په تول پوره(۱۲ ګرامه ماغزه)

اجمل ښکلی

0 42

(۱۲ ګرامه ماغزه) د ښاغلي شهرت ننګيال اثر دی، چې لومړی وار شاوخوا يوولس کاله پخوا دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړی، دې اثر هغه وخت يې شهرت وموند. زما ورته ډېره تلوسه وه؛ خو له خپل مسلکه مې ورځ نه وه، سمی يې نه خوړ. ايله مې په دې تېرو څو ورځې رخصتۍ کې راواخيست او و مې لوست. کتاب څه باندې اووه نيم سوه مخه دی؛ خو چې يو ځل يې راپيل کړې، بيا چې دې پايته نه وي رسولی، نه دي پرېږدي.
ښاغلی شهرت ننګيال د پښتو په ښو او د جهاد او مهاجرت په يادو ليکوالو کې راته، چې (وينه په قلم کې) اثر يې هغه وخت خوله په خوله ګرځېده؛ خو زه يې له دوو کارونو پېژنم، يو له هغو ليکنو، چې له لندنه يې په خپله هېنداره جريده کې خپرولې. دا ليکنې به زياتره سياسي وې؛ خو د ادب او طنز خواږه يې هم درلودل او له سياسي بصيرت سره يې لوستونکي ته ادبي ظرافت هم ورباښه.
د هغه وخت رسنيو ته چې سړی ګوري، ادبيات او ژورنالېزم لکه يو وجود نه سره جلا کېږي، له کومه وخته چې ژورنالېزم له ادبياتو بېل شوی، داسې به نه وايم، چې ښه ورځ يې نه ده ليدلې؛ خو دا به ووايم، چې نيمګړی شوی غوندې دی. زموږ قاري صاحب چې په ژورناليزم پسې ټوکې کوي، وايي، ژورنالېزم وسيله ده، محتوا نه ده. د ده په اصطلاح لوډسپيکر دی، غږ نه دی؛ خو زه له دې سره په دې ټکي اختلاف لرم، وايم، تر دې به دا دقيقه وي، چې ژورنالېزم په اصل کې د څو علومو محراق دی، دا بېله خبره ده، چې اوس ژورنالېزم تجريد شوی غوندې دی؛ خو په اصل کې بريالي ژورناليستان هغه دي، چې له تاريخ، جغرافيې، خپل فرهنګ او ټولنې، ادبياتو او نورو اړينو علومو سره اشنايي ولري. کامياب ژورناليستان هغه دي، چې ادبي مطالعه او شاعرانه ذوق ولري، دا مطالعه او ذوق يې په کالمونو او مرکو بېل ځلېږي. له استاد شفيق نه مې اورېدلي، چې د ژورنالېزم هسته څېړنيز ژورنالېزم دی؛ نو که داسې وي، بيا خو ژورنالېزم له تاريخ، ادبياتو، ټولنپوهنې او څومره نورو علومو سره اړيکه پيدا کوي، ناورين دا دی، چې دا خبره د ژورنالېزم پوهنځي له نصابونو او تدريس ته له ټاکلو استادانو او پخپله له ژورناليستانو ورکه ده.
خبره مې دا کوله، چې ننګيال صاحب په هغو ژورناليستانو کې راځي، چې هم له تاريخه خبره دی او هم له ادبياتو، يو کلاسيک ژورناليست او اديب دی، کلاسيک دلته د پخواني په مانا نه، د معيار په مانا درواخلئ، ځکه کار يې عالي دی، که د ژورنالېزم په کار کې لګيا وي، هم د ادبي ذوق لمن نه پرېږدي او که د افغانستان د ويرلړلي تاريخ يوه کيسه کوي هم. د هېندارې په هغه جريده کې زه د ښاغلي شهرت ننګيال د قلم له خوږو او د مطالعې له ژوروالي سره اشنا شوم.
له ښاغلي شهرت ننګيال سره د زما د اشنايۍ بل ټکی د ده يونليکونه دي. د پښتو يونليکنې تاريخ خو پوهان تر خوشحال رسوي او په شلمه پېړۍ کې يې د ارواښاد استاد رښتين تر خوندورو سفرنامو رارسوي؛ خو زه وايم، په دې بهير کې د شهرت صاحب (د دوزخونو په لمبو کې سوځېدلی جنت) او (په سکروټو کې مزلونه) خپل ځای لري. شهرت په واقعي مانا په دې دوو سفرنامو کې راښکاره شوی، د طنز او ادبياتو خواږه پکې راټول دي؛ خو ورسره د افغانستان غميزه هم انځور شوې ده.
د منځپانګې له پلوه (۱۲ ګرامه ماغزه) دغو دوو سفرنامو ته ورته دی؛ خو دا کتاب نورې ډېرې خبرې لري. د کتاب د کيڼې پښتۍ د انګليسي متن پر بنسټ په دې کتاب کې له ۱۹۷۹ نه تر نه ۱۹۹۹ پورې پېښې راغلې؛ خو ما چې ولوست؛ نو له ۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۴ کال، په تېره د تنظيمي جګړو د مهال پېښې پکې په تفصيل سره راغلې دي او ختمېږي هم د تنظيمي جګړو په لوګيو کې، چې لا امنيت نه دی راغلی.
ما دې کتاب ته د شهرت صاحب د هېندارې د ليکنو او سفرنامو په خاطر تلوسه وه او له دې سره مې دلچسپې درلوده، چې د وخت د واکمنو او جګړه مارو له شخصي تمايلاتو، مطالعې، چلنونو، فکرونو او خبرو مې خبر کړي. تر کومه ځايه چې د هغه وخت د تنظيمي مشرانو او بيا دويمه درجه چارواکو له چلنونو، فکرونو، پوهې او ناپوهۍ مو خبروي او د هغه وخت د تنظيمي جګړو شخصي لاملونه روښانوي. زموږ د تاريخونو يو عيب دا دی، چې د پېښو پر بيان تمرکز کوي، سره له دې چې زما غوندې خلکو ډېره دلچسپي د دې پېښو تر شا د ولاړو کرکټرونو له شخصيتونه سره وي، د دوی ورځنۍ او فردي چارې. ننګيال صاحب دا کار په ډېرې کاميابۍ کړی دی او له هر کرکټر سره مو له نېژدې اشنا کوي.
په تنظيمي جګړو کې فردي تمايل متبارز و، د لويو او وړو کرکټرونو د جګړييز طبيعت، له هوسونو ډکې ارواوې، د قدرت غوښتو غريزه، قومي انحصار، ډار او دوه مخي د دغو کرکټرونو هغه ځانګړنې وې، چې د جګړې په اور يې د تېلو د شيندلو کار کاوه او ننګيال صاحب د دوی دا خويونه په دقت راخيستي دي؛ خو کله په مستقيمه ژبه او کله په ادبي او طنزي لباس کې، چې په شخصي مجلسونو کې له دې خلکو سره ناست دی او موږ ته يې د خاطرو په ډول رانقل کړي دي.
تر دې پخوا ما د حبيب الله کلکاني په اړه هم د ځينو خلکو خاطرې لوستې وې او داسې مې انګېرله چې دا هر څه په خپلو سترګو وينم. زموږ زياتره تاريخونه په رسمي بيان تکيه دي، دا به بده لار نه وي، خو ما ته تر تاريخونو د ښکېلو اشخاصو خاطرې او خپلژوندليکونه خوند راکوي او چې لولم يې لکه د تاريخ ننداره چې له نېژدې کوم، دا ممکنه ده، چې دا خاطرې به له خطاوو او د بېلارې کولو له موخې خالي نه وي؛ خو تاريخونه کوم په شيدو پرېوللي دي.
(۱۲ ګرامه ماغزه) مو د استاد رباني د قدرت غوښتو له هوس، د حکمتيار صاحب له ضد، د دوستم د ملېشو له وحشت، د مسعود له دوه مخيتوب سره اشنا کوي او لوستونکي ته وايي، چې د تنظيمي جګړو لوی لامل داخلي و، سره له دې چې د بهرنيو هېوادونو نقش هم يادوي؛ خو په هغومره تفصيل نه، هسې موږ افغانان دې تېرو څو لسيزو کې په دې عادت شوي يو، چې د خپلو نيمګړتياوو او ناپوهاويو پر ځای بل ته ګوته ونيسو، دا به ښه عادت نه وي؛ خو د افغانستان په غميزه کي د بهرني لامل هېرول هم نه دي پکار. ما چې د کتاب له متن نه استنباط کړه، پخپله ليکوال ته په دغو بې نظمه او خونړيو جګړو کې د بهرني منظم لاس يا منظمې نړيوالې نقشې څرک ايستل اسانه نه وو او دا د هغه وخت د مهمو اشخاصو په مرکو کې هم نه معلومېږي، چې کوم هېواد د چا تر شا او ولې ولاړ دی او د افغانستان د جګړو په اړه ګنې په نړۍ کې يوه تګلاره وه؟ ظاهرا خو داسې ښکارېده، چې ګاونډيان او د ملګرو ملتونو په ګډون امريکا او نوره نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، کتاب هم په همدې ښکاره محوره چورلي، لوستونکي ته نه وايي، چې تر کاسې لاندې نيمه کاسه هم وه، که مازې د قوماندانانو د تبرګنۍ او قدرت غوښتنې هوس و، دا ځکه چې ليکوال تنظيمي جګړو ته له داخله ګوري.
استاد الهام د استا زيار په کتاب (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) په سريزه کې د استاد حبيب الله تږي د (پښتانه) اثر په اړه د زيار صاحب هغه نيوکه راخيستې، چې ګنې تږی قضاوت نه کوي، چې پښتانه اخر دي څوک؟ د پښتنو نسب په اړه يوازې د ختيځپوهانو او خپلو پوهانو نظرونه راخلي او سره ليکه کوي يې؛ خو (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) بيا د پښتنو د ساکانو نظريه پالي، په اصطلاح له مخکې نه يوه فرضيه لري او غواړي چې ثابته يې کړي، چې پښتانه ساکان دي. د تږي صاحب کتاب په همدې بڼه هم مهم دی؛ خو دومره وايم، چې ننګيال صاحب هم د تنظيمي جګړو په اړه يوه عمومي نظريه نه وړاندې کوي، ځکه دا کوم تحقيقي کتاب نه، بلکې د يوه ليکوال د سترګو ليدلی حال دی؛ خو واړه واړه قضاوتونه لري، مثلا د سولې په اړه د ډاکټر نجيب وروستيو هلو ځلو ته درناوی ښيي او ډاکټر ته هم په زړه کې د اردو ژبو خبره يوه نرمه ګوشه لري، دليل يې روښانه دی، د ليکوال په وينا، ډاکټر نجيب په خپلو کړو پښېمانه دی او د سولې هڅې يې له زړه وې، چې د افغانستان د هغې ويجاړۍ مخنيوی وشي، چې نوموړي يې وړاندوينه کړې وه. زموږ قضاوتونه مطلق او نابدلېدوني وي؛ خو ليکوال راته وايي، چې حالات د سياستوالو په فکر او چلن کې څومره بدلون راولي، په ټول کتاب کې د قضاوتونو په اړه احتياط او د عقلانيت لارښوونه او ورسره د رهبرانو د رويو او قضاوتونو بدلون وينو.
جهاد ته په درنه سترګه ګوري؛ خو چې څومره تنظيمي جګړې سختېږي، د ليکوال لهجه هم ستوغېږي او له حسب حال سره سم د کابليانو او نورو افغانانو په خوله د ټوپکيانو د اصطلاح کارونه پيلېږي. ليکوال په ډېر مهارت لوستونکی دې ته نه پريږدي، چې د خپلې ايډيالوژۍ له مخې د ليکوال له يوې خبرې ښه پوره خوند واخلي او په مخالف يې خوا سړه شي؛ نو ويلای شم، چې کتاب ملي ليدلوری ساتلی دی، قومونو ته د تنظيمي جنګيالو له وحشتناکې دريڅې نه ګوري، د نورو قومونو په اړه هم مثبتې خبرې لري او د هغه مهال ارمانجن دی، چې سيک، هزاره، ازبک، پښتون او تاجک ټول د مينې په يوه ټغر راټول وو. که څه هم په تنظيمي حکومت کې په دولتي ادارو کې د پښتو او پښتون بېکسي ژاړي؛ خو په لويه کې د قومي انحصار او د مخالفت روحيه لري، يو سړی چې د تنظيمي جګړو لمبې يې له نېژدي ليدلې وې، له هغه نه د ملي زاويې د پالنې هيله نه کېږي؛ خو شهرت صاحب د يوه لوی ليکوال په توګه هر ځای د ملت خبره کړې او دا زموږ لپاره يو پيغام دی، چې پاملرنه ورته وکړو.
يو څيز چې بېځايه اطناب يې رامنځته کړی، هغه د پخواني او تنظيمي جګړو د وخت په پرتله کې د افغانستان، په تېره د کابل د ټولنيزو شرايطو او بېلابېلو تاريخي ځايونو د انځورونې اوږدونه ده. تر يوه ځايه دا پرتله خوند کوي، موږ ته وايي، چې څه وو او څه شو؛ خو کله چې دا توصيف اوږد شي، نو د پيښو حرکت ودروي، دا د ليکوال د وخت د سبک يوه ځانګړنه وه؛ خو اوس انځورګري او منظري کښنه محدوده او د کتاب له کلي موخې سره کلک تړون لري، په کيسه کې هم چې انځورګري زياته شي، په لوستونکي غمېږي او ما ته د (۱۲ ګرامه ماغزه) يوه خوندوره رښتيانۍ کيسه ده او ليکوال هم د کيسې له عناصرو نه پکې استفاده کړې ده.
کتاب د خاطرو په سبک پيل شوی؛ خو وروسته وروسته تاريخي بيان ته ورته شوی دی، سړی نه پوهېږي، چې د تاريخ کتاب لولي، که د تاريخ په اړه د خاطرو. هغه ځای چې ليکوال د خاطرو په ژبه غږېږي، هغه خوندوري دي. که د خاطرو ليکوال يا پخپله يو اړخ وي يا يې نندارچي، په دواړو حالتونو کې د ده شخصي خاطرې شخصي نه وي، بلکې له ده سره د ملت امانت وي، شهرت صاحب د دې امانت په اهميت پوه دی؛ خو چې د مورخ او راپورټر لباس واغوندي، بيا يې خبرې په زړه چک نه لګوي.
څو مياشتې مخکې مې د حبيب الله کلکاني د بريد او د امان الله خان د دورې په اړه د بنګالي ليکوال(سيد مجتبی علي) د خاطرو کتاب(ديشي به ديشي) لوستې، تر پای خاطرې وې، ځکه يې لوستونکی تر پای له ځانه بيايه، داسې چې د هغه وخت د کابل له وضعيت، خلکو، چارواکو او د جګړه مارو له وحشت سره يې له نېژدي اشنا کولې؛ خو (۱۲ ګرامه ماغزه) د خاطرو، تاريخ او راپور ترمنځ ورک شي، ما ته د دې کتاب هغې برخې ډېر خوند راکړ، چې ليکوال يې د خاطرې په ډول راته وايي، هغه برخه مې په دلچسپۍ ولوسته، چې ليکوال له ګلم جمو سره بندي دی، موټر او کتابونه يې په اصطلاح سرکاري شوي دي او وروسته بيا په خپل موټر او کتابونو پسې سرګردانه په يوه چارواکي او بل چارواکي ګرځي. د دې برخې يوه ځانګړنه دا ده، چې خبرې راته نه کوي، بلکې د کابل د هغه وخت حالت راباندي ګوري، وحشت او بېوسې راباندې لمس کوي، زما په ذهن کې يې هغه برخه ژوندۍ پاتې ده؛ خو وروسته د تنظيمي جګړو جزييات له مختلفو رسنيو راته بيانوي.
فکر کوم، چې د ليکوال موخه دا ده، چې د تنظيمي جګړې راته بشپړې بيان کړي او د هغه مهال د وضعيت په اړه دقيقي کيسې ووايي؛ خو زه وايم، کاش د بنګالي ليکوال غوندې يې د خاطرو په طرز د کابل په کوڅه کوڅه او کنډواله په کنډواله ګرځولي وای او د عامو کابليانو احساسات مو هم پکې حس کړي وای، چې په کتاب کې کمرنګه دي.
موږ د خپل تاريخ په اړه د نورو ډېر کتابونه لوستي او هغه له غرض نه خالي نه دي، کاشکې د خپلو خاطرو او تاريخ ليکلو دا جذبه زموږ په خپلو کې هم عامه شي، کاش په همدومره جذبه تنظيمي مشرانو، چارواکو هم خپلې کيسي ليکلې وای يا وليکي، چې موږ ترې د ځان او خپلو تېروتنو په پېژندلو کې استفاده وکړو. ننګيال صاحب د ستاينې وړ دی، چې د تنظيمي جګړو په اړه يې دقيق انځور راپرلاس کړ.
که څه هم ليکوال ورته کورنۍ جګړه وايي؛ خو د کورنۍ يا داخلي جګړې اصطلاحات له غرضه خالي نه دي، ښه ده، چې تنظيمي جګړه ورته ووايو؛ خو ليکوال لوی کار کړی، چې د تنظيمي جګړو په اړه په جزيياتو سره راته غږېدلی دی. دا زموږ او راروان نسل لپاره يو مهم لاسوند دی، ځکه موږ هغه وخت واړه وو، که څه هم ځينې کيسې، کنايې او احساسات مو احساس کړي؛ خو په دومره جزيياتو سره په تنظيمي جګړو کې د کابل او افغانستان له حالته نه وو خبر. کله خو رانه د تنظيمي رهبرانو د ضد او قدرت غوښتنې کيسې هېرې شوې غوندې شي، هغه وضعيت او هغه دوره بايد هېره نه کړو او د بيا راتلو له شره يې امان وغواړو.
ډېرې کيسې لا هم له دې کتاب نه پاتې دي، لا مو تلوسه ده، چې تر ۱۹۹۴ کال وروسته د کابل وضعيت څرنګه و، د تنظيمي جګړو د خاتمې د سترګو ليدلی حالت راته ووايي، دا راته وليکي، چې حاجي محمد خان ته ډاکټر نجيب په ليدنه کې څه ويلي او داسې نورې پوښتتنې د ځوابونو تږې دي، چې کاشکې يې ننګيال صاحب د (۱۲ ګرامه ماغزه) د دويم ټوک په ليکلو ځواب کړي.
پخوا موږ سر ټکاوه، چې معلومات کم دي، چې واقعيت ته يې لاسرسی سخت کړی. اوس د معلوماتو له هجوم سره مخ يو. په دې هجوم کې د رښتياوو څرک لګول تر پخواني حالت سخت شوي، ځکه چې پلټونکي ته په تېره په خواله رسنيو کې هغه څه په لاس ورځي، چې دی يې غواړي او ده ته خوند ورکوي. له دې سره لوستونکی/ اورېدونکی پر خپلو قضاوتونو د فکر پر ځای لا ټينګېږي او يوازنی واقعيت ورته هغه ښکاري، چې له ده سره دی؛ نو د دې کتاب يوه ښېګڼه دا هم ده، چې خپل وخت او هغه شرايطو او واقيعت ته نېژدې دی. خدای دې د ننګيال صاحب قلم همداسې چلند لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply