کونړی وړوکی عثمان وایي

هیله

39
ماشوم وم لا د مور له غېږې نه ومه وتلی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړېدلی
مورکۍ به مې خندل راته چې ما ورته خندا کړه
له سترګو به یې درد څڅېده ما چې به ژړا کړه
که زه به لږ ناجوړه شومه دا به لړزېدله
په اوښکو ډکو سترګو به یې رب ته دا دعا کړه
ما واخلې خو وانخلې دا زما وړوکی ښکلی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړېدلی
بابا چې به مې ستړی کور ته راغی له کارونو
زه مخې ته به ورغلم په منډو په ټوپونو
زما وړو خبرو به ترې هېره کړه ستړتیا
په غېږ کې به یې پورته کړم په هیلو امیدونو
ویل به یې بچیه، راته ګران یې نازولی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړېدلی
کوڅه کې به همزولو سره زه چې لوبېدمه
دنیا نه ناخبره خوشحالي وه خندېدمه
په لوبو چې به ستړی شوم دننه به شوم کور ته
د مور لمن نیولې ترېنه ګرد به تاوېدمه
مور ښکل به کړم په مینه ، زه یې وم د خوښۍ څلی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړېدلی
ستا وېره له رب ونشوه چاړه چې دې راښکله
زما تنکۍ مرۍ چې دې په خرپ راپرې کوله
نه لاس دې رېږدېده او نه دې ماته حوصله شوه
بې وسه یوې مور له چې دې هیله مړه کوله
ظالمه نو انسان خو څه حیوان هم داسې نکړي
ورکوټی وم په داسې مرګ خو نه وم ارزېدلی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړېدلی
عثمان وم ، خوارج وئ، شهادت مې په نصیب شو
د هر مسلمان زړه کې محبت مې په نصیب شو
د دین دښمنه واوره شکایت به دې کومه
محبوب رسول الله ته شفاعت مې په نصیب شو
سردار ته د کونینو به په ورځ د قیامت وایم
امت دې و د جهل ناپوهۍ بلا وهلی
د سور ګلاب غوټۍ ومه لا نه وم غوړیدلی
یادښت: د وړوکي عثمان بې رحمانه شهادت هم لکه د عثمان ( رض ) په شان دردونکی او ژړونکی دی. زما په اند یوه مور به هم داسې نوي چې دې پیښې دې ژړولي نه وي. پورتني څو بیتونه د  شهید عثمان جان دردیدلې مورکۍ او زهیر پلار جان ته ډالۍ کوم هیله ده په دې تسل دا لویه قرباني وزغمي چې د حساب او کتاب په ورځ به د خپل زړه ټوټه د دوئ د شفاعت سبب شي انشاءالله . 
د موقع نه په ګټه اخیستلو غواړم د دعوت د درنې  افغاني ویب پاڼې نه د زړه له تله مننه وکړم چې پښتو یې په لهجو، پښتانه یې په قومونو او جانان افغانستان یې په ولایتونو او برخو ندی ویشلی او تل یې یوه افغاني او اسلامي تګلاره غوره کړیده .  تل دې سر لوړي اوسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.