د خاطرو يو ښه کتاب

اجمل ښکلی

54

“زيارت په زيارت” د ښاغلي محمد نعيم وردګ د خاطرو تازه چاپ شوی کتاب دی. په دې کتاب کې ليکوال د خپلې يو انتيکې ناروغۍ او د هغې د درملنې کيسه کړې ده؛ خو په کيسه کې د ناروغۍ له انتيکتوب پرته نورې عادې خاطرې دي، چې لوستونکی يې د سرليکونو په ليدو فکر وکړي، چې دا ډول کيسې خو موږ په خپل ژوند کې ډېرې ليدلې؛ خو ليکوال د پښتنو د ژوند دا کيسې په دومره ښکلي نثر وړاندې کړې، چې يو ځل کتاب راوخلې، بيا دې پرېږدې نه.
زموږ زياتره لوستونکي فکر کوي، چې ليکوالي زموږ له ورځني ژوند پورته د يوې بلې دنيا خبرې دي؛ خو هنري ليکوالي له رښتيني ژوند سره کلکې اړيکې لري او ښه ليکوال هغه دی، چې عادي کيسې راته په زړه پورې کړې، ځکه چې زموږ په ژوند کې دومره ډېرې عجيبه پېښې نه کېږي، چې ليکلو ته يې منتظر اوسو. دا ځوانانو ته وايي، چې د خپل ژوند هغو خاطرو او پېښو ته اهميت ورکړي، چې ممکن دوی ته مهمې و نه برېښي. موږ په خپل فرهنګ کې د دمونو او دوديز طب په اړه ډېرې خبرې اورېدلې وې؛ خو د دې کتاب په ليکوال چې دا کيسې تېرې شوې، له داخله لګيا دی او د ليکوال د شخصيت په شموليت راته دا کيسې رښيتنې ښکاري، ځکه طبيب هغه طبيب چې پرې تېره وي.
مبتدي ليکوال که يوې پېښې ته له منفي زاويې ګوري؛ نو د ليک له پيله يې سبک معلومېږي؛ خو په دې کتاب کې کيسه داسې پيلېږي، لکه ليکوال چې هم ورسره لومړی ځل مخ کېږي. لوستونکی فکر کوي، چې که ناروغ دا ټوټکه عملي کړي، ښه به شي ورسره او که نه يو څيز اغېز خو به هرومرو کوي؛ خو چې خاطره څومره مخکې ځي، د پېښې غوټه د کيسې غوندې ورو ورو خلاصېږي او په پای کې لوستونکی پوهېږي، چې دې خو هم اغېز نه دی کړې. د کيسې د تلوسې ځانګړنې دا خاطرې کيسو ته ورنېژدې کړې دي او دا راته وايي، چې په خاطرو کې د کيسو له تخنيکونو بريالۍ استفاده کولی شوم.
د خاطرو په اوږدو کې ليکوال پايلې ته وارخطا نه دی، د ښو کيسو غوندې ورو ورو پر مخ ځي او د منزل پر ځای درباندې د سفر د منظرو خوندونه څکي. د خاطرو په سر کې د درملنې په اړه لوستونکي ته هغه هېلمني مخې ته ږدي، چې ليکوال او کورنۍ يې لري، مثلا د شيخ اعظم د زيارت په اړه ورته د سپينږيرې توصيې او د معايناتو په مټ د زړه د ډاکټر خبرې په لوستونکي کې هم هغه هيلمني پيدا کوي لکه يو وخت يې چې د ليکوال او د هغه د کورنۍ په سترګو کې پيدا کړې وه؛ خو ورسره د پايلې په اړه لوستونکی له وړاندوينې هم راګرځوي، ځکه له يوې خوا په سر کې پر پايله څه نه وايي او له بلې خوا لوستونکي خبر دي، چې په تېرو خاطرو کې هره هيله نهيلې شوې ده.
يوه بله خبره پکې د زاړه طب، دروغجنو دمونو او ډاکټرانو پرتله ده. په دې پرتله کې وينو، چي که د هوس او سوداګرۍ خبره وي، ځينې ډاکټران هم تر لومړيو دوو پوړونو کم ټګ نه دي. په تشخيص او درملنه کې که معاصر طب تر زاړه هغه بريالی دی؛ خو په تګۍ کې سره سيال ښکاري. په خاطرو کې د پېښور، هند او کابل د ډاکټرانو کيسه راته همدا خبره کوي.
يوه بله د پخو ليکوالو ځانګړنه په دې کتاب کې د ليکوال د احساسات کنټرول دی. دا د ښو کيسو ځانګړنه ده، چې راوي لکه د فلم سترګه، صحنه که هر څومره عاطفي وي، د راوي له خولې آه نه خېژي. د دې خاطرو راوي خو پخپله ليکوال هم دی؛ خو هره خاطره چې راته کوي، تمرکز يې په پېښه وي او په لوستونکي د خپلو احساساتو د تحميلولو هڅه نه کوي. هر درد راته داسي بيانوي لکه د بل درد. پښتانه وايي، د بل غم د يخ ګټ دی. د مارکېز په بېمخې سيلۍ کيسه کې د مرکزي کرکټر نيا بې عاطفې غوندې ښځه وي. دا ډول سبک په لوستونکي کې يو عجب حالت پيدا کوي او لا يې دردوي. د “زيارت په زيارت” په يوه خاطره کې لولو، چې هلک څرمن اغوستې ده؛ خو ملګري يې فکر کوي، چې ګنې کوژدن ته يې ورغوښتی دی. ناروغي او کوژدن تقريبا دوه متضاد حالتونه دي، د دې ډول حالتونو له ګډون نه د حالت طنز پيدا کېږي. د حالت طنز په دې کتاب کې ډېر ځايونه راغلی دی، چې دې کتاب ته يې لا خوند ورکړی دی. دا د ليکوال د طنز و مزاح ښودانه کوي. دا په خاطرو کې د طنز اهميت ښيي. هغه طنز چې له الفاظو پيدا کېږي، د ليکوال له خوا له بهره په خاطره کې پيدا کېږي؛ خو د حالت طنز پخپله د خاطرې له وضعيت نه زېږي.
ځوانان بالعموم فکر کوي، چې ليکوالي سخت کار دی، چې خپله خاصه ژبه لري؛ خو دا کتاب ښيي، چې ليکوالي د زړه او ذوق خبره ده او کوم خارق العاده پوهه نه غواړي، بس چې قلم او زړه درسره وي او په ځان باور ولرې.
د دې کتاب تقريبا هره خاطره له تلوسې په ډکه جمله پيلېږي او لوستونکی له ځان سره اخلي: “ژمی و، له يوه سپينږيري سره پيتاوي کې ناست وم.” يا “خدای دې يې وبښي، يوه شپه مې د بابا عمه راکره راغلې وه.”
د دې کتاب نثر د کيسې او عادي خبرو د نثر يوه ګډوله ده. خاطرې هم کيسې دي، کله چې د لنډې کيسې يا ناول نثر ته ورنېژدي شي، تصوير پکې پيدا شي. دا خاطرې راسره د تصوير په ژبه خبرې کوي:
“په دې خبرې سره يې هاخوا د ځل له څنٖډې د ډبل زاړه کتاب له سره يوه وړه کتابچه راواخيسته، له منځه يې قلم راوايستلو، په ليکلو يې پيل وکړ، د لونګۍ غوړو خېرنو ولونو يې د لمر له وړانګو سره پړک وهلو….”
د نثر په پاسنۍ ټوټه کې ليکوال د غزني د يوه بېسواده دمګري کيسه کوي او د “ځل” او “لمر ته د لونګۍ د غوړو خېرنو ولونو د پړک وهل” په تصويرونو کې راته د کرکټر د شخصيت، ژوند او سواد ټوله کيسه کوي. که يو مبتدي ليکوال د دمګري د بېسوادۍ کيسه کولای، ممکن ويلي يې وای، چې په خط نه پوهېده، بېسواده وه. دا به مو د ليکوال د خپل تصويري نثر غوندې زړه ته ښايي نه وای لوېدلی او اسانه قضاوت راته ښکاره شوی وای. د دې کتاب ليکوال په هره ځای کې لوستونکي ته پېښه او کرکټرونه مخې ته ږدي او قضاوت هم ورسپاري.
يوه بله خبره چې زما د دې کتاب خوښه شوه، هغه د ليکوال زړورتيا وه. خاطرې چې يو ادبي او نارسمي ژانر دی، له ليکواله غواړي، چې بې تکلفه اوسي. ليکوال خپلې پټې ناروغۍ او کمزورۍ هم نه پټوي او د ټولنې په عيبونو هم ښکاره غږېږي. نوموړی هڅه نه کوي، چې ځان ډېر هوښيار او پرهېزګار وښيي. دا د ليکوال لويي ښيي، چې خپل اخلاق او پوهه په لوستونکي نه تحميلوي، بلکې د يوه نېژدې ملګري غوندي درته کيسه کوي او د ټولنې د ناسمو دودونو په اړه قضاوت هم لوستونکو ته پرېږدي او ډېره مداخله نه کوي.
د دې کتاب د خاطرو يوه بله ځانګړنه دا ده، چې هره خاطره او صحنه نوې ده، داسې فکر نه کوې، چې ګنې مخکې هم له دې ډول صحني سره مخ شوی يم. څرنګه چې يې صحنې نوې دي، ډيکشن يې هم نوی دی. د تصويرونو، اصطلاحاتو او متلونو تکرار پکې په نشت حساب دی او دا پر ژبه د ليکوال برلاسي ښيي.
په ټوله کې دا کتاب د يوه داسې ليکوال د ژوند د خاطرو ټولګه ده، چې په ژبه حاکم دی او د خپلې ټولنې د فرهنګ په منفي اړخونو خبر دی. د خپل فرهنګ دا منفي خبرې د خپلې ناروغۍ له درد سره يوځای کوي او په خوندوره ژبه د دواړو کيسه راته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.