي ، څو هېڅ قدرت، په ځانګړي ډول پاکستان ، ونه شي کولای پر کابل خپل ستراتیژیک انحصار تحمیل کړي.

د هند جیوپولیټیکې او جیواقتصادي ګټې :

افغانستان د هند لپاره له درېیو اساسي اړخونو څخه اهمیت لري : امنیت ، جیوپولیټیک او اقتصاد .

له امنیتي پلوه ، هند غواړي چې د افغانستان خاوره د هند ضد او پاکستان پلوه وسلهوالو ډلو پر مرکز بدله نه شي . له همدې امله ، له طالبانو سره مستقیم تعامل کولی شي هند ته دا امکان برابر کړي چې امنیتي پیغامونه انتقال او د کابل له واکمنانو سره د اړیکو او ارتباطي کانالونو زمینه برابره کړي .

له جیوپولیټیک پلوه ، افغانستان د هند لپاره د هند نیمې وچې له منځنۍ اسیا سره د نښلولو یوه مهمه کړۍ ده . د پاکستان له لارې د هند د ځمکني لاسرسي محدودیتونو د ایران او په ځانګړي ډول د چابهار بندر اهمیت زیات کړی دی. د چابهار ـ زرنج ـ دلارام مسیر کولی شي افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د هند د ارتباطي شبکې پر یوې مهمې کړۍ بدل کړي او په عین حال کې د پاکستان تر کنټرول لاندې مسیرونو ته د هند وابستګي راکمه کړي.

له جیواقتصادي پلوه هم افغانستان د کانونو ، انرژۍ ، سوداګرۍ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري . له همدې امله ، هند هڅه کړې چې خپل حضور له بشري مرستو څخه پراختیايي همکاریو ، ظرفیت لوړونې ، زیربناوو ، کرنې او سوداګرۍ ته پراخ کړي .

نرم ځواک ؛ د هند د نفوذ اساسي وسیله

په افغانستان کې د هند د پالیسۍ او د پاکستان د پالیسۍ ترمنځ یو مهم توپیر دا دی چې نوي ډیلي تر ډېره پر نرم ځواک اړخ لګوي . هند له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د پارلمان، سړکونو، ښوونیزو مرکزونو او نورو زیربنايي پروژو په جوړولو کې ونډه واخیسته او پراخې طبي ، خوراکي او ښوونیزې مرستې یې وړاندې کړې .

دغه سیاست یوازې بشري اړخ نه درلود ، بلکې د جوزف نای د «نرم ځواک» د نظریې له مخې هم د تحلیل وړ دی . هند هڅه وکړه چې د کلتور ، زدهکړو ، پراختیا ، د خلکو ترمنځ اړیکو او اقتصادي همکاریو له لارې په افغان ټولنه کې د ځان مثبت انځور رامنځته کړي . دغه سیاست په اوږدمهال کې هند ته دا امکان ورکړ چې له پراخ پوځي حضور پرته په افغانستان کې د پام وړ ټولنیزه او سیاسي پانګه رامنځته کړي .

له ۲۰۲۱ کال وروسته هم نوي ډیلي د خپلې پالیسۍ یوه مهمه برخه پر بشري مرستو ولاړه کړې ده . د ایران له لارې د غنمو ، درملو ، طبي تجهیزاتو او نورو مرستو لېږل ، له یوې خوا د بشري ناورین په کمولو کې مرسته کوي او له بلې خوا هند ته په افغانستان کې د خپل حضور د ساتلو امکان برابروي .

د پاکستان په امنیتي محاسباتو کې د افغانستان اهمیت :

د پاکستان له نظره ، په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی حضور یوازې اقتصادي یا بشري فعالیت نه دی ؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې امنیتي سیالۍ یوه برخه ده . پاکستان له ډېرې مودې راهیسې اندېښنه لري چې هند ښايي د افغانستان له خاورې څخه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر سیمو د فشار راوړلو لپاره استفاده وکړي .

په همدې چوکاټ کې ، اسلاماباد په افغانستان کې د هند د قونسلګریو پراختیا، له افغان حکومتونو سره د نوي ډیلي همکاري او له افغانانو سره د هند اړیکې له شک او اندېښنې سره څاري . همدارنګه ، پاکستان باور لري چې په افغانستان کې د هند نفوذ کولی شي د دغه هېواد د « ستراتیژیک عمق » په نوم د پالیسۍ د کمزوري کېدو لامل شي .

خو د دغو ادعاوو یوه برخه د پاکستان په سیاسي ادبیاتو کې د تورونو بڼه لري او ټولې یې د اثبات شویو واقعیتونو په توګه نه شو منلی . د علمي تحلیل لپاره اړینه ده چې د پاکستان د ګواښ له ادراک او د هند د فعالیتونو په اړه د عیني شواهدو ترمنځ توپیر وشي . د دې توپیر اهمیت په دې کې دی چې د ګواښ ادراک ، حتا که قطعي شواهد موجود هم نه وي ، کولی شي د دولتونو امنیتي چلندونه اغېزمن کړي .

د طالبانو پر وړاندې د هند د تګلارې

محدودیتونه ؛

سره له دې چې د هند تعاملات پراخ شوي، نوي ډیلي له یوه اساسي معضل سره مخ دی : څنګه کولی شي له طالبانو سره تعامل وکړي ، پرته له دې چې دغه تعامل د طالبانو د کورنیو سیاستونو د مشروعیت ورکولو په معنا تعبیر شي؟

د ښځو پر حقونو ، د نجونو پر زدهکړو ، سیاسي او ټولنیز مشارکت او د بېلابېلو قومي ډلو پر استازیتوب د طالبانو سخت محدودیتونه له هغه انځور سره په ټکر کې دي چې هند یې د یوه ډیموکراتیک او کثرتپال نظام په توګه له ځان څخه وړاندې کوي . له همدې امله ، نوي ډیلي نه شي کولی په اسانۍ سره د جیوپولیټیکو ګټو او خپلو معیاري ارزښتونو او اصولو ترمنځ توازن رامنځته کړي .

دغه موضوع هغه مهال لا ډېره څرګندېږي چې د طالبانو چارواکي په رسمي ناستو یا رسنیو کې پر ښځو محدودیتونه لګوي . په داسې مواردو کې د هند چوپتیا یا کمزورې غبرګون کولی شي دا تصور رامنځته کړي چې جیوپولیټیکې ګټې د اصولو او قانون پر تعهداتو برلاسي شوې دي . له همدې امله ، هند له یوه اعتباري معضل سره مخ دی : له یوې خوا له طالبانو سره تعامل ورته اړین دی او له بلې خوا نه غواړي چې دغه تعامل د طالبانو د تبعیضي سیاستونو د عادي کولو په معنا تعبیر شي .

د هند ، پاکستان او چین سیالي ؛

په افغانستان کې د هند سیاست یوازې د هند ـ پاکستان د دوهاړخیزې سیالۍ په چوکاټ کې نه شي تحلیل کېدای .

چین هم د سیمې د یوه ستر اقتصادي او جیوپولیټیک قدرت په توګه په افغانستان کې خپل حضور زیاتوي .

چین له یوې خوا د خپلو پولو په شاوخوا کې د ناامنۍ او افراطي ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه لري او له بلې خوا افغانستان د طبیعي سرچینو ، سیمهییز اتصال او د «کمربند او لارې» د نوښت د پراختیا له نظره مهم ګڼي. له همدې امله ، طالبان هڅه کوي له چین ، ایران ، روسیې، هند او پاکستان سره متوازنې اړیکې وساتي او له یوه ځانګړي قدرت سره له زیاتې وابستګۍ څخه ډډه وکړي .

په داسې شرایطو کې ، افغانستان په یوه څوپوړیز جیوپولیټیک میدان بدل شوی دی ؛ داسې سیالي چې هند په کې منځنۍ اسیا ته د لاسرسي او د پاکستان د نفوذ د محدودولو په لټه کې دی ، پاکستان هڅه کوي د خپلې ستراتیژیکې محاصرې مخه ونیسي ، او چین غواړي د خپل شاوخوا سیمهییز ثبات وساتي او خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي .

د هند او طالبانو د اړیکو راتلونکی لید ؛

داسې ښکاري چې له طالبانو سره د هند راتلونکې تګلاره به نه د اړیکو د پرېکولو او نه هم د بشپړې پېژندنې پر لور ولاړه وي ؛ بلکې د محدود ، مشروط او معاملاتي تعامل پر لور به حرکت وکړي . هند به احتمالاً خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او بشري او پراختیايي همکاریو ته به پراختیا ورکړي ، خو تر هغه وخته به طالبانو ته د بشپړ سیاسي مشروعیت له ورکولو ډډه وکړي ، څو چې د حکومت په جوړښت اود بشري حقونو په سیاستونو کې اساسي بدلونونه رامنځته نه شي .

په عین حال کې ، نوي ډیلي به هڅه وکړي چې د طالبانو او پاکستان له اختلافاتو څخه د خپل ستراتیژیک مانور لپاره استفاده وکړي . خو د کابل او اسلاماباد ترمنځ پر اوسني درز باندې له حده زیات باور کولی شي د هند لپاره خطرناک تمام شي ؛ ځکه د جدي اختلافاتو له شتون سره سره ، د طالبانو او پاکستان اړیکې ژورې تاریخي، ټولنیزې، امنیتي او جیوپولیټیکې ریښې لري او امکان شته چې په راتلونکي کې یو ځل بیا د یوه ډول جوړجاړي پر لور حرکت وکړي .

له همدې امله ، د هند عقلاني ستراتیژي دا ده چې له طالبانو سره خپلې اړیکې یوازې د طالبانو او پاکستان د اوسني خصومت پر بنسټ نه ، بلکې د اوږدمهالې او څو اړخیزې محاسبې پر بنسټ تنظیم کړي .

پایله ؛

له طالبانو سره د هند د پالیسۍ بدلون باید په افغانستان کې د جیوپولیټیک چاپېریال د بدلون او د نوي ډیلي د ملي ګټو د بیا تعریف پایله وبلل شي . هند له ۲۰۲۱ کال وروسته له خپلې لومړنۍ واټننیونکې پالیسۍ څخه د طالبانو پر وړاندې د احتیاطمحور تعامل پر لور حرکت کړی دی؛ ځکه نوي سیمهییز واقعیتونه ، لکه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل ، د چین د نفوذ پراخېدل ، منځنۍ اسیا ته د لاسرسي د ساتلو اړتیا او د هند ضد ډلو د پراخېدو په اړه اندېښنې ، نوي ډیلي دې پایلې ته رسولی چې د طالبانو بشپړ انزوا د هند له ستراتیژیکو ګټو سره سمون نه لري .

خو د هند او طالبانو تعامل باید د یوه دوامدار ستراتیژیک اتحاد په معنا ونه ګڼل شي . دغه اړیکې تر ډېره معاملاتي ، محدودې او د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي . طالبان پانګونې ، مرستو او سیمهییز مشروعیت ته اړتیا لري او هند هم په افغانستان کې ثبات ، اقتصادي لاسرسي او امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري .

له بلې خوا ، د هند او پاکستان سیالي به

لا هم د افغانستان د سیمهییز سیاست له مهمو متغیرونو څخه وي . د یوه رقیب پر وړاندې د افغانستان د ابزاري کارونې هر ډول هڅه د دې خطر زیاتوي چې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو پر میدان بدل شي . له همدې امله ، په افغانستان کې د دوامدار ثبات لپاره اړینه ده چې دغه هېواد له « د قدرتونو د سیالۍ له صحنې » څخه پر «د سیمهییزې همکارۍ پر پل» بدل شي .

په پای کې ، هند د خپلو ګټو د ساتنې لپاره له طالبانو سره د تعامل له دوام پرته بله لاره نه لري ؛ خو دغه تعامل باید د جیوپولیټیک عملپالنې او معیاري او قانوني اصولو ترمنځ پر متوازن دریځ ولاړ وي . د پاکستان لپاره هم یوازې د افغانستان په اړه د امنیتمحورې پالیسۍ دوام دایمي حل نه شي کېدای . دواړه هېوادونه په اوږدمهال کې د افغانستان له بېثباتۍ څخه زیان ویني . له همدې امله ، د سوداګرۍ ، ترانزیټ ، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ، د اوبو د مدیریت او اقتصادي اتصال په برخو کې د سیمهییزو همکاریو د میکانیزمونو رامنځته کول کولی شي په افغانستان کې د هند او پاکستان د صفر جمعي سیالۍ د کمولو لپاره زمینه برابره کړي . په داسې یوه چوکاټ کې ، افغانستان کولی شي د دې پر ځای چې د هند او پاکستان د ګټو د ټکر نقطه وي ، د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د اتصال پر کړۍ او د سیمهییزې جیوپولیټیکې او جیواقتصادي همکارۍ پر بستر بدل شي .

د مکې تړون او د سیمه‌ییز امنیتي نظم بیاجوړونه/۱

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.