په ملبورن کې د ملي مرکې د لومړۍ ناستې مطبوعاتي راپور
« ګډونوالو په ملي کچه د خبرو اترو پر اړتيا، ملي يووالي او سياسي اجماع، د بشري حقونو پر رعايت
او د يوه مشروع نظام پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.»
ملبورن، استرالیا – د ۲۰۲۶ کال د اپرېل ۲۶مه
د اسټراليا په ملبورن ښار کې د ملي مرکې لومړۍ ناسته د ګڼ شمېر سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شوه. ګډونوالو د هېواد پر بنسټيزو ستونزو ژور بحثونه وکړل، لومړيتوبونه يې په ګوته کړل او د ستونزو د حل لپاره يې عملي او بنیادي حللارې وړاندې کړې.
ناسته د ښاغلي نقیب مومند په کوربهتوب او د ښاغلي ممتاز امین په پرانیستونکې وینا پیل شوه. ښاغلي امین ملي مرکه د سولې، پخلاینې او ملي یووالي لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د ملبورن ناسته یې د اسټرالیا مېشتو افغانانو د انسجام او همغږۍ په لور يو مهم ګام وګڼلو.
د ملي مرکې موخې او تګلاره
په لومړۍ برخه کې، ډاکټر عجبنور د ملي مرکې موخې، لرلید او اصول بیان کړل، په ترسره شويو کارونو او راتلونکو پلانونو يې رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې دا بهیر په ملي او نړيواله کچه د افغانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی.
بحثونه او تحلیلونه
د ناستې په دوهمه برخه کې د ډاکټر نصیر ملکزي، اغلې محبوبه بابکرخېل او ښاغلي جاويد مقصودي په مدیریت ژور او تخصصي بحثونه ترسره شول. دا بحثونه په درېیو اصلي محورونو کې متمرکز وو:
۱. د هېواد بنسټیزې ستونزې
ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه لاندې مهمې ستونزې یادې کړې:
ـ د مشروع نظام او اساسي قانون نشتوالی
ـ قومي نفاق، ټولنیزه بېباوري او د ملي یووالي کمزورتیا
ـ د بشري حقونو نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار محدودیت
– د ښوونځي او مدرسې تر منځ ( ديني او عصري زده کړې) تقابل
ـ اقتصادي بحران، بېکاري او پراخ مهاجرتونه
ـ د مهاجرینو کړکېچ، په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې د افغانانو ناوړه وضعیت
۲. حللارې او وړاندیزونه
ګډونوالو د ستونزو د حل لپاره لاندې عملي وړاندیزونه مطرح کړل:
ـ په ملي کچه د خبرو اترو د یو منظم چوکاټ جوړول
ـ د سیاسي اجماع لپاره د لارنقشې جوړول او د يوې لويې جرګې لپاره د زمينې برابرول
ـ د افغانانو ترمنځ د باور، یووالي، متقابل احترام او يوبل منلو فرهنګ پیاوړي کول
ـ د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره د اقتصادي بنسټونو او کاروباري فرصتونو رامنځته کول
ـ د افغانانو د يوه ګډ ملي ادرس جوړول او د يوه ګډ غږ او دريځ موندل
۳. د افغان ډیاسپورا رول
ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغان ډياسپورا يا بهر مېشته افغانان بايد لاندې برخو ته پام وکړي:
ـ د هر ډول تعصباتو پر وړاندې مبارزه او د افغان ډياسپورا په کچه د ملي يووالي او ګډ غږ او دريځ لپاره منظمې هڅې
ـ په اسټراليا کې د افغاني ټولنو، بنسټونو او شوراګانو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ نېټورک جوړول
ـ د ستونزو د حل لپاره د تخصصي شبکو جوړول
ـ نړیوالو مراجعو ته د افغانانو د غږ رسول او د ستونزو په حل کې د ملاتړ غوښتنه
– د ښځو د حقونو لپاره مبارزه او د نجونو د تعليم لپاره د عملي لاروچارو موندل
– د اسټراليا نورو ښارونو ته د ملي مرکې د څانګو غځول
لنډیز او پایله
ګډونوالو د هېواد پر سياسي انزوا، فقر او بېکارۍ او د بشري حقونو پر نقض ( په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم او کار بنديزونه) ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار يې وکړ، چې ملي يووالی، همغږي او انسجام کولای شي د هېواد بنسټيزو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
غونډې پرېکړه وکړه چې د ملي مرکې څانګې به په ملبورن او د استرالیا په نورو ښارونو کې جوړېږي، ترڅو د افغانانو هڅې لا منسجمې او اغېزناکې شي.
دا ناسته د ملي مرکې يولسمه ناسته وه او د هغو پرلهپسې غونډو په تسلسل ترسره شوه، چې تر دې وړاندې په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت ښارونو کې ترسره شوې دي.
راځئ چې د افغانستان راتلونکی په ګډه ولیکو!
گزارش مطبوعاتی – نخستین نشست گفتمان ملی «مرکهء ملی» در ملبورن
« اشتراککنندگان بر ضرورت گفتوگوی ملی، تأمین وحدت و اجماع سیاسی، رعایت حقوق بشر
و ایجاد یک نظام مشروع تأکید کردند.»
ملبورن، استرالیا – ۲۶ اپریل ۲۰۲۶
نخستین نشست گفتمان ملی در شهر ملبورنِ استرالیا با حضور شمار زیادی از شخصیتهای سیاسی، علمی، فرهنگی و فعالان مدنی برگزار شد. اشتراککنندگان دربارهٔ مشکلات بنیادی کشور بحثهای عمیق انجام دادند، اولویتها را مشخص ساختند و برای حل چالشها راهحلهای عملی و اساسی ارائه کردند.
نشست به میزبانی آقای نقیب مومند و با سخنرانی افتتاحیهٔ آقای ممتاز امین آغاز شد. آقای امین گفتمان ملی را یک ضرورت اساسی برای صلح، آشتی و وحدت ملی دانست و نشست ملبورن را گامی مهم در جهت انسجام و هماهنگی افغانهای مقیم استرالیا توصیف کرد.
اهداف و مسیر راه
در بخش نخست، داکتر عجبنور اهداف، چشمانداز و اصول گفتمان ملی را تشریح کرد، روی کارهای انجامشده و برنامههای آینده روشنی انداخت و تأکید نمود که این روند برای ایجاد وحدت، هماهنگی و اجماع ملی میان افغانها در سطح ملی و بینالمللی آغاز شده است.
بحثها و تحلیلها
در بخش دوم نشست، به مدیریت داکتر نصیر ملکزی، بانو محبوبه بابکرخیل و آقای جاوید مقصودی، بحثهای تخصصی و عمیق در سه محور اصلی انجام شد:
۱. مشکلات بنیادی کشور
اشتراککنندگان مهمترین چالشهای کنونی کشور را چنین برشمردند:
ـ نبود نظام مشروع و قانون اساسی
ـ تعصبات، بیاعتمادی اجتماعی و ضعف وحدت ملی
ـ نقض حقوق بشر، بهویژه محدودیت بر آموزش و کار زنان
ـ تقابل میان مکتب و مدرسه (آموزش دینی و عصری)
ـ بحران اقتصادی، بیکاری و موج گستردهٔ مهاجرت
ـ بحران مهاجرین، بهویژه وضعیت نامناسب افغانها در پاکستان و ایران
۲. راهحلها و پیشنهادها
برای حل چالشها، اشتراککنندگان پیشنهادهای عملی زیر را مطرح کردند:
ـ ایجاد یک چارچوب منظم برای گفتوگوهای ملی
ـ تدوین نقشهٔ راه برای اجماع سیاسی و فراهمسازی زمینهٔ برگزاری یک لویهجرگه
ـ تقویت فرهنگ اعتماد، وحدت، احترام متقابل و پذیرش یکدیگر میان افغانها
ـ ایجاد زیرساختهای اقتصادی و فرصتهای کاری برای کاهش مشکلات اقتصادی
ـ ایجاد یک آدرس مشترک ملی و دستیابی به یک صدای واحد و موضع مشترک
۳. نقش دیاسپورای افغان
اشتراککنندگان تأکید کردند که افغانهای مقیم بیرون از کشور باید به موارد زیر توجه کنند:
ـ مبارزه با هرگونه تعصب و تلاش منظم برای ایجاد وحدت ملی و صدای مشترک در میان دیاسپورا
ـ ایجاد شبکهٔ هماهنگی و همکاری میان انجمنها، نهادها و شوراهای افغانی در استرالیا
ـ ایجاد شبکههای تخصصی برای حل مشکلات
ـ رساندن صدای افغانها به نهادهای بینالمللی و جلب حمایت برای حل چالشها
ـ تلاش برای تأمین حقوق زنان و یافتن راهکارهای عملی برای آموزش دختران
ـ گسترش شاخههای گفتمان ملی « مرکهٔ ملی» به سایر شهرهای استرالیا
جمعبندی و نتیجهگیری
اشتراککنندگان نسبت به انزوای سیاسی، فقر و بیکاری، و نقض حقوق بشر—بهویژه محدودیت بر آموزش و کار زنان—در افغانستان ابراز نگرانی عمیق کردند و تأکید نمودند که وحدت ملی، هماهنگی و انسجام میتواند به مشکلات بنیادی کشور پایان دهد.
نشست تصمیم گرفت که شاخههای گفتمان ملی در ملبورن و سایر شهرهای استرالیا ایجاد شود تا تلاشهای افغانها منسجمتر و مؤثرتر گردد.
این نشست یازدهمین نشست مرکهٔ ملی بود و در ادامهٔ سلسلهنشستهایی برگزار شد که پیش از این در شهرهای لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینگهام، هامبورگ، تورنتو، والسال و فرانکفورت دایر شده بودند.
بيائيد آيندهی افغانستان را با هم بنويسيم!
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.