ماشومان د هرې ټولنې د راتلونکي هیله او د یوه هېواد تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده. د هغوی په خندا کې د راتلونکي ژوند ښکلا نغښتې ده. له همدې امله، هر کال د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې د نړۍ هر ماشوم د زدهکړې، روغتیا، مینې، امنیت او ښه ژوند حق لري.
خو له بده مرغه، د افغانستان ماشومان له ډېرو کلونو راهیسې د جګړو، بېوزلۍ، ناامنۍ او نورو ستونزو له امله له سختو حالاتو سره مخ دي. ډېر ماشومان له زدهکړو پاتې دي، ځینې د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره کار کوي او یو شمېر نور د روغتیايي او رواني ستونزو له امله له ستونزمن ژوند سره لاس او ګرېوان دي د ماشومانو نړیواله ورځ یوازې د مبارکۍ او لمانځنې ورځ نه ده، بلکې دا ورځ باید د ماشومانو د حقونو، ستونزو او راتلونکي په اړه د فکر کولو فرصت وي. په ځانګړي ډول د افغانستان ماشومان زموږ او د نړیوالې ټولنې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري زموږ په هېواد کې ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. کله چې مور او پلار د خپلو اولادونو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو توان ونه لري، نو ماشومان هم اړ کېږي چې د زدهکړو پر ځای د کار کولو لپاره بازارونو او کوڅو ته لاړ شي. دا حالت نه یوازې د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي، بلکې د هېواد راتلونکی هم له ستونزو سره مخ کوي په داسې حالاتو کې نړیواله ټولنه باید له افغان ماشومانو سره یوازې د خبرو او اعلامیو له لارې خواخوږي ونه ښيي، بلکې په عملي توګه ورسره مرسته وکړي. اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول، د ښوونځیو ملاتړ او د ماشومانو لپاره د زدهکړې د مناسبو شرایطو رامنځته کول ډېر مهم دي بله مهمه موضوع د ماشومانو رواني روغتیا ده. هغه ماشومان چې د جګړې، بېځایه کېدو، بېوزلۍ او کورنیو ستونزو شاهدان پاتې شوي، د مینې، پاملرنې او رواني ملاتړ اړتیا لري. باید داسې پروګرامونه جوړ شي چې ماشومان وکولای شي له خپلو وېرې او ستونزو سره مقابله وکړي او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي همدارنګه، د ماشومانو د کار، قاچاق، جبري ودونو او له هغوی څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی باید جدي وبلل شي. هېڅ ماشوم باید د خپل ماشومتوب له خوښیو محروم نه شي او د داسې ستونزو قرباني نه شي چې د هغه راتلونکی له منځه وړي په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو، د افغانستان د اړوندو مسؤلو بنسټونو، کورنیو او ټولنې ګډې هڅې اړینې دي. که ټول په ګډه کار وکړو، کولای شو ماشومانو ته د ژوند، زدهکړې او پرمختګ ښه فرصتونه برابر کړو د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت باید ووایو چې افغان ماشومان هم د نړۍ د نورو ماشومانو په څېر د ښکلي او ارام ژوند حق لري. هغوی د جګړې او بېوزلۍ پر ځای سولې، کتاب، قلم او مینې ته اړتیا لري. که نن د خپلو ماشومانو لاس ونیسو، سبا به هغوی د یوه اباد، پرمختللي او سوکاله افغانستان د جوړولو وړتیا ولري راځئ، د ماشومانو نړیواله ورځ یوازې په شعارونو ونه نمانځو، بلکې د هغوی د حقونو د ساتنې او د روښانه راتلونکي لپاره عملي ګامونه واخلو. ځکه د ماشومانو موسکا د ټولنې د خوشحالۍ او پرمختګ تر ټولو ښکلی انځور دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320