په ژبه کي غیر ضروري زیاتوني ستونزي ډېروي

انجنیر داؤد اڅک

51

بېله شکه چي ژبه نه یوازي د افهام او تفهیم، بلکه د پوهني، افکارو، علم او تجربو د انتقال وسیله هم ده. ځکه نو ژبه په ژبپوهنه کي د ژوند لومړئ ضرورت بلل سویدی. دا هم روښانه ده چي تقریبأ هره ژبه بیلي لهجې لري او هره لهجه د ځانګړي او معیني جغرافیې محصول دی. طبعي ده چي بیلي لهجې په ژوندۍ ژبه کي رازیږي او پر مختګ کوي. دا به هم منو چي د لهجې په پیدایښت کي پر نورو تاریخي او جغرافیایي لاملونو سربېره شخصیتونه هم رول لري. یعني کله کله د یو شخص ایدیولکت Idiolect (ځانګړی ژبنئ سبک) وکړای سي چي د یوې لهجې او ژبي برخه وګرځي. دغه حالت په ژبپوهنه کي سبک پېژندني تصنع Artificiality بللی دی چي منفي اړخ لري او نه باید په ژبه کي داسي غیر طبعي صنعت رامنځته سي.

پدې معنا:

کله چي یو کاریزماتیک شخص په خپلو لیکنو او بیانونو کي یوه کلمه، اصطلاح یا یو تکیه کلام په پرله پسې توګه په یو ځانګړي سټایل سره کاروي او خپل عادت ئې ګرځولی وي، بیا نو د هغه شخص پلویان، د هغه سټایل خوښونکي یا غوړه مالان د هغه شخص د خوشحاله کولو یا هم د هغه کاریزماتیک شخص سره د سیالي کولو په خاطر په شعوري توګه د هغه شخص د سټایل او کلمو تقلید کوي. معلومداره چي دغه تقلید پراختیا مومي او بلاخره دغه زیاتونه د یوې لهجې برخه سي. لکه ځني کسان چي په خبرو کي د وزن او قافیې برابرولو یا د خبرو او جملو د ښه تسلسل په خاطر داسي زیاتوني کوي یا سويدي چي په ژبه کي ئې ضرورت نه لیدل کیږي، اما اوس رواج دي. دغه غیر ضروري زیاتوني شاید په هره ژبه کي وي، خو په پښتو او فارسي ژبو کي چي زموږ ملي ژبي دي داسي زیاتوني سته چي باید د عادت څخه ولوېږي او پرهېز ځني وکړو. ځکه چي اوس دیجیتالي عصر دی او ډېر اسناد د ګوګل یا کوم بل اپلیکېشن پذریعه ژباړل کیږي. موږ او تاسو وینو چي په غټو کنفرانسو او رسمي لیدونو کتنو کي حتا د ملل متحد په عمومي غونډو کي هم ژباړن دیجیتالي وي. ځکه نو غیر ضروري زیاتوني چي د ژبنیزو معیارو څخه دباندي وي، هم په ترجمه کي ستونزي رامنځته کوي او هم په ګرامري لحاظ اضافه او بې ضرورته وي.

لکه دغه مهملي کلمې چي د اصلي ویي (کلمې) وروسته کاریږي: کار مار، غنم منم، پسه مسه، کوټه موټه، چکر مکر، ړنګه بنګه، عکسو مکسو، ګنډل منډل او نور. زما (لیکوال) په اند د نوموړو کلمو دوهم یا مهمل شکل چي د اصلي کلمې سره اړیکه او معنا نلري او بې ضرورته زیاتونه ده باید د استعمال څه ئې ډډه وسي. البته ځني ورته کلمې سته چي معنا لري لکه احمد څو واره تېر او راتېر سو، همداسي نور.

بله زیاتونه دا ده کله چي یو کتاب چاپ سي نو ځني ښاغلي لیکوالان په خپلو متنونو کي کاږي چي: زما کتاب یا پلانئ کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال سو/ د چاپ په ګاڼه وپسولل سو. دغه زیاتوني هم ژباړن ته ستونزي زېږوي او هم جمله بې ضرورته اوږدیږي. باید مختصر ولیکو چي زما کتاب چاپ سو.

دریمه زیاتونه چي په پښتو ژبه کي رواج سوېده او پر تقریري ژبه سربېره اوس په لیکلو کي هم لیدل کیږي د (یو) کلمه ده، چي زما په اند یوه غیر ضروري زیاتونه ده او پر دیجیتالي ژباړن سربېره ئې ګرامر هم نه خوښوي.

د بیلګي په ډول ما (لیکوال) یو ښایسته کتاب ولیدۍ چي عنوان ئې وو (یو څو لپي فکرونه). همداسي په بل ځای کي لیکل سوي ول (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري)،(د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) او داسي نور.

ځني د نظر خاوندان وایي چي (یو) معین کونکې کلمه ده، یعني اندازه او ظرفیت تعین او ځانګړی کوي. ځکه (یو)  ضروري دی او باید ولیکل سي. اما زه (لیکوال) په ډېر احترام د داسي نظر سره همږغی نه یم. نو پدې خاطر چي موضوع ښه روښانه سي، راځۍ چي پرهمدغه موضوع باندي یو لنډ او دوستانه بانډار وکړو چي (یو) په معین کولو، مشخص کولو یا ځانګړي کولو کي مرسته کوي که یا؟

 لومړۍ جمله: یو څو لپي فکرونه. په (څو) باندي ټوله پوهېږو چي جمع ده او نامعینه یا نامعلومه جمع ده. یعني د دوو، درو، څلورو… په شان معینه جمع نده. په همدې خاطر موږ نه سو کولای چي دغه نامعلومه مقدار د (یو) پذریعه معین یا مشخص کړو. ځکه چي اندازه او مقدار په شمېره باندي تعین او ټاکل کیږي، بېله شمېرې څخه موږ نه سو کولای اندازه مشخص یا معین کړو. او که غواړو چي مقدار ئې معین کړو باید ظرفیت او اندازه ئې شمېر کړای سو. لکه یوه لپه، دوې لپي یا درې لپي فکرونه. او که غواړو چي یوه غیر معینه اندازه معرفي کړو نو باید ولیکو چي: څو لپي فکرونه. دغه جمله هم په ګرامري لحاظ ښکلې او لنډه ده او هم ئې ګوګل صاحب په معنا کي نه ورکیږي. یعني د (یو) کلمه دلته غیر ضروري زیاتونه ده او کوښښ باید وکړو چي استعمال نسي.

دوهمه جمله: د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري. د جملې په لومړۍ برخه کي ( د یو دوو کتابو په باره کي) وینو چي دوه کتابه په ښکلا سره معین سویدي، یعني تعداد ئې معلوم او معین دی چي دوه کتابه دي. بیا نو نه کوم ضرورت احساسیږي او نه کوم ګرامري اصل امر کوي چي (یو) پر اضافه کړو. او که (یو) اصل بولو بیا نو ادامه ئې هم باید ولرو.یعني د دوو دوو کتابو په باره کي، د درو دوو کتابو په باره کي، د څلورو دوو کتابو په باره کي هم باید ولرو چي نه ئې لرو. ځکه نو زما (لیکوال) عرض دا دی چي د (یو) ضرورت نسته او اضافه دی.

په دوهمه برخه (یو څو خبري) کي لوړ واضح سول چي (څو) نا معینه جمع ده. او موږ نسو کولای چي په (یو) ئې معینه کړو. که چیري د پورته توضیح پر بنسټ ئې بېله (یو) څخه ولیکو جمله به مو ښکلې او ساده لیکلې وي.

پایله دا چي:

که پورته زیاتوني د شفاهي ژبي څخه د عادت په خاطر نسو لیري کوالی نو په لیکلو کي باید ډډه ځني وکړو او پوره کوښښ وکړو چي پښتو ژبه ښکلې، ساده، اسانه او روانه ولیکو. یعني که لوړي جملې په لاندي ډول ولیکو هم به ښاغلی ګوګل خوشحاله وي او هم به د ګرامر احترام سوی وي:

۱ –  د (یو څو لپي فکرونه) پر ځای که (څو لپي فکرونه) ولیکو ستونزه نه زېږوي.

۲- (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري) پر ځای که (د دوو کتابو په باره کي څو خبري) ولیکو جمله به قانونمنده وي.

۳ – (د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) پر ځای که (د افغانستان د کتابتونونو په اړه څو خبري) ولیکو تاوان نه کوو.

درنښت

۲۰ – ۲ – ۲۰۲۶

د حقیقت فلسفه په غزل کي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.