د محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او سیاسي ستراتېژي

سباوون درانی

33

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند سره زموږ تړاو تر ډېره عقیدتي او روحاني دی. ډېری وخت زموږ خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند واقعو ته ژاړي او په یو ډول د نفص تزکیه پرې کوي. دا ډېره بهتره خبره ده او باید ستاینه یې وشي خو له بده مرغه موږ د ډېر روحانیت له امله کله نا کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت انساني اړخ هېروو. د سیرت واقعې موږ داسې لولو چې یوازې نفس پرې تزکیه کړو خو د ژوند د زده کړې لپاره یې نه کاروو. زما هیله وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند باندې له سیاسي اړخه څېړنه وکړم او سیاسي اړخ یې د زده کړې لپاره د پښتنو مخې ته کېږدم.

دا کتاب مې چې کله ولید نو تقریباً زړه نا زړه مې راواخیست ځکه فکر مې کاوه چې بیا به هم زه یوازې د روحاني ستاینو سره مخ شم، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیاسي ژوند به د سیاست پر ځای بیا هم له روحاني اړخه خبرې کوي، خو دا کتاب بیخي په عالي ډول لیکل شوی دی. تاسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د بیخي نوي لوري څخه معرفي کوي. کله مې چې لوستلو نو له ځانه سره مې وویل چې په ټول ژوند کې به ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي ژوند دومره په غوره ډول نه وو لیکلی.

په سیاسي مبارزو کې زما د خوښې مبارزه د نېلسن منډیلا مبارزه وه او ډېر څه مې ترې زده کړي دي، خو دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته مې د لمړي ځل لپاره د یو سیاسي رهبر په توګه کتل نو اوس مې د خوښې سیاسي مبارزه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي مبارزه ده. موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوازې لدې اړخه ګورو چې هغه مبارک یو پیغمبر وو او د یو رهبر په حیث یې ټول رول له پامه غورځوو. دا لید موږ له نور فکر او څېړنې څخه راګرځوي ځکه موږ هرې کړنې ته یوازې لدې اړخه ګورو چې بس هر څه الهي مرسته وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند همداسې پلان شوی وو چې په غیر مستقیم ډول موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول بصیرت، سیاسي پوهه، رهبري، فوځي ځواک او ټولې هڅې له پامه غورځوو. دا سمه ده چې هر څه د الله تعالی په ارادې کیږي، زموږ پدې ایمان دی خو موږ باید دا په یاد ولرو چې موږ د کارونو اختیار لرو او د خپل بریالیتوب او ناکامۍ مسئول یو. د احد غزا ددې اصل تر ټولو غوره مثال دی چې موږ ته دا راښيي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام هم انسانان وو، او له انسانانو به خامخا په چارو کې غلطۍ کیږي.

دا کتاب د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند تاسې ته د سیاسي ستراتېژۍ په اساس وړاندې کوي. دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په څه ډول د اسلام د نهضت د بریا، دوام او قوت لپاره کار کړی دی. موږ ترې دا زده کؤلی شو چې څنګه کولی شو خپلو سیاسي هیلو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سبک کار وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلام ته په ډېرو قوي سیاسي ستراتېژیو کار کړی دی چې لوستل یې ستاسې سیاسي نبوغ بیخي لوړوي. د اسلامي ډلې شروع په علمي اساساتو او روزنه ولاړ وو. مخکې لدې چې اسلام لویو جمعیتونو ته وړاندې شي، د یو سیاسي او فلسفي ښوونځي په څېر یې د کلکې عقیدې او کاملې پوهې لرونکې کوچنۍ ډله وروزله. دا ډله د اسلام د لوی راتلونکي لپاره د علمي او سیاسي رهبرې اساس وو چې وروسته یې د اسلام په جهاني کؤلو کې اساسي رول درلود، هیڅ سیاسي فکر باید داسې پيل نشي چې د قوي مرکز پر ځای مستقیماً لویو ډلو ته وړاندې شي ځکه کمزوري اساسات د لویو خلکو د کنټرول توان نلري.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم بله لویه ستراتېژي د نوښت او مختلف راتلونکي فکر وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو په ولاړه ټولنه کې داسې حرکت رامنځته کړ چې ټول اساسات یې په نوښتونو ولاړ وو او خپل مخالفین یې له داسې سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو سره مخ کؤل چې هغوی یې هیڅ اټکل نشو کؤلی. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي بلاغت او پوهه کې تر ټولو لوی کمال د اوږد راتلونکي فکر دی. ډېری چارې په لنډ مهال کې ستونزمنې او او تاواني ښکاري خو په اوږد راتلونکي کې یې ارزښت بیخي ډېر وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سیاسي مفکر په حېث لنډ مهاله ګټو ته ارزښت نه ورکاوه او تل یې چارې داسې تنظیمؤلی چې د ټول امت راتلونکي ته یې خیر ورسیږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته هم خلک د هغه سټراټېژيو په مرسته پرمختګ وکړي. همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو لرلید لرونکي رهبر په توګه راتلونکو نسلونو باندې سرمایه ګزاري او تکیه کؤله او تل یې دا فکر وو چې د بدو کفارو په اولادونو کې به د امت سرلاري را پیدا کیږي نو باید د خلکو تباهي ونه غواړو او همداسې وشول، د لویو کفارو اولادونه د اسلام د دفاع څلي شو. ځوان نسل ته توجو او پرې کار کؤل د هر ډول سیاسي مبارزې لپاره د کامیابېدو اساسي شرط دی.

د قریشو د ځپلو لپاره له هغه ټولو ستراتېژیو کار اخیستل کېده چې اوس یې هم نړېوال ځواکمن هېوادونه د خپلو دښمنانو په خلاف کاروي. په قریشو اقتصادي بندیزونه د لویې سټراټېژۍ پیل وو، چې د کافرو قریشو ټول ژوند پرې روان وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې د ټولې اقتصادي لارې بندې کړلې او په تاریخي توګه یې د اقتصادي لارو د بندښت قوي ستراتیژي د دیني موخې لپاره وکاروله. د هغوی سیاسي ایتلافونه یې لمنځه یوړل او مدینه یې د نوي اقتصادي ایتلاف د مرکز په توګه رامنځته کړه. د کافرو قریشو څخه یې هغه مشروعیت واخیست چې په نورو عربانو یې پرې ځان لوړ ګاڼه. قریشو ځان د حرم شریف خدمتګاران ګڼل او د حدیبې د سولې پر وخت یې د حرم شریف څخه د مسلمانانو په منع کؤلو خپل دا مشروعیت هم له لاسه ورکړ ځکه هغوی چې ځان یې خدمتګار ګاڼه، د حرم شریف څخه د خلک منع کوونکي شو او په ټولو عربو کې یې مشروعیت له لاسه ورکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې ټول د عربو د عصبیت او قومي تړونونو څخه کافي ګټه پورته کړه او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې وکارول. د جاهلیت د وخت هغه تړونونه چې مسلمانانو ته یې خېر رسېدلی شو، لا یې قوي کړل او هغه تړونونه چې د اسلام او مسلمانانو خلاف وو، ترمنځ یې ورته درز پیدا کړ تر څو یې قوت تقسیم شي. انګلیسیانو د divide and rule سټراټیژي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو غوره سیاسي موخو لپاره په هاغه وخت کې ایجاد کړې وه. په سیمه کې یې ټول ایتلافونه وځپل، مخالفتونه یې لمنځه یوړل او د مسلمانانو په مرکزیت یې نوي سیاسي، اقتصادي او فوځي ایتلافونه رامنځته کړل چې د ټولو دښمنانو څخه یې لاره پرې ورکه کړه. برعکس یې د مسلمانانو ایتلاف د زغم او پوهې په قوي کؤلو دومره ځواکمن کړ چې حتا منافقینو هم پکې په آرامه ژوند کؤلی شو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله جبهه کې هیڅ درز او ماتې ته ځای نه پرېښود.

د کتاب ښکلا دومره ډېره ده چې زه به ونشم کړای تاسې ته یې دلته یو فیصد ښکلا هم در وښييم. که غواړئ د سیاست یو بیخي ښکلی کتاب ولولئ او د نړۍ په سیاسي معاملو مو بهتر سر خلاص شي، دا کتاب خامخا ولولئ.
Sabawoon Durrani

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.