د کابل مات زړه

زړګی ویساء صافی

30
کابل په هغه ژمي کې ډېر سړېده. د ښار پر لوړو غرونو واوره پرته وه او د کوڅو په منځ کې به یخ باد داسې چلېده، لکه د خلکو د زړو دردونو پوښتنه چې کوي.
د کابل په یوه پخوانۍ کوڅه کې درې کورونه یو د بل تر څنګ وو. په لومړي کور کې رحمان اوسېده؛ پښتون و، ساده او زحمتکښ سړی و. په دویم کور کې فرهاد اوسېده؛ تاجک و، ښوونکی و او له کتابونو سره یې ډېره مینه لرله. په درېیم کور کې کاظم اوسېده؛ هزاره و او د کتابونو یو کوچنی دوکان یې درلود.
درې واړه له کلونو راهیسې ګاونډیان وو.
د دوی ماشومان به یو ځای لوبېدل. د رحمان لور مریم به د فرهاد له لور لیلا سره ښوونځي ته تلله. د کاظم زوی سهراب به له رحمان د زوی حمید سره فوټبال کاوه.
په دې کوڅه کې د خلکو قومونه معلوم وو، خو د زړونو ترمنځ یې دیوالونه نه وو.
که د رحمان په کور کې ډوډۍ پخه شوه، د فرهاد او کاظم کورونو ته به هم ورسېده. که د کاظم ماشوم ناروغ شو، رحمان به د شپې تر نیمایي ورسره ناست و. که د فرهاد په کور کې خوشحالي وه، د کوڅې هره دروازه به خلاصه وه.
رحمان به تل ویل:
«موږ ټول د دې کوڅې خلک یو.»
فرهاد به موسکی شو او ویل به یې:
«زموږ ماشومان خو له موږ ډېر هوښیار دي؛ دوی د قوم پر ځای ملګرتیا پېژني.»
کاظم به ویل:
«که زموږ ماشومان یو ځای وخاندي، نو کابل به هم یوه ورځ وخاندي.»
هغوی نه پوهېدل چې د دوی دوستۍ امتحان نږدې شوی دی.
یوه ورځ یو پردی سړی کوڅې ته راغی. نوم یې سیف و. ډېرې خبرې یې کولې او تل به یې خلکو ته په پټه خبرې کولې.
لومړی رحمان ته ورغی.
«رحمانه، ته ډېر ساده یې. په هر چا باور مه کوه.»
رحمان ورته وکتل.
«ولې؟»
سیف په ټیټ غږ وویل:
«ځینې خلک ستا خیر نه غواړي. خپل خلک باید له نورو جلا وساتې.»
رحمان وخندل.
«زما ګاونډی زما ګاونډی دی. قوم یې څه کوي؟»
سیف څه ونه ویل، خو خبرې یې پرېښودې.
بیا فرهاد ته ورغی.
«ته ښوونکی یې، باید پوه شې چې هر څوک د دوستۍ وړ نه دي.»
فرهاد ځواب ورکړ:
«که د انسان زړه ونه پېژنو، یوازې د نوم له مخې به څنګه پرېکړه وکړو؟»
سیف موسکی شو.
«وخت به هر څه درته معلوم کړي.»
هغه کاظم ته هم ورغی او ورته یې وویل:
«خپلې کورنۍ ته پام کوه. خلک بدل شوي دي.»
کاظم ورته وویل:
«خلک هغه وخت بدلېږي چې موږ پرې باور کول بند کړو.»
سیف لاړ، خو خبرې یې پاتې شوې.
تعصب په یوه ورځ نه راځي. لومړی یو کوچنی شک وي، بیا یوه اوازه، بیا یوه غلطه خبره؛ او وروسته انسان د بل انسان پرځای د هغه قوم ویني.
ورو ورو په کوڅه کې سلامونه کم شول. خبرې لنډې شوې. دروازې ژر تړل کېدې.
ماشومان هم بدل شول.
یوه ورځ حمید له خپل پلار څخه وپوښتل:
«پلاره، ولې نور راته وایي چې له سهراب سره لوبې مه کوه؟»
رحمان حیران شو.
«چا درته وویل؟»
حمید وویل:
«خلک وایي، هغه زموږ له قوم نه دی.»
رحمان چوپ شو.
په بل کور کې لیلا له خپل پلار څخه وپوښتل:
«پلاره، مریم ولې نور زموږ کور ته نه راځي؟»
فرهاد د خپلې لور سترګو ته وکتل، خو ځواب یې نه درلود.
یوه شپه سهراب له خپلې مور سره ناست و. سترګې یې له اوښکو ډکې وې.
مور یې وپوښتل:
«زویه، څه شوي؟»
سهراب وویل:
«مورې، زه نه غواړم له حمید سره جګړه وکړم.»
«چا درته ویلي چې جګړه ورسره وکړې؟»
«خلک.»
مور یې اوږده ساه واخیسته.
«زویه، د خلکو هره خبره حقیقت نه وي.»
سهراب وپوښتل:
«نو حقیقت څه دی؟»
مور یې د هغه پر سر لاس کېښود «حقیقت دا دی چې که یو انسان وږی وي، ډوډۍ ورکړه؛ که ژاړي، تسلي یې کړه؛ که لوېدلی وي، لاس یې ونیسه. د هغه قوم مه پوښته.»
سهراب ورو وویل:
«نو انسان لومړی دی؟»
مور یې موسکۍ شوه، خو سترګې یې لمدې شوې.
«هو، زویه. انسان لومړی دی.»
څو اوونۍ وروسته د یوې وړې موضوع پر سر د رحمان او فرهاد ترمنځ شخړه پیدا شوه. خبره د اوبو د نوبت وه، خو د خلکو په زړونو کې د شکونو له امله موضوع ډېره لویه شوه.
فرهاد په غوسه وویل:
«ته تل فکر کوې چې حق یوازې ستا دی.»
رحمان هم غوسه شو.
«ما داسې څه نه دي ویلي!»
څو کسان راټول شول.
چا د قوم نوم واخیست.
بل کس پرې ځواب ورکړ.
کاظم منځ ته راغی.
«بس کړئ! دا د اوبو خبره ده، قوم مه ورګډوئ.»
خو د غوسې شور د عقل له غږه لوړ و هغه شپه د کوڅې فضا بدله وه.
چیغې وې، دروازې تړل کېدې او ماشومان وېرېدلي وو.
مریم په کور کې ناسته وه او خپل پلار ته یې وویل پلاره، موږ ولې له فرهاد کاکا سره جګړه کوو؟ رحمان ځواب نه درلود.
هغه یوازې وویل:
«کور ته لاړه شه، لورې.»
مریم لا هم نه پوهېده چې ولې هغه خلک چې پرون یې یو بل ته ډوډۍ ورکوله، نن د یو بل پر وړاندې ولاړ دي ناڅاپه د زاړه کور یو دېوال ولړزېد او راولوېد.
مریم تر خاورو او ډبرو لاندې شوه رحمان په چیغه شو:
«مریــــــــم!»
هغه په خپلو لاسونو خاوره ایسته.
«زما لور! غږ وکړه!»
هیڅ ځواب نه و.
رحمان پر ځمکه کېناست.
«یا الله، زما ماشومه مه اخله.»
فرهاد د شور په اورېدو راووت. کله چې پوه شو چې مریم تر خاورو لاندې ده، بې له فکره ورمنډه کړه.
رحمان ورته وکتل.
دواړه څو شېبې غلي وو.
د دوی ترمنځ ټولې بدې خبرې، ټول شکونه او ټول قومي نومونه د یوې شېبې لپاره ورک شول.
فرهاد وویل:
«رحمانه، زه درسره یم.»
رحمان په حیرانتیا ورته وکتل.
فرهاد بیا وویل:
«دا ستا لور نه ده… دا زموږ ماشومه ده.»
کاظم هم راورسېد.
درې واړه د خټو په منځ کې کېناستل. لاسونه یې زخمي شول، جامې یې له خاورو ډکې شوې، خو هېڅوک نه درېدل.
فرهاد په ژړا وویل:
«ژر یې پیدا کړئ!»
کاظم وویل:
«مریم باید ژوندۍ وي.»
رحمان یوازې یوه جمله تکراروله:
«زما لور… زما لور…»
ناڅاپه له خاورو لاندې یو کمزوری غږ واورېدل شو.
«پلاره…»
رحمان چیغه کړه:
«مریم!»
درې واړه نارینه په ژړا شول.
څو دقیقې وروسته یې مریم له خاورو راوایسته.
هغه کمزورې وه، خو ژوندۍ وه.
رحمان خپله لور په غېږ کې ونیوله.
فرهاد یو څو قدمه شاته ولاړ و.
رحمان ورته وکتل. د هغه په سترګو کې شرم و ورغی او د فرهاد لاس یې ونیو.
«وروره… موږ څه کړي وو؟»
فرهاد هم وژړل.
«موږ یو بل دښمن نه وو، رحمانه. موږ یوازې د نورو خبرې ډېرې اورېدلې وې.»
کاظم ورنږدې شو.
«موږ د تعصب قرباني شو.»
رحمان وویل:
«موږ خپلو ماشومانو ته څه ورکوو؟»
فرهاد وویل:
«که نفرت ورکړو، دوی به هم نفرت زده کړي.»
کاظم وویل:
«که مینه ورکړو، ښايي زموږ له لاسه یوه نوې کوڅه جوړه شي.»
سبا سهار درې کورنۍ سره راټولې شوې.
رحمان وویل:
«زه پښتون یم، او پرې ویاړم. خو دا زما اجازه نه ده چې د بل قوم انسان کم وګڼم.»
فرهاد وویل:
«زه تاجک یم، خو زما انسانیت له هر نوم مخکې دی.»
کاظم وویل:
«زه هزاره یم، خو زما زړه د بل انسان له زړه سره توپیر نه لري.»
دوی ماشومانو ته مخ واړاوه.
رحمان وویل:
«د چا په اړه یوازې د خلکو په خبرو باور مه کوئ. لومړی یې وپېژنئ.»
فرهاد وویل:
«قومونه به پېژنئ، خو د نفرت لپاره به یې نه کاروئ.»
کاظم وویل:
«او که څوک درته ووایي چې فلانی ستا دښمن دی، لومړی له ځانه وپوښتئ: ولې؟»
ماشومان غلي وو.
بیا سهراب مخکې راغی او حمید ته یې لاس ورکړ.
«راځه، فوټبال وکړو.»
حمید موسکی شو.
«راځه.»
لیلا هم مریم ته ورغله.
دواړو یو بل په غېږ کې ونیول.
له اوږدې مودې وروسته د کوڅې په منځ کې د ماشومانو خندا بیا واورېدل شوه سیف له کوڅې ووت، خو د هغه خبرې خلکو ته یوه لویه زده کړه ورکړې وه هغوی پوه شول چې د کرکې لپاره تل لوی دلیل ته اړتیا نه وي.
یوه اوازه کافي ده یوه دروغجنه خبره کافي ده.
یوه قومي سپکاوی کافي دی.
خو د هغې د مخنیوي لپاره هم یو شی کافي دی:
د انسانیت احساس.
کلونه تېر شول.
مریم لویه شوه.
لیلا ښوونکې شوه.
سهراب ډاکټر شو.
حمید لیکوال شو.
یوه ورځ حمید د هماغې کوڅې کیسه ولیکله. د کتاب په لومړۍ پاڼه یې ولیکل:
«دا کیسه د درې قومونو نه ده؛ دا د درې کورونو او یوه انسانیت کیسه ده.»
رحمان چې کتاب ولوست، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
فرهاد وپوښتل:
«ولې ژاړې؟»
رحمان موسکی شو ځکه چې موږ یوه ورځ هېر کړي وو چې یو انسان د بل انسان ورور دی.»
کاظم ورو وویل او زموږ ماشومان هغه څه زده کړل چې موږ ډېر ناوخته زده کړل. له باندې د ماشومانو د خندا غږ راتلو کابل لا هم زخمي و.
لا هم ډېرې ستونزې موجودې وې خو په هغه کوچنۍ کوڅه کې یو نوی نسل لویېده؛ داسې نسل چې د انسان د پېژندلو لپاره یې د قوم پوښتنه نه کوله.
هغوی یوازې ویل«راځه، زما ملګری شه.»
او د کابل په هغه کوچنۍ کوڅه کې، چې یوه ورځ یې د کرکې چیغې اورېدلې وې، بیا د ماشومانو خندا خپره شوه.
تعصب د کرکې له خاورې راټوکېږي، خو انسانیت د مینې په اوبو لویېږي کابل هغه ورځ رښتیا جوړېږي، چې موږ د یو بل په نومونو نه، بلکې د یو بل په زړونو وپېژنو.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320