لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۵مه برخه

آصف بهاند

27

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

 ۳۵مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۷۵مه برخه

 

په لنډیو پسې د بېلابېلو پتو لټول مې له هغه وخته راپیل کړل چې ځینو درنو لوستونکو ته د لنډیو د راټولو په باب پوښتنې رامنځ‌ته شوې چې دا لنډۍ زه له کومه کوم. سره له دې چې دا موضوع ما پخوا هم روښانه کړې وه، خو اوس یې یوځل بیا په تکرار سره وایم چې:

ما د بېلابېلو منابعو په لړ کې، د گڼو داسې ویدوگانو لیدلو ته وخت بېل کړ چې په هغو کې سندرغاړو د خپلو سندرو په هرڅ کې دا لنډۍ زمزمه کړې دي. د همدې کار د پایلې څو برخې راټولې کړې لنډۍ مې په څو برخو کې د ویدیوگانو د لینکنو په ملتیا خپرې کړې او دا لړۍ نوره هم غځیـږي. دا لاندې یې یوه بله برخه ده:‍‍

سترگې دې بې‌تاثیره نه‌دي

لکه د کوډو مرۍ برگې، برگې‌دینه

 

د ډوډۍ وږي به ماړه کړم

د ډوډۍ وږي دې ماښام ته وگورینه

په یوه بله ویدیو کې چې دوې‌دقیقې او پنځه ثانیې ده ښاغلی شمس او دوه تنه نور سندغاړي په وار سره د سوال ـ ځواب په ډول لنډۍ زمزمه کوي او ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندي کړې. دا یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/2728143707536037

 

د ښاریاري له دوکوډکه

موږکلیوال خپلې‌وفا خوړلي‌یونه

 

نه به انځر د ورځې گل‌شي

نه به اشنا دوباره راوړي دیدنونه

 

کلکه ولاړه په وفا‌یم

موسم خو نه یم چې رنگونه بدلومه

 

کله به بیا سره یوځای شو

چې ډکې سترگې په گیله درواړومه

 

چا ته مې څه‌بد رسولي

ستا په تهمت مې خلک کلي نه شړینه

 

د نازولې‌نجلۍ پلاره

چې دومره ښکلې‌لور لرې، نوکر دې یمه

 

یوه مې ښه‌تجربه وکړه

د چا چې ډېرقدرکوم، دوښمن مې شینه

 

څنگه نرۍ‌خندا دې وکړه

څنگه په ډک زړه مې دروژړل میٔنه

 

مخ دې کابل، سترگې دې خوست دي

دا تور ویښته دې د ځدراڼو غرونه‌دینه

 

ای پېښوره څه‌چل‌وشو

اوس دې گلونه د باروتو بوی‌کوینه

 

کډه زموږ کلي ته راوړه

په غم ښادۍ کې به مو کېـږي دیدنونه

دا لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راواخیستې چې ښاغلي صدیق ننگ د خپلې دایمي فرهنگي مرستو په لړکې رالېـږلې وه. ویدیو یولس‌دقیقې او درې‌څلویښت‌ثانیې وه، سندرغاړی مې ونه‌پېژاند، خو ښه په ترنم سره یې لنډۍ زمزمه کولې، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1390318539419172

چې چېرته سره لوپټه وینم

یوه‌شېبه منډه د زړه پسې وهمه

 

په حال مې غرونه په ژړا دي

نښه یې دا ده چې سیندونه ترې‌راځینه

 

که ژاړم، ژاړم زه به ژاړم

خواږه دوستان مې په وطن کې پاتې‌دینه

دا لنډۍ له داسې یوې ویدیو نه راولیکل شوې چې یو تن لنډۍ د یوې باجې، دوگړې او رباب په ملتیا په درز کې زمزمه کوي او په ویدیو کې ښکاري چې ډوډۍ تیارېـږي او خلک په یوه دسترخوان راټول او خوري یې. دا یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1195102426132890

 

مرگیه لرې رانه گرځه

ژبه مې مه‌تړه وطن پرې یادومه

 

نصیب زما و که د تا و

په اور دې وسېځي د دواړو نصیبونه

 

خبره لاړه ډنډوره‌شوه

جانانه خپل کار دې کوه، خپل به کومه

 

نصیب زما درسره نه شته

خوشې عبث په زیارتو مه‌کړه سوالونه

 

قبر خو ښه دی دمه‌ځای دی

کابل خو نه دی چې ترې کډه بارومه

 

مرگی خو سته، یوورځ به ټول مرو

داسې دې مړه شو چې ژوندي مو یادوینه

 

خدای مودې هغه مرگ نه ساتي

چې مو له مړي نه ژوندي نفرت کوینه

 

دا لنډۍ مې د عبدالله مقري له یوه داسې ژوندي پروگرامه راخوندي کړې دي چې د اختر په مناسبت جوړ شوی و، مقری پر ستیژ باندې ناست سندرې وایي او لاندې خلک مست‌اتڼ ورته کوي. ویدیو لس‌دقیقې او څلورپنځوس‌ثانیې اوږده ده. دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1566630951052258

 

یاري خو تا کړه ما خو نه‌کړه

چې نیمايي کې‌ی پرې کوې ژړا راځینه

 

خوله دې مڼه، زنه دې ام ده

دا مې قسم ده چې هډوکي به دې خورمه

 

جلۍ چې لویه سي گلزار سي

هلک چې لوی سي مزاری‌خټکی سینه

 

چې یو اخلاص او بل لباس شي

دا لباسي اشنا دې خدای وشرموینه

 

یوه دې نه ده، دوې دې نه دي

کوم غلطي باندې دې سترگې پټې کړمه

 

خولگۍ دې خورم، نه پرې مړېـږم

ظالـمې ټـوله راپـه‌شا‌شه چې دې وړمـه

 

ته مې په گوته کې غمی سه

خلک به وایي یار په گوته گرځوینه

دا لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راخپلې کړې چې د ځوانانو په یوه بنډار کې دوه تنه سندرغاړي د سوال ځواب په ډول د موزیک په ملتیا لنډۍ زمزمه کوي، سندرغاړي زما له‌پاره ناپېژاند وو. ویدیو څلور دقیقې او شل‌ثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1256835153068458

د سعودي باچا ته وایه

تا له زلمي له بیوسۍ درغلي‌دینه

 

د سعودي باچا ته وایه

په پښتنو باندې ونه‌کوې ظلمونه

 

خدایه د تیلو کوهیان وچ‌کړې

په شتو زلمو کې پېغلې کونډې ناستې‌دینه

 

په ټولنیزه‌میدیا کې ځینې ویدیوگانې په مخه راځي چې د اعظم‌خان په نامه یو تن ارمونیم ته ناست وي او داسې سوې لنډۍ له ارمونیم او یو عادې ضرب سره زمزمه کوي چې ډېرځلې عربي هېوادونو ته په مزدورۍ پسې د تللو زلمیانو ژوند په کې انځور شوی وي، دا پاسنۍ لنډۍ یې ډېرې ښې بېلگې دي. دا ویدو یوه‌دقیقه او دیارلس‌ثانیې ده او دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1630633108178071

 

زړه مې ماهی دی په دریاب کې

غمخور یې نه‌شته چې جاله ورواچوینه

 

مخ دې بې‌خاله ښایسته دی

که دې خال کېښود، ما به ورک‌کړې له وطنه

 

خالونه ټوله امران دي

د زنې‌خاله نوکري به دې کومه

 

عالمه واوریه، غوږ نیسئ

د یار بېلتون مې لکه ناوې ژړوینه

دا پاسنۍ لنډۍ مې په یوه عجیبه ویدیو کې وموندلې. دوه تنه په غبرگو اوازونو کې د ژوندي موزیک په ملتیا لندۍ زمزمه کوي. د څو لنډیو تر زمزمې وروسته د پیل لنډۍ:

زړه مې ماهی دی په دریاب کې

غمخور یې نه‌شته چې جاله ورواچوینه

لکه «سروکی» په گډه بیا تکراروي. موزیک یې یوازې یوه دایره، رباب او ارمونیم دی. پر سکرین باندې د لیکل شوو معلوماتو له مخې د سندرغاړو نومونه سیف‌الدین او ملگري لیکل شوي او د «اولسي بانډار سندره» نومول شوې ده. دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/2160377538109154

په ټولنیزه‌میډیا کې له داسې یوې ویدیو سره مخ‌شوم چې پخوا په دې ډول ما څه نه وو لیدلي. په ویدیو کې دوه ملگري سره ناست دي او د سوال ځواب په ډول لنډۍ وايي. ټوله ویدیو یوه‌دقیقه او نهه‌پنځوس‌ثانیې ده. ما دا لاندې لنډۍ ورنه راغوره کړې دي. د ویدیو لینک د راغوره شویو لنډیو په پای کې اېښودل شوی دی:

 

آ چې مییٔن درباندې نه‌یم

ولې مې اوښکې له ملالو سترگو ځینه

 

د دې ټپې ځواب مې راکه

کور مې د سین پرغاړه دی، له تندې مرمه

 

د دې ټپې ځواب دې دا دی

مییٔن پرې ډېر یې، دیدن لږ، لږ درکوینه

 

پرون مې پـړه کړلې شیرینې

نن دې زما مخې ته رېـږدي اندامونه

 

مغروره نه‌یمه جانانه

چې درنه لارې بدلوم، مجبور به یمه

 

پـړ به دې کړم، پـړه به مې نه‌کړې

مــا د سـنـدرو سـپـارې لـوستـلـې‌دیـنـه

 

ته په څلور مذهبه پـړ یې

ما په یوه مذهب کې پـړ که، درنه ځمه

 

په قد کې دواړه سره سم‌یو

په تام جگ د گوړگوټو څڼو سرونه

 

زه د شوگیروشپو عادت یم

په تا څه شوي دي چې نه‌کوې خوبونه

 

څنگه به بله یاري وکړم

زه خو اولې‌یارۍ مات‌کړم په هډونه

 

ما ته پرې‌کړی‌ځواب راکړه

زه دې له بلې‌یارانې ویستلی‌یمه

 

ما درته وې، له ما نه مه‌ځه

ما نه که لاړې، زه خو هېڅوک نه‌لرمه

 

بېگا مې پلار په کور کې یادکړې

زه ترگهیځه پورې خوب کې غـږېدمه

 

پردو ودونو ته گډېـږې

خپله لیلا دې د واده په تمه مرینه

 

زما به څرنگه هېریـږي

چې ته یې ویشتې، پر دېوال ولاړه‌ومه

 

تا چې لیدم، هغسې نه‌یم

اوس په لگړه د تنورغاړې ته ځمه

 

https://www.facebook.com/reel/706188878915453 

 نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۴مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.