۱۹۸۴ د جورج اوروېل (George Orwell) لخوا لیکل شوی د کلاسیک آدبیاتو یو ډېر لوی او مشهور کتاب دی چې په ۱۹۴۹ کال کې خپور شوی دی او تر اوسه په نړۍ کې میلیونونه ټوکه پلورل شوی دی.
دا کتاب د یو دېکتاتور حکومت یو ډېر سپین او روښانه انځور وړاندې کوي، چې په کې حکومت ټولې برخې له سخت نظارت لاندې نیولي دي، او د فردي ازادۍ مفهوم کاملاً له منځه تللی دی. په دې کتاب کې د نړۍ یو داسې لید وړاندې شوی چې د هرې شخصي او ټولنیزې کړنې څارنه کیږي، او د “حقیقت” د تعریف کولو واک د حکومت په لاس کې دی. خلک هغه شېانو ته حقیقت وايي چې حکومت یې حقیقت ګڼي او هغه څه چې حکومت نه غواړي خلک یې په اړه پوه شي، بیخي يې په اړه څوک پوهه نلري او هر څه کاملاً د حکومت تر نظر لاندې دي.
په کتاب کې ښودل کېږي چې د “Brotherhood” او “Ministry of Truth” په څېر سازمانونه د رژیم د قوي کولو او د خلکو د ذهنونو د نظارت لپاره فعالیت کوي. که ريښتیا ووایم نو د کتاب له لوستلو وروسته ما ته د نړۍ د اوسنېو حقیقتونو په اړه ډېرې پوښتنې پېدا شوې ځکه کتاب د فردي ازادۍ، حقیقت، او د معلوماتو د کنټرول په اړه ډېر ژور نظریات وړاندې کوي.
اصلاً دغه کتاب د یو انتهايي استبدادي دولت انځور وړاندې کوي چې ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند د دولت د کامل کنټرول لاندې دی. د کتاب اصلي کرکټر، وینسټن سمیت، یو عادي کارګار دی چې ټول ژوند يې د حکومت لخوا د ټولو شیانو کنټرول لاندې دی. په هر ځای کې ورته کېمرې او مایکروفونې لږېدلي چې تل د Big Brother یا د لوی مشر تر نظر لاندې او غږ یې اورېدل کېږي. دغه لوی مشر د هر څه مسئول دی او ټول حکومت د دغه مشر د لوېولو او د نوم د اوچتولو لپاره کار کوي خو هیچا هم نه وي ليدلی.
د کتاب کرکټر وینسټن اسمیت په دې هڅه کې دی چې د حکومتي کنټرول له اغیزو ځان وژغوري، خو په پای کې هغه ناکام کیږي. هغه غواړي مینه وکړي او د جولیا په نوم له یوه ښځې سره د مینې اړیکه ولري خو د میې وزارت پرې خبرېږي او تر سختې شکنجې لاندې یې نیسي، وطن ته په خیانت یې تورنوي او دا کار یې بد ګڼي چې بیا یې مئینه ترې هم زړه تورې کېږي او فکر کوي چې دواړو رېښتیا هم کوم جرم کړی.
په کتاب کې عجیبه خبره دا وي چې د مینې وزارت یا Ministry of Love پکې د مینې، اړیکو، او ملګرتیا ضد کار کوي. د حقیقت وزارت یا Ministry of Truth پکې د غلطو معلوماتو خپرولو ته کار کوي او خلکو ته تل درواغ وایي. د سولې وزارت یا Ministry of Peace پکې د جګړې او تشدد د پراختیا لپاره کار کوي. همدا رنګه ټول کارونه د ښه نوم لاندې بد وي او دا متناقض نومونه د رژیم د پوښښ او فریب ښودنه کوي چې په کې د ظالم حکومت تر ټولو لوی هدف د خلکو ژوند، ذهنونه او افکار کنټرول کول دي.
له مهمو پیغامونو څخه چې “۱۹۸۴” یې وړاندې کوي، هغه د حقیقت او آزادۍ په اړه ژور فلسفي بحث او نوی لید دی. زما لپاره ډېر خوندور وو او باوري یم چې تاسې به ترې هم ډېر څه زده کړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.