د نومبر لسمه د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ ده. دا ورځ موږ ته یو ځل بیا را یادوي چې د انسان د ژوند د بدلون، د ټولنې د پرمختګ او د هېوادونو د سوکالۍ تر ټولو پیاوړی بنسټ علم او پوهه ده. هېڅ ټولنه له زدهکړې، څېړنې او علمي فکر پرته پرمختګ نه شي کولای که د نړۍ د پرمختللو هېوادونو تاریخ ته وګورو، وبه وینو چې د هغوی د پرمختګ راز په علم، زدهکړه او څېړنه کې نغښتی دی. هغو ملتونو چې د علم ارزښت یې درک کړی، د وخت له غوښتنو سره سم یې ځانونه برابر کړي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې د پام وړ بدلونونه راوستي دي.
موږ مسلمانان هم د علم او پوهې یو روښانه او ویاړلی تاریخ لرو. د اسلامي تمدن په تاریخ کې داسې ستر عالمان تېر شوي چې علمي خدمتونه یې تر نن ورځې د نړۍ په علمي مرکزونو کې یادېږي. خوارزمي د الجبر علم ته بنسټیز پرمختګ ورکړ، ابن هیثم د نورپوهنې او تجربوي څېړنو په برخه کې مهمې لاستهراوړنې وکړې، البیروني په ریاضیاتو، ستورپوهنه او جغرافیه کې ستر خدمتونه ترسره کړل او ابنسینا د طب په برخه کې داسې نوم وګاټه چې د نړۍ په علمي تاریخ کې یې ځانګړی ځای خپل کړ.
د دغو پوهانو ژوند او لاستهراوړنې موږ ته دا راښيي چې مسلمانان د علم او پرمختګ وړتیا لري. خو یوازې په خپلو تېرو ویاړونو ویاړل بسنه نه کوي؛ مهمه دا ده چې د هغوی لار تعقیب کړو او د علم په ډګر کې د نوي نسل لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړوزموږ د ټولنې یوه لویه اړتیا دا ده چې زدهکړې ته جدي پاملرنه وشي. تعلیم باید یوازې د ښارونو او شتمنو کورنیو ترمنځ محدود نه وي، بلکې د هېواد هر ماشوم، که په ښار کې اوسېږي او که په لیرې پرته سیمه کې، باید د زدهکړې حق او فرصت ولري. همدارنګه د نجونو او هلکانو دواړو زدهکړه د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې لپاره اړینه ده؛ ځکه له علم او پوهې څخه د ټولنې د یوې برخې محرومول د ټول ملت د پرمختګ مخه نیسي.
زموږ اړتیا ده چې داسې یوه ملي تګلاره ولرو چې هر ځوان ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي او لږ تر لږه تر لیسانس پورې د زدهکړو فرصت د هېواد د هر وګړي لپاره د لاسرسي وړ وګرځوي. البته، یوازې د سند ترلاسه کول موخه نه ده؛ بلکې باید داسې متخصص، مسلکي او ژمن کسان وروزو چې د خپل هېواد ستونزې وپېژني او د حل لپاره یې عملي هڅې وکړي.
همدارنګه، زموږ پوهنتونونه باید یوازې د سندونو د وېش مرکزونه نه وي، بلکې د څېړنې، نوښت او علمي پرمختګ مرکزونه وګرځي. ځوانان باید وهڅول شي چې د کرنې، طب، انجینرۍ، اقتصاد، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې څېړنې وکړي او خپلې پوهې ته د عمل جامه ورواغوندي یو هېواد هغه وخت رښتینی پرمختګ کولای شي چې پر خپلو علمي او مسلکي کادرونو تکیه ولري. علم موږ ته دا توان راکوي چې خپلې طبیعي سرچینې په سمه توګه وکاروو، خپلې ملي ګټې وساتو، له نورو هېوادونو سره سیالي وکړو او د خپلواک او سوکاله ژوند لپاره زمینه برابره کړود علم او زدهکړې اهمیت یوازې په یوه نړیواله ورځ پورې محدود نه دی، بلکې دا د هرې ورځې اړتیا ده. که غواړو راتلونکی نسل مو له اوسنیو ستونزو سره مخ نه شي، نو باید نن د هغوی د تعلیم لپاره کار وکړو د یوې باثباته، پرمختللې او سوکاله ټولنې د جوړېدو لپاره د علم او زدهکړې پراختیا یوه ګډه اړتیا ده. اړینه ده چې د علمي ظرفیتونو پیاوړتیا، د زدهکړو د فرصتونو برابرول او د څېړنې او نوښت ملاتړ د خپلو ملي لومړیتوبونو په توګه وپېژنو، څو د علم په رڼا کې د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه، د ټولنیز پرمختګ پیاوړتیا او د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه روښانه راتلونکي زمینه برابره کړو.
د افغانستان د هندوانو او سیکانو د حقونو خوندیتوب؛ د ملي یووالي او ګډ ژوند یوه مهمه اړتیا
![]()
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320