د خوب پر مهال له خولې د اوبو راتلل

33

ایا کله مو لیدلي چې د خوب پر مهال د خولې اوبه مو پر بالښت راغلی اوسی؟
ډېر خلک فکر کوي دا یوه عادي او بې اهمیته موضوع ده، خو کله ناکله دا د بدن د ځینو ستونزو نښه هم کېدلی شي.

د خوب پر مهال لږ drooling یا خولی څخه اوبو راتلل اکثره عادي وي، خو که ډېر زیات شي یا ناڅاپه پیل شي، نو باید علت یې وپلټل شي.

ولې د خوب پر مهال د خولې اوبه راځي؟

کله چې انسان ویده شي:
• د مخ او ژامې عضلات Relax کېږي
• د بلع (Swallowing) فعالیت کمېږي
• خوله نیمه خلاصه پاتې کېږي

نو اضافي saliva یا لاړی د خولې نه بهر راوځي.

عام علتونه یی:

1. په خوله ساه اخیستل (Mouth Breathing)

که پزه بنده وي:
• زکام
• حساسیت (Allergy)
• Sinusitis

نو انسان د خولې له لارې ساه اخلي او drooling زیاتېږي.

2. په اړخ یا نس ویده کېدل

هغه خلک چې:
• په اړخ
• یا پر نس
ویده کېږي، زیات احتمال لري چې د خولې اوبه یې راوځي.

3. د پزې کوږوالی (Deviated Nasal Septum)

د پزې دننه cartilage کوږ وي او هوا سمه نه تېرېږي.

دا ستونزه:
• Mouth breathing
• خرارې
• Drooling
زیاتولای شي.

4. Sleep Apnea
دا یوه جدي ناروغي ده چې د خوب پر مهال ساه د لنډ وخت لپاره درېږي.

نښې:
• شدید خرارې
• د ساه بندېدل
• د ستړیا احساس
• سهار سر درد
• د خولې څخه د اوبو راتلل

دا ناروغي د زړه او فشار خطر زیاتوي.

5. د خولې او غاښونو انتانات

لکه:
• Gum infection
• د غاښونو خرابوالی
• د خولې زخمونه

دا saliva زیاتولای شي.

6. ځینې درمل

ځینې درمل د drooling سبب کېږي:
لکه:
• Sedatives
• Antipsychotics
• ځینې antibiotics
• ځینې pain killers

7. عصبي ناروغۍ (Neurological Diseases)

ځینې جدي ناروغۍ:
• Stroke
• Parkinson disease
• Alzheimer disease
• Bell’s palsy
• Cerebral palsy
• ALS
د بلع عضلات کمزوري کوي او drooling پیدا کوي.

8. د Vitamin B12 کمښت

B12 deficiency کله ناکله عصبي ستونزې جوړوي چې د drooling سبب کېدای شي.

9. د امیندوارۍ پر مهال

ځینې امیندواره ښځې:
• زیات saliva
• nausea زړه بدوالی
• drooling
تجربه کوي.

10. د غاښونو چیچل (Bruxism)
هغه کسان چې د شپې غاښونه چیچي:
• د خولې عضلاتو فشار
• saliva بدلون
• drooling
تجربه کولای شي.

کله خطرناک ګڼل کېږي؟

که لاندې نښې ورسره وي:
• د بلع مشکل
• د مخ کمزوري
• د خبرو بدلون
• شدید خرارې
• د ساه بندېدل
• د خولې درد
• ناڅاپي drooling

نو ډاکټر ته مراجعه ضروري ده.

څنګه یې کمولای شو؟

✔ په شا ویده کېدل
په شا خوب کول د saliva یا لاړو د بهېدو امکان کموي.

✔ د پزې درملنه
که:
• allergy
• sinus
• زکام

موجود وي، درملنه یې مهمه ده.

✔ د خولې او غاښونو حفظ الصحه
• د غاښونو پاک ساتل
• Dental checkup
• Infection treatment

✔ وزن کمول

چاغښت:
• Sleep apnea
• خرارې
• drooling
زیاتوي.

✔ د اوبو مناسب استعمال

کافي اوبه د saliva توازن ساتي.

✔ د Sleep Apnea درملنه

ځینې ناروغان:
• CPAP machine
• Mandibular devices
ته اړتیا لري.

د drooling لپاره طبي درملنې

شدید حالت کې:
• Botox injections
• ځانګړي درمل
• Surgery

کارول کېږي، خو یوازې د متخصص ډاکټر په مشوره.

پاملرنه:
د خوب پر مهال لږ drooling اکثره عادي ده، په ځانګړي ډول:
• د زکام پر مهال
• allergy کې
• یا په اړخ خوب کې
خو که:
• ډېر زیات وي
• ناڅاپه پیل شي
• یا نورې نښې هم موجودې وي
نو دا د یوې پټې ناروغۍ نښه کېدای شي.

ښه خوب د ښه صحت اساس دی.

کله ناکله کوچنۍ نښې د بدن د لویو ستونزو خبر ورکوي، نو خپل بدن ته پام وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.