د ژمي سړې شپې او د بېوزلو کورنیو د سون توکو اندېښنه

لیکوال: زړګی ویساء صافی

53
د ژمي په رارسېدو سره د هوا په سړېدو د ډېرو خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کېږي. په دې موسم کې هره کورنۍ هڅه کوي چې خپل کور تود وساتي، خو د ټولنې هغه کورنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د ژمي له راتګ سره د یوې بلې اندېښنې سره مخ کېږي: د سون توکو د برابرولو ستونزه داسې کورنۍ شته چې د ورځني خوراک لپاره په سختۍ پیسې پیدا کوي. د لرګیو، سکرو او نورو سون توکو اخیستل ورته اسانه نه دي. کله چې د کور د تودولو وس نه وي، د ژمي سړې شپې پر ماشومانو، زړو کسانو او ناروغانو لا سختې تېرېږي.
د یوې کورنۍ لپاره به څومره ستونزمنه وي چې د خپلو ماشومانو د یخنۍ احساس وکړي، خو د هغوی د تود ساتلو لپاره لازم امکانات ونه لري د دې ستونزې تر شا یوازې د سون توکو نشتوالی نه دی، بلکې بېوزلي، د کار محدود فرصتونه او د کورنیو د عاید کموالی هم مهم لاملونه دي. کله چې د یوې کورنۍ عاید د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، نو د ژمي د لګښتونو برابرول ورته لا ستونزمنېږي. په داسې حالت کې کورنۍ اړ کېږي چې د خوراک، درملنې او تودوخې ترمنځ د خپلو محدودو پیسو د وېش په اړه پرېکړې وکړي زموږ په ټولنه کې د ژمي په موسم کې له اړمنو خلکو سره مرسته یو مهم انساني مسئولیت دی. که یو څوک د خپل توان په اندازه له یوې بېوزلې کورنۍ سره د سون توکو، کمپلو یا تودو جامو مرسته وکړي، ښايي د هغې کورنۍ د ژوند ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي.
خو دا هم باید ومنو چې د خلکو انفرادي مرستې د دې ستونزې د بشپړ حل لپاره کافي نه دي اړینه ده چې مرستندویه بنسټونه او خیریه ادارې د ژمي له پیل مخکې د اړمنو کورنیو اړتیاوې وارزوي او مرستې په شفاف او عادلانه ډول ووېشي. په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې ماشومان، زاړه کسان، معلولیت لرونکي غړي او ناروغان لري. همدارنګه، د کار د فرصتونو برابرول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ هغه ګامونه دي چې په اوږدمهال کې د دې ستونزې د کمولو لپاره مهم دي.
ژمی د کال یو عادي موسم دی، خو د یوه بېوزلي انسان لپاره د ژوند یوه سخته ازموینه کېدای شي. موږ ښايي د خپلو کورونو په تودو خونو کې د ژمي له سړې هوا خوندي یو، خو باید هغه کورنۍ هم په پام کې ونیسو چې د تودوخې لپاره لازم امکانات نه لري د یوې ټولنې انساني ارزښت په دې کې هم څرګندېږي چې له خپلو اړمنو غړو سره څنګه چلند کوي. که هر څوک د خپل توان په اندازه مسئولانه ونډه واخلي او اړوند بنسټونه د مرستو د برابرولو لپاره پر وخت اقدام وکړي، نو د ژمي د سختیو بار به پر بېوزلو کورنیو لږ شي د ژمي له رارسېدو سره باید یوازې د هوا د سړېدو اندېښنه ونه لرو، بلکې د هغو خلکو حال هم وپوښتو چې د سون توکو د نشتوالي له امله یې کورونه سړې شپې تېروي. له اړمنو خلکو سره مرسته یوازې احسان نه دی، بلکې زموږ ګډ انساني مسئولیت دی.

د مات زړونو وطن

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320