وروستی لوستونکی -(لنډه کیسه)

 عبدالوکیل سوله مل 

26
پلار ته چې یوه خاطره او ياد يې د دې کیسې الهام وګرځېد
وروستی لوستونکی
– نه ږیره پرېږدې، نه دې خولۍ پر سر کړې، او نه دې هم کله څادر په اوږو راواچاوه…
غاښونه به یې وچېچل، سترګې به یې زما پر لور کلکې درولې وې. لاس به یې زما لور ته را اوږد کړ، د یوې بدې او بوږنوکې پېښې وړاندوینه به یې زما له غوږونو تېره کړه:
– د دې مزه به یوه ورځ وڅکې!
بیا به یې په خپله ږیره، چې تازه یې پرېښې وه، لاس راتېر کړ. سر به یې وښوراوه:
– خدای (ج) شاهد دی، که مې په ټول عمر کې کله لمونځ قضا کړی وي او نه مې کله هم روژه خوړلې.
په دېوال کې راځوړندې مصلې ته به یې وکتل:
– ږیره پرېښودل څه چې، په زور مې لا لمونځ او روژه هم ښه راځي.
بیا به یې، لکه لویه دیني تېروتنه چې ترې شوې وي، یا د قرآن شریف پاڼه ترې په بې‌پامۍ څېرې شوې وي، په بیړه به یې غوږونو ته ګوتې وروړې، سترګې به یې له وېرې راټولې شوې:
— خدایه، بښنه راکړه!
خوارکي پلار به مې تل په داسې خبرو په یوه بوږنوونکي واقعیت او حقیقت هم پوهولم او هم یې ګواښلم، خو ما تل لکه د کوچني ماشوم یا هم د نااورېدونکي سرتېري، ځان د ده پر خبرو او ګواښونو کوڼ او ړوند اچوه. نه مې د هغه پر دې خبرو سر ګرځاوه او نه مې د هغه پرله‌ پسې نصیحتونو ته غوږ نیوه. کله کله خو به مې آن خوله هم ورسره ووهله:
– نو دوی خو د ږیرې فرمان نه دی ورکړی او نه لوڅ سر کومه ګناه ده، پلاره.
پلار به مې له غوسې رانیغ شو:
– نو د درېشۍ په اغوستلو بندیز خو یې هم کوم فرمان نه دی ورکړی، خو له پاچا تر ګدا داسې څوک وینې چې درېشي یې په تن وي.
ما ته به خندا راغله او په ملنډو مې وویل:
– نو دا خو له مشره تر کشره ټول د مدرسو طالبان او ساده کلیوال دي، دوی کله عسکري او ملکي مکتبونه لوستي دي.
پلار به مې اوږې وغورځولې او په لنډو یې ځواب راکړ:
– چې هر څوک او له هره ځایه راغلي وي، اوس یې له تاسو پاچاهي نیولې ده. چې څه دوی کوي، رعیت به ورسره غاړه ږدي.
پلار مې پر حق و. له هغې ورځې چې نوې اداره او نوي واکمن راغلي وو، ټول زده‌کوونکو، ښوونکو، مامورینو، پولیسو او سرتېرو درېشي نه اغوستې. ان ترافیک، چې پخوا به یې سپینې خولۍ پر سر او تور یونیفورم کې موټر کنټرولول، اوس په وطني کالیو کې ګرځېدل.
ښار له وسله‌والو ډک و، خو دا نوي وسله‌وال د ښار د ساتلو لپاره نه وو راغلي. دوی یو له بل وېرېدل. ګرم هم نه و، ځکه دا هغه سرتېري وو چې هم یې په خپلو کې په جګړه ځانونه ستړي کړي وو، او هم له هغې ادارې او نظام سره جنګېدلي وو چې اوس یې را نړولی و. همدا وه چې اوس د دوی په ډېر واړه قوماندان پسې د وسله‌والو دومره لوی لښکر روان و، چې د پخوانۍ ادارې د یوې فرقې قوماندان به هم دومره ساتونکي نه بدرګه کول.
ویره د ښار پر هره څنډه خپره وه. نه چا بازار ته زړه ښه کاوه، نه کار ته، نه خبرو ته، او نه هم سندرو ته. ښار د غږونو له خندا تش و، هغه اوس داسې هدیرې ته ورته و، چې نه شر لري او نه شور.
خو ما ځان داسې ښکاراوه، لکه ړوند، لکه کوڼ، چې نه څه ویني، نه څه اوري. هره ورځ به مې ږیره چپه خریيله، سر به مې لوڅ و، او اوږدو ویښتانو به مې تل باد ته نڅا کوله. جامې به مې اوتو، پاکې، سترې او ښایسته وې. کتاب به مې لاس کې و، او د ونې تر سیوري لاندې به مې له مطالعې خوند اخیست.
د پلار خوله به مې له غوسې او اندېښنې وچه وه، خپلوان او ګاونډیان به هک پک وو چې زه ولې دومره بې‌پروایي کوم، ولې د زمان غوښتنه په پام کې نه نیسم، او څنګه د وخت له باد سره نه روانېږم.
زه اوس بې‌کاره وم، له دولتي دندې یې شړلی او رخصت کړی وم. له بیکارۍ هره ورځ دوکان ته ورتلم. پوهېدم چې هلته زه هېڅ کار نه لرم، خو ما د دې لپاره چې د خلکو پام ځان ته راواړوم او خپل موجودیت خلکو ته وښایم، هره ورځ به مې هلته ځان رساوه.
دوکان مخې ته مو لویه ونه، چې د اوړي په ګرمو ورځو کې یې سیوری لوی نعمت و، ولاړه وه. چوکۍ به مې تر هغې لاندې ایښوده، کتاب پر زنګنو، او ټوله ورځ به مې لوست کاوه. ښار به غلی و، شور یې نه و، ویرې غږونه وژلي و، خو زه به تل په یوه کتاب کې ډوب وم.
زما د کتابونو کیسه زما کورنۍ ته معلومه ده. تل به یې د اعتراض غږ پورته و: “دا واړه کورونه، دا غټ کتابونه!” خو زه نه خواردي کېدم، او ورځ تر بلې مې د کتاب او مطالعې سره شوق او مینې زور اخیست. خو اوس مې د پلار نارضایتي ورځ تر بلې په لوړېدو وه. پوهېدم چې له دې اړخه زوریږي او خفه کېږي، او نور یې زغم پای ته رسیږي، خو ماله دې سره سره بیا هم نه غوښتل چې له دې شوق لاس واخلم.
یوه ورځ، چې ټکنده غرمه وه او ما له دوکان سره د ولاړې ونې د سیوري لاندې کتاب لوست، ناببره مې چا په اوږه لاس کیښود. کله چې شا ته مې وکتل، یو دنګ وسله‌وال چې ږیره یې تر نامه اوږده او څڼې یې تر اوږو هم تېري وې، زما پر سر ودرېد. د هغه لاس لکه د یږ پنجه وبېرولم، لکه په ځمکه چې ننوزم. سر مې له ویرې ځوړند ونیو، خو هغه مې سر بیرته راپورته کړ او کتاب ته یې لاس ونیو:
– دا څه شی دی؟
ما چې له ویرې لکه باد وهلې پاڼه رپیدم، په لړزیدلي غږ مې ځواب ورکړ:
– کتاب
د ده سترګې نورې هم بټې راووتې:
– د څه شي کتاب؟
– تاریخ
د تاریخ په اورېدو یې اوږې وڅرخولې:
– د څه شي تاریخ؟ د اسلام که د کفر؟
– نه، صاحب، د افغانستان
لکه افغانستان او تاریخ دواړه چې ده ته بې ارزښته او بې معنا مفاهیم وو!
– پرون دې کوم کتاب لوست؟
– همدا
– او هغه بله ورځ؟
– یو ادبي اثر
د ادب په اورېدو یې تندي څه وغوړید، په ما کې هم لږه ساه وچله، فکر مې وکړ شاعر، لیکوال، یا به هم د ادبیاتو لیوال او مینه‌وال وي، خو زر پوه شوم چې اټکل مې ناسم دی.
د څه شي ادب؟ اسلامي ادب! که کفري ادب؟
غلی شوم، لار رانه ورکه شوه، ځواب مې نه درلود، ځکه ګرانه وه چې داسې یو شډل او نالست سړي ته د ادبیاتو تعریف او ارزښت ور وپیژنم.
هغه دستي بله پوښتنه وکړه:
– ولې کتاب لولې؟
دې پوښتنې مې ګڼ ځوابونه په ذهن کې راوټوکول: کتاب رڼا ده، کتاب د مدنیت او انسانیت بنسټ دی، پوهه ده… او له دې سره جوخت مې د کتاب او د هغه د اهمیت او ارزښت په اړه د ګڼو نوابغو، مذهبي پیشوایانو او فیلسوفانو اندونه یو په بل پسې په مغزو کې را تازه شول، خو ما د هغه چا سر څنګه حلاصولی شو چې ټوپک او زور یې قانون او لارښود وو:
– دا مې شوق دی او پام پرې غلطوم.
داسې یوه ځناور ته مې له دې پرته بل څه ځواب درلود؟ سترګې یې نیغې راوویستې:
– ولې په بل شي وخت نه اړوې؟
ما چې ریږدیدم او لاړې مې په خوله کې وچې وې، وروشان له ده وپوښتل:
– له کتاب پرته په بل…؟
خو ما له ویرې خپل خبره پوره نه کړای شو، ټوپک او حرکت یې زما په خوله کې خبره را وچه کړه:
– ولې د تسبحو او ذکر شوق نه کوې؟
هک پک شوم، ورېږدېدم لکه برېښنا چې ټکان راکړي. وپوهېدم چې د سخت آزمون سره مخ یم. خدای پوهېږي، لږه تېروتنه به راته په کومه بیه تمامه شي. ځکه د داسې سوال او ځواب په حساسیت پوهیدم.
ځوان بیا وویل:
– د قرآن تلاوت څنګه؟
پرته له ځنډه مې ځواب ورکړ:
– قرآن هم لولم.
– څه وخت؟ موږ خو دا یوه میاشت ستا په لاس کې قرآن چې سپاره هم نه ده لیدلې؟
د زړه درزا مې نوره هم زیاته او رنګ مې لا زیړ راواوښت. داسې مې وانګیرله لکه چې په رښتیا یې څارلی او زما د ټولو کړوړو نوټ ورسره وي. په ریږدیدلي غږ، لکه په مرۍ یې چې چاړه راباندې ایښي او په زور مې اعتراف ته اړباسي، په ورو وویل:
– هر سهار د قرآن تلاوت کوم.
د ده تندي نور هم ګونځې شو، سترګې بټې راوویستې، شک یې زړه ته لار وکړه، وېې ګڼله چې ګواکې درواغ وایم او تیر باسم یې. خو ما وېره له ځانه وشړله، زړه مې لوی او د ځان په ستاینې مې خوله پرانېسته:
– زه نه یوازې قرآن لوستی شم، په تفسیر یې هم پوهېږم.
ما درواغ نه ویل. قرآن مې نه یوازې په خپله مورنۍ ژبه، بلکې په نورو ژبو کې هم لوستی وو، خو له بده مرغه د قرآن یو لنډ ایات مې هم له یاده نه و. او دا مې هم هیڅکله زړه ته نه وو رسیدلي چې کله به د هغه د کوم ایات ویلو ته اړ وم. لکه چې له دې هر څه خبر وو، ناڅاپه یې بیا وپوښتلم:
– که ته رښتیا وایې، د قرآن یو ایات راته ووایه.
د شرم څپه را باندې راغله، ځان مې بايلود، ستونې مې وچې شوې. ځکه د جماعت یو ساده طالب هم پوره سپاره له یاده وه، خو ما چې د قرآن ټوله ژباړه لوستې او لوړې زده کړې مې درلودې، د قرآن تر ټولو لنډ ایات هم له یاده نه وو ویلی. ما نه یوازې قرآن او د هغه ګڼ تفسیرونه څو ځل لوستي وو، د هغه تر څنګ مې د نورو ابراهیمي ادیانو سپیڅلي کتابونه (تورات، زبور او انجیل) هم لوستي وو. بې ځوابه وم. سترګې مې د یو لوی مجرم په څېر ځمکې ته ټیټې نیولې وې.
وسله‌وال مې بیا په سر لاس کیښود:
– ځمکې ته مه ګوره، ځواب راکړه.
خو زما له خولې سوڼ هم نه خوت، لکه روح چې له تنه والوځي. له غوسې یې پورې وهلم:
– لمونځ تیر کړه.
سره له دې چې زه په لمونځ کې هم ښه میړنی نه وم او تل به مې پلار د لمونځ په قضا رټلم او کنځلم، خو په دې شپو ورځو کې مې یو لمونځ هم نه و قضا کړی. نه پوهېږم په ما په دې شیبه کې څه وشول، چې واروپار مې خطا او له ویرې او شرم مې په یوه شیبه کې ټول لمونځ له حافظې والوت. په ما غزو او حواسو مې دومره زور راغی چې ان کلمه مې هم په خوله کې وچه شوه، خو وسله‌وال چې له غوسې ایشیده، بیا په ما سترګې راوویستې:
– ولې ګونګی شوې؟ لمونځ دې هم نه دی یاد، لعینه.
وسله‌وال څو شېبې را ته ځیر شو، لکه په زړه کې یې چې محاکمه روانه وي. ناڅاپه یې سترګې برګې شوې:
– ته پوهېږې د دې کتابونو لوستل څه معنا لري؟
زما شونډې وخوځېدې، خو غږ مې په ستونې کې نښتی و، نه راووت.
– دا کافران چې راغلي وو، د همدغو کتابونو له لارې راغلي وو! همدې تعلیم، همدې فلسفې، همدې پوهې زموږ نسل بې‌دینه او بې لارې کړ.
زما زړخوېه ولوېد. غلی وم. نه مې د ده خبرې ته غاړه ایښوده، او نه مې هم د دفاع توان درلود. ده زما کتاب ته بیا اشاره وکړه:
– دا د تاریخ کتابونه؟ دا چې د کفر فتوحات یادوي؟ دا “ادبونه”؟ د ښځو د آزادي کیسې؟ ته وایې دا شوق دی؟ دا شوق نه دی. دا زهر دی!
بیا یې ټوپک زما د کتاب پر لوري ونیوه. د زړه درزا مې په غوږونو کې انګارې جوړې کړې.
– دا کتاب ما ته راکړه!
ما کتاب ورو ورو پورته کړ، خو د هغه ورکولو او سپارلو ته مې زړه نه ښه کاوه. ناڅاپه یې کتاب زما له لاسه راکش کړ او وړاندې یې وغورځاوه. ورغی، پښې یې پرې کېښودې، مخ یې راواړاوه:
– نور به دلته د کتاب نوم نه اخلې.
ټوپک یې نیغ راته ونیوه:
– که بیا مې دلته په کتاب او لوستلو ولید، د همدې کتاب په څېر دې غورځوم او تر هغې درباندې خېزم چې ساه دې وخېزي.
لاړ، لکه سیوری، لکه بد خوب. زه همداسې ګنګ ولاړ وم. پلار مې له دوکانه راوتی و، خو څه یې نه ویل. یوازې یې کتاب ته کتل – هغه کتاب ته چې اوس پر ځمګه لکه بې‌څوکه مړی پروت و.
خو ما ورو راواخیست، خاورې مې ترې وڅنډلې، زاړه کاغذونه، رنګ شوې پاڼې… خو ما ته دا کتاب اوس نور هم سپېڅلی برېښېده.
پلار مې ورو وویل:
– زویه، ته پر حق یې، خو دا وخت د حق ویلو نه دی. دا د ژوندي پاتې کېدو وخت دی.
ما سر وخوځاوه، خو زړه مې نه منله.
د کتاب پاکولو ته مې دوام ورکړ، لکه د شهید جامې چې پاکوم. کتاب ته ځېر شوم لکه راته وايي چې:
– هغوی پر دې نه پوهېږي، چې د کتاب وژل د فکر وژل نه دي. که یو کتاب تر پښو لاندې شي، زر نور رازرغونېږي… که یو لوستونکی غلی شي، نور یې غږ پورته کوي.
لکه کتاب چې ژاړي، خو دا مې د کتاب ژړا نه وه، دا زما ژړا وه.
او زه لا هم لوستوال وم.
لندن – سویتهال
د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکتوبر اتمه
https://af.dawatmedia24.com/?p=179651

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.