ابدالیان

عبدالباري جهاني

58

که څه هم چي د دې کتاب موضوع د هوتکانو د پاڅون او  نادرافشار په مقابل کي د هغوی وروستۍ ماته ده؛ خو څرنګه چي په کندهار کي د هوتکانو د پاڅون او له صفوي ایران څخه د خپلواکی د اخیستلو سره سم په هرات کي د ابدالیانو پاڅون هم پیل کیږي او هغوی هم د ایران صفوي رژیم ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې نو ځکه د ابدالیانو په باره کي هم یوه لنډ تاریخي بحث ته اړتیا ده.

لومړنی پښتون لیکوال، چي د میرویس خان د پاڅون او له هغه څخه مخکي پیښو په وخت کي یې ژوند کړی دی او موږ ته په کندهار کي د ابدالیانو په باره کي معلومات راکوي هغه افضل خان خټک دی چي د هغه وخت ځیني پیښی یې په خپل کتاب تاریخ مرصع کي لیکلي او خوندي کړي دي. افضل خان وايي چي د کندهار اربابی او مشرتوب له ډیرو پخوانو زمانو راهیسی په ابدالیانو اړه لري او دا اربابی د خدکی سلطان په کاله کي ده. تاریخ مرصع ص۳۹۹

افضل خان خټک لیکي چي د ابدالیانو د مشر قلندرسلطان، ورور حیات سلطان خپل ورور وواژه او حیات سلطان د خپل ورور د قتل په ګناه بندي اصفهان ته واستول سو. هغه شپږ کاله هلته بندي وو او په دغه وخت کي کاکړو د ایران یوه لویه قافله، چي هندوستان ته روانه وه، په لاره کي لوټ کړه. د ایران پاچا دې پیښي ډیري اندېښمن کړ او ږغ یې وکړ چي څوک به د دې قام چاره وکړي؟ درباریانو ورته وویل چي قلندرسلطان مړ دی او ورور یې بندي دی؛ که له هغه څخه مرسته وغوښتل سي ښايی چي د کاکړو د کرارولو یو تدبیر وکړي. حیات سلطان پاچا ته اطمینان ورکړ چي د کاکړو چاره به درته وکړم. حیات سلطان پر کاکړو باندي یرغل وکړ او ډېر زیات کاکړ یې قتل کړل او د سوداګرو تاراج سوي مالونه یې بیرته هغوی ته ستانه کړل. خو د ایران د حکومت له بیګلربیګي سره د حیات سلطان اختلاف راغی او درې تنه لوی افسران یې، چي د ده په جنګ ورغلي ول، ووژل.

حیات سلطان له دې پیښی وروسته، د ایران د صفوي حکومت د حملې له ویري، له دریو زرو کورنیو سره، ملتان ته ولاړ او له هغه ځایه د اورنګزیب پاچا په خدمت کي حاضر سو. حیات سلطان اورنګزیب ته وویل چي که یې کندهار په کار وي نو دا مهم پرمخ بېولای سي. اورنګزیب هغه ته پنځه سوي منصب ورکړ او ورته وې ویل چي ته ملتان ته ولاړ سه د کندهار مسله به وروسته پر مخ بوزو. حیات سلطان اوس هم په ملتان کي ناست دی خپل منصب خوري او د ایران حکومت میرویس ته ، چي یو غلجی او په غلجیوکي هوتک دی، د کندهار سرداري ورکړه. افضل خان. هغه کتاب ص ص ۴۰۰-۴۰۱

افضل خان خټک خپل تاریخ مرصع د ورځنیو پیښو په حساب لیکلی دی او چي هر څه پېښ سوي دي هغه یې د هماغي ورځي په قید ثبت کړي دي. دا چي دی وايی حیات سلطان اوس هم په ملتان کي ناست دی؛ د دې معنا دا نه ده چي دا ګوندي د ده د تاریخ وروستی فصل او د لیکني وروستۍ ورځي دي. بلکه څو مخه وروسته د ۱۷۱۲ کال نکل کوي چي خپل کاکا عبدالقادرخان خټک او شهباز یې له زامنو سره او عبدالله او محمد ټول بندیان کړي دي. البته راورټي وايی چي په هغه شپه یې شاوخوا ۱۴ تنه اکاګان او د هغوی زامن په خپله قلا کي ووژل. افضل خان بیرته شاته هم ګرځي او خبره بیرته اووه لسمي پېړۍ ته ځي او له خپلو تربرونو سره د جګړو بیان کوي او . . .

افضل خان وايی چي په کندهار او شاوخوا سیمه کي د پښتنو مشري میرویس خان ته وسپارله سوه. کله چي مخکنیو پیښو ته وګورو او د افضل خان دا خبره په نظر کي ونیسو چي وايی حیات سلطان اوس په ملتان کي دی نو داسي ښکاري چي کندهار ته د ګرګین د رسېدلو او د پورتنیو پیښو ترمنځ باید لږترلږه پنځه لس شل کاله فاصله وي. ځکه کله چي میرویس خان کندهار ته رسیږی دا وخت هغه په قوم کي یومنل سوی مشر دی او ګرګین، چي یو جاه طلبه او مغرور انسان وو، د هغه له قدرت سره رقابت کوي او کله چي یې زور نه رسیږي نو هغه اصفهان ته استوي.

تاریخ سلطاني هم لیکي چي په کندهار کي له غلجیو څخه مخکي واک د ابدالیانو په لاس کي وو، خو له غلجیو، په تېره بیا توخو، سره یې په سوله کي ژوند کاوه. خو کله چي دولت خان سدوزی په ۹۱۵ هـ ق کي پر هغوی باندي حمله وکړه او د هغوی اکثریت یې وځپل نو حسین بن ملکیار یې، چي د میرویس پلار وو، د خپلو ټول کهول سره یرغمل ورسره واخیست او په ښارصفا کي یې واړول. تر څو چي د جعفرخان سدوزي کامران خیلی له وفات څخه وروسته د هغه کور بې سرپرسته سوه او یوه کونډه مېرمن درخو او یو لور خانزاده یې پاته سوه. دې کورنۍ میرویس ته د خانزاده د کوزده کولو غوښتنه وکړه او میرویس هم سمدستی ومنله او له خانزاده سره یې واده وکړ. ص ص ۷۰-۷۱

البته دلته له سلطان محمدخان څخه د کلونو په برخه کي ډېره سخته غلطی سوې ده. ځکه چي که دولت خان پر غلجیو باندي په ۹۱۵ هـ ق ( ۱۵۰۹ م) کي یرغل کړی وي او د میرویس پلار او د هغه کورنۍ یې یرغمل کړي وي او بیا وروسته موږ ګورو چي میرویس د ۱۷۱۸ کال په شاوخوا کي وفات سوی دی نو په دې حساب باید چي میرویس څه باندي ۲۰۰ کاله ژوند کړی وي. تاریخ سلطاني که څه هم چي مغتنم کتاب دی خو د کلونو په حساب کي اشتباهات لري.

تاریخي متون موږ ته نه وايي چي حیات سلطان په ملتان کي څومره کلونه ژوندی وو؛ خو دا چي د هغه زوی او لمسی د هرات او شاوخوا سیمو په پیښو او د ایران له صفوي رژیم سره په جنګونو کي برخه لري او د حیات سلطان نوم نه یادیږي نو څرګنده خبره ده چي باید هغه وفات سوی وي.

میرزامحمدخلیل مرعشی لیکي چي کله د حیات سلطان زوی عبدالله خان او د هغه زوی اسدالله خان ته د کندهار خبرونه ورسېدل نو له خپلو پنځو شپږو سوو سپرو سره، د ایران له هغه لښکر سره یو ځای سول چي شاه حسین صفوي د کندهار د پاڅون د ځپلو لپاره لېږلی وو. مګر لکه مخکي چي مو وویل د ایران پوځ ماته وکړه او خسروخان ووژل سو نو عبدالله خان او اسدالله خان هم هرات ته ولاړل. د هرات حکومت د عباسقلي خان په لاس کي وو او په لومړي سر کي یې د هغوی هرکلی وکړ خو وروسته چي په قوم کي د عبدالله خان نفوذ ورته معلوم  سو نو د هغه له قدرته وبېرېدی او پلار او زوی یې دواړه  بندیان کړل. په دغه وخت کي د هرات قزلباشو د عباسقلي خان د ظلمونو او بد سلوکي له امله ښورښ وکړ. عباسقلي خان یې له کاره لیری کړ. د هغه پر ځای یې جعفرخان استاجلو مقرر کړ او د ایران پاچا ته یې د عباسقلي خان په باره کي شکایت واستاوه.

عبدالله خان او اسدالله خان له دغه فرصت څخه ګټه واخیستله او له بنديخانې څخه وتښتېدل او له خپل قوم سره یوځای سول. ابدالیانو هم سمدستي عبدالله خان په مشرتوب ومانه. دلته، د دې موضوع په ارتباط، مجبور یم چي د صدیق فرهنګ په نوم یوه مورخ یوه کیسه راوړم چي ټوله بې اساسه افتراء او یوازي او یوازي یې، د خپل لېوني تعصب په اساس، پښتنو ته د سپکاوي له امله په خپل تاریخ کي درج کړې ده. فرهنګ د پورتینو پیښو په ارتباط لیکي:

« . . . د یوه بل روایت له مخي چي، جې پی فیریر فرانسوي سیاح او سیدبهادرشاه ظفر ذکر کړی دی، زمان خان قورچي باشی ایراني حکمران اسدالله خان ته چي یو ښکلی ځوان وو، نیت بد کړ او هغه یې خپل ځان ته ور وغوښت. مګر اسدالله خان وتښتېدی او ابدالي قبایل یې پر ځان راغونډ کړل او کله چي یې د هرات ښار ونیوی نو قورچي باشي یې له خپل پلار سره، چي له حکمران سره یې لاره یوه کړې وه، یوځای وواژه  او پخپله د هرات مستقل واکمن سو» افغانستان در پنج قرن اخیر جلد اول ص ۷۴ *

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

* فرهنګ دا غلط معلومات، په لوی لاس، د هانوې له تاریخ څخه، چي هم یې اروپايی او هم یې افغاني مورخین ګمراه کړي دي، را اخیستي دي. هانوې د اسدالله خان د پلار نوم نه یادوي( یقیناً چي زده به یې نه وو) او لیکي چي د هرات ایراني حکمران غوښتل چي له ښکلي اسدالله خان سره نارواجنسي اړېکي ولري نو د هغه له پلار څخه یې غوښتنه وکړه چي اسدالله خان راضي کړي. د اسدالله خان پلار هم ، د مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو په طمع، خپل زوی له حکمران سره ناروا جنسي اړېکو ته تشویق کړ. اسدالله خان د پلار خبره ونه منله او  هغه مجبور سو چي له زوره څخه کار واخلي. اسدالله خان خپل قومیان پر ځان راغونډ کړل او خپل پلار او حکمران یې دواړه ووژل. Hanway vole1 p 62

فرانسوي جنرال ( سیاح نه دی) فیریه په دې کیسه کي د اسدالله خان پلار ور اضافه کړی او د هغه د پلار نوم یې حیات سلطان لیکلی دی چي هغه ډېر مخکي په ملتان کي وفات سوی او د اسدالله خان پلار نه بلکه نیکه وو. فیریه حتا وايی چي حیات سلطان خان خپل زوی اسدالله د هرات ایراني حکمران ته واستاوه او هغه په زور جنسي تېری ورباندي وکړ. اسدالله خان له دغه امله خپل پلار حیات سلطان وواژه او وروسته یې زمان خان تعقیب کړ او هغه یې د زمینداور په علاقه کي له خپلو ورسره عسکرو سره وواژه. . . J. P. Ferrier p35

بهادرشاه ظفرکاکا خېل هم، چي ښایی د هانوې کتاب ته به یې لاسرسی نه درلود، دا کیسه د فیریه له تاریخ څخه نقل کړې ده او پر دې کیسه باندي یې د غور کولو تکلیف ځان ته نه دی ورکړی. ده هم حیات سلطان د اسدالله خان پلار بللی دی. پښتانه د تاریخ پهرڼا کي ص ۶۵۴

فرهنګ، د یوه هوښیار متعصب تاریخ لیکونکي په حیث، په دې خبر وو چي حیات سلطان د اسدالله پلار نه بلکه نیکه وو او هغه کلونه مخکي په ملتان کي وفات سوی وو نو یې قصداً د اسدالله خان پلار عبدالله خان معرفي کړی دی.

فرهنګ باید فکر کړی وای چي په دغه وخت کي د هرات ګورنر محمدزمان خان قورچي باشي نه بلکه عباسقلي خان شاملو وو. عباسقلي خان چا وژلی نه دی بلکه ایران ته ولاړ او د جنسي تېري یا جنسي تمایل کیسه هم هانوې له ځانه جوړه کړې او، د فرهنګ په څېر نورو بې خبرو یا مغرضو مورخینو، نقل کړې ده. په داسی حال کي چي اسدالله خان د محمود هوتک سره په جنګ کي ووژل سو او پلار یې عبدالله خان ژوندی وو او هغه وروسته د احمدشاه بابا له پلار محمدزمان خان سره په جنګ کي ووژل سو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مورخ میرزا مهدی خان استرآبادي دا موضوع داسي لیکلې ده: « د حیات سلطان خان زوی عبدالله خان د اسدالله خان سره یوځای له ملتان څخه کیخسرو خان ته ورغلل او د ابدالیانو مشرتوب یې ترلاسه کړ. تر څو چي د الهی تقدیراتو په اثر، چي په هغه کي تغییراو تبدیل نسته، د قندهار مقدمه هغسي سوه. ( مطلب یې د کیخسرو وژل کېدل دي ج)

عبدالله له خپل زوی اسدالله سره هرات ته ولاړ او په هغه وخت کي د هرات حکمران عباسقلی خان شاملو وو.

څرنګه چي د عبدالله خان له وضعیت څخه داسي څرګندېدله چي هغه به کوم ښورښ ته لاس واچوي نو عبدالله او زوی یې دواړه بندیان کړل. په دې وخت کي د هرات قزلباشو د عباسقلي خان په مقابل کي ښورښ وکړ او هغه یې له کاره معزول کړ. وروسته له هغه چي دا موضوع د ایران دولت ته څرګنده سوه نو جعفرخان استاجلویې د هرات بیګلربیګی کړ.

په دغه وخت کي اسدالله خان او د هغه پلار له محبسه وتښتېدل او د دوشاخ غره ته ولاړل او سرکښی یې پیل کړه او د اسفزار قلا یې ونیوله. وروسته له هغه یې د هرات په دوه میلی کي د هرات له حاکم جعفرخان سره جنګ وکړ؛ هغه یې ونیوی او ښار یې محاصره کړ. د ښار خلکو له څه وخت محاصرې څخه وروسته د مقاومت تاب رانه ووړ او له افغانانو سره یې د روغي جوړي او ګډ ژوند کولو فیصله وکړه.

وروسته له هغه چي اسدالله خان د هرات له ښار څخه قزلباش وایستل نو د اسفزار افغانان هم د هرات ښار ته راغلل. په دغه ښار کي له لږ تم کېدلو څخه وروسته یې کوسویه، غوریان او د مرغاب او بادغیس سرحدات ټول ونیول. او اسدالله له دې څخه وروسته د فراه د قلا د نیولو په فکر کي سو چي یو کال مخکي د غلجیو لاسته ورغلی وه. تاریخ  جهانکشای نادری ص ص ۸-۹

البته میرزا مهدی خان د سنواتو په ذکرولو کي یا اشتباه کړې ده او یا کاتبانو سنې( سنوات) او کلونه غلط نقل کړي دي. ځکه چي مهدي خان د کندهار د پاڅون کال ۱۲۳۱ هـ ق ښيی چي ۱۸۱۵ میلادي کیږي او دا وخت په افغانستان کي د شاه محمود سدوزي دوهم ځل پاچهي ده. دغه راز د اسدالله خان له لوري د هرات د ښار نیول کېدل  د ۱۳۲۹ هـ ق د روژې د میاشتي شپږویشتمه بولي چي په میلادي حساب ۱۹۱۱ کیږي او په افغانستان کي امیرحبیب الله خان پاچا دی. زه یې ځکه د کاتبانو غلطي بولم چي میرزا مهدي خان استرآبادي یو مشهور مورخ وو او د کلونو په ښودلو کي دغه راز فاحش اشتباهات له هغه څخه لیري وه.

اسدالله خان د هرات له فتح کولو او په هغه ښار او شاوخوا سیموکي د خپل کنټرول له ټینګولو څخه دوه کاله وروسته پر فراه باندي حمله وکړه او هغه ښار یې، چي تر دغه وخته پوري د هوتکو په لاس کي ووو د هغوی له کنټروله وایست. په همدغه کال د ایران صفوي حکومت خپل یو تکړه جنرال فتحعلی خان ترکمان، له ډیرو زیاتو پوځونو سره، د هرات پر لور واستاوه. فتحعلی خان د ۱۱۲۸ هـق ۱۷۱۵ میلادي په شاوخوا کي هرات ته ورسېدی. اسدالله خان هم له ډیرو قواوو سره د هغه مخي ته ورغی. دواړو خواوو د پل سالار او رباط پریان په سیمه کي ډېره سخته جګړه وکړه. په لومړي سر کي افغاني پوځیانو ماته وکړه. د دایران پوځونه، د افغانانو د قواوو د تعقیبولو پر ځای، د هغوی د مالونو په چورولو لګیاسول. فتحعلی خان، چي دې فتحي ډېر زړه ورکړی وو، په ډېره بې احتیاطي، له خپلو سلو تنو سپرو سره، د اسدالله خان د پوځیانو تعقیب پیل کړ. د غوریان په سیمه کي، د اسدالله خان پوځیانوولیدل چي له فتحعلي خان سره ډېر لږ پوځیان ملګري دي؛ سمدستي یې مخ ورباندي راواړاوه او ټول یې له تېغه تېر کړل. مجمع التواریخ ص ص ۲۱-۲۲

د اسدالله خان پوځیانو له غوریان څخه بیرته د فتحعلی خان ترکمان پر پوځیانو باندي حمله وکړه او کله چي قزلباشو ته معلومه سوه چي فتحعلی خان وژل سوی دی نو روحیات یې کمزوري سول او د مقاومت توان یې له لاسه ورکړ. قزلباشو ماته وکړه او له لږو قواوو پرته، چي ځانونه یې د جنګ له میدان څخه ژوندي وایستل، نور ټول د افغانانو د تورو شومه سول. هغه کتاب ص ۲۴

مخکي مو وویل چي د ایران صفوي حکومت د اداري او اخلاقي فساد او د شاه حسین د سختي کمزوری له امله، چي د صفویانو په تاریخ کي د هغه په څېر کمزوری پاچا نه وو راغلی، د جدي او سمدستي تصمیم نیولو او عمل کولو توان له لاسه ورکړی وو. سره له هغه چي د هرات د ښار په شاوخوا کی یې ډېر لوی جنرال له لاسه ورکړی او یو لوی پوځ یې تباه سوی وو، بیا هم، د هرات له ماتي څخه، ایله یو کال وروسته په ۱۱۲۹ هـق ۱۷۱۶ میلادي کي خپل بل سردار صفي قلي خان، چي په لېوني مشهور وو، د هرات پر لور واستاوه. مخکي له هغه چي صفي قلي خان د هرات شاوخواته ځان ورسوي شېرغازي خان اوزبک له ماوراءالنهر څخه پر خراسان باندي حمله وکړه. صفي قلی خان د شاه حسین په امر د اوزبکانو خواته توجه واړوله او د قاجاریانو او کردانو په مرسته یې د اوزبکانو لښکرو ته د نیشاپور په شاوخوا کي ماته ورکړه. د وژل سویو کسانو کله منارونه یې جوړ کړل او هغه اوزبک سرداران چي ژوندي په لاس ورغلي ول هغوی یې د کله منارونو پرسر ژوندي په ګچو کي ونیول. هغه کتاب ص ۲۹

صفي قلي خان له دې فتحی څخه وروسته د مشهد زیارت ته ولاړ. د زیارت خزانه یې چور کړه او بیا یې نو د هرات پر لور لښکر روان کړ. د اسدالله خان او صفي قلي خان پوځونه د کافرقلعه ( اوسنۍ اسلام قلعه) په سیمه کي سره مخامخ سول. د اسدالله خان قواوو د جنګ په لومړۍ  مرحله کي د صفي قلي خان شپاړس کلن زوی وواژه او لږ وروسته، په هماغه ورځ، صفي قلي خان هم ووژل سو او یا ویل کیږي چي د زوی له غمه یې، چي ډېر سخت ورباندي ګران وو، ځان پخپله وواژه. د قزلباشو پوځونه، چي پخوا یې لا د افغانانو له هیبته زړونه لړزېدل او د مقاومت توان یې له لاسه ورکړی وو، ډېره سخته ماته وخوړه. د افغانانو پوځ د قزلباشو څخه د پاته سویو مالونو په چورولو لګیا سول او د هغوی د قواوو تعقیب یې پرېښود. اسدالله خان د هرات ښارته فاتح او منصور را ستون سو. هغه کتاب ص ۲۸

مخکي مو وویل چي اسدالله خان د هرات له اشغالولو او کارونو له سمبالولو څخه وروسته د فراه ښار د هوتکو له قواوو څخه ونیوی. د اسدالله خان له دې فتحي څخه یو کال وروسته، شاه محمود هوتک، چي تازه یې له خپل اکا عبدالعزیز څخه قدرت ترلاسه کړی وو، د هغه ښار پر لور وخوځېدی. شاه محمود هم د اسدالله خان په څېر یو تکړه او زړه ور جنرال وو او دواړه پوځونه د دلارام په سیمه کي سره مخامخ سول. د دې سخت جنګ په نتیجه کي د ابدالیانو قواوو ماته وکړه او اسدالله خان په جنګ کي ووژل سو. شاه محمود، د ایران د دربار او صفوي شاه حسین د غولولو لپاره، د اسدالله خان سر، د شاه حسین او خپل مشترک دښمن په حیث، د ایران دربار ته واستاوه.

د شاه محمود دې سیاسي حیلې ډېر ښه کار وکړ. د ایران ساده پاچا، چي د روسیې سفیر احمق بللی وو، وغولېدی. هغه په دغه نازک وخت کي هم قزوین ته تللی وو او د شاه محمود عریضه ورته ورسېدله. شاه حسین ډېر سخت خوشاله سو. شاه محمود هوتک یې  صوفي صافي ضمیر وباله. او د حسین قلي خان لقب یې ورکړ. تاریخ جهانکشای نادري ص ۸۵

په هرات کي د اوسېدونکو ابدالیانو داخلي اختلافات او جنګونه:

د هرات ابدالیان د اسدالله خان له وژل کېدلو څخه وروسته په ډېر بد حال بیرته هرات ته ستانه سول. د اسدالله خان پلار عبدالله خان یې، چي د خپل زوی له خوا د هرات نایب الحکومة مقرر سوی وو، له کاره برطرفه کړ او قدرت د احمدشاه بابا پلار محمدزمان خان ابدالي ته ورسېدی. هغه عبدالله خان بندي کړ او د هرات پخوانی صفوي حاکم جعفرخان استاجلو او د قزلباشو ځیني سرداران یې چي اسدلله خان بندیان کړي ول، ټول ووژل. څه وخت وروسته یې عبدالله خان هم وواژه. زمان خان دوه کاله ژوندی وو او د ده د قدرت په زمانه کي کومه د یادولو وړ پېښه ونه سوه. زمان خان د هرات په قلمرو قناعت وکړ او له هرات څخه دباندي یې نه د هوتک شاه محمود له قلمرو سره غرض وکړ او نه هوتکو پر هرات باندي د حملې کولو فرصت پیدا کړ. د زمان خان له وفات څخه وروسته بیرته د عبدالله خان ابدالي کورنۍ ته قدرت ورسېده او د دې کهول مشر محمد خان ابدالي د هرات او د هغه شاوخوا سیمو قدرت په خپل لاس کي واخیست.

محمدخان په ۱۷۲۷ میلادي کال کي د مشهد د نیولو په نیت روان سو. هغه ښار یې څلورمیاشتي محاصره کړ مګر د ښار فتح کول یې په وس پوره نه وه او بیرته هرات ته ستون سو. څرنګه چي محمدخان ډېر مستبد سړی وو او خپل  او پردي ټول ورڅخه په عذاب ول نو د هرات خلکو د هغه په مقابل کي ښورښ وکړ او د محمدزمان خان مشر زوی ذوالفقار خان یې له ښوراوک څخه را وباله او د قدرت چاري یې وروسپارلې. د عبدالله خان ابدالي بل زوی عبدالرحمن، چي پلار یې ابدالي زمان خان وژلی وو، هرات ته داخل سو او د خپل پلار د وینو د کسات اخیستلو په منظور یې له ذوالفقار خان سره جنګ پیل کړ. د ابدالیانو د قواوو ترمنځ د دې سخت اختلاف په وجه ابدالیانو له هرات څخه د دوی دواړو د ایستلو فیصله وکړه. ذوالفقار خان باخرز او عبدالرحمن فراه ته ولاړ. د هرات د چارو واګي د عبدالله خان بل زوی الهیار خان واخیستلې. عبدالغني خان الکوزي، چي د ذوالفقار خان ماما وو، د هغه لپاره هلي ځلي پیل کړې او هغه یې بیرته هرات ته راوغوښت. په هرات کي یو ځل بیا ښورښونه پیل سول او دې داخلي جنګونو شپږ میاشتي دوام وکړ. بالآخره افغانانو خپل دواړه مشران له ښاره وایستل. افغانانو ته په دغه وخت کي د  هرات پر لور د نادرافشار د لښکرو د حرکت خبر ورسېدی او په خپلو کي یې جوړه وکړه. ذوالفقار خان یې د فراه حاکم کړ او هرات یې الهیار خان ته وسپاره. الهیار خان د نادرافشار سره د مقابلې لپاره له ذوالفقار خان څخه مرسته وغوښتله او هغه هم له خپلو قواوو سره هرات ته راغی. ابدالیان دا وخت له یوه قوي دښمن سره، چي تر دغه وخته یې د جنګونو ټول میدانونه ګټلي ول، مخامخ سول او ایله د یووالي ضرورت یې احساس کړ.

پر کندهار باندي د کیخسرو پوځي حملې او د هغه ناکامي او عواقب

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.