لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۴مه برخه

آصف بهاند

29

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۷۴مه برخه

 

گلاب، گلاب ځوانانو پرېښوې

وطنه چا درته ښېراوې کړې‌دینه

د یارانې مې ورته ووې

جنۍ ترکوره پورې ځي، ښکنځل‌کوینه

مدام دې بد راسره کړي

کومه خوږه خاطره نه‌درنه‌لرمه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ برابرې شوې دي:

 

د ژمي‌شپه ده، یاران نه‌شته

څوک مسافرشول، څوک مرگي خوړلي‌دینه

 

دومره‌وخت نه‌دی، دا به تېرشي

که بیا رانه‌شې، نو ښېرا درته کومه

 

د غوجيره په گل یې مړکړې

چې غوجيره په وطن گل‌شي، وژاړمه

 

د جدایي زور مې لیدلی

دوه چې جلاشي، ژړا زه ورته کوومه

 

د وطن غېـږه د مورغېـږ ده

ځوانان د مور غېـږه پرېـږدي، په سفر ځینه

 

د بې‌وسۍ کیسې به نه‌کړې

په خپل وطن کې سترگې ټیټې‌گرځومه

 

د مازديگر زيـړيه لمره

كلي ته وايه مساپر دې يادوينه

 

د زنده‌گي پوښتنه مه‌کړه

خپلې‌څنگلې غبرگوم، سر ته مې ږدمه

 

د جانان غم راسره مل دی

حال مې بدل دی، لیونی پرغرونو یمه

 

د بې‌وسۍ حد ته مې گوره

خالق راکړې‌ژبه گونگه گرځومه

 

د یارانې مې ورته ووې

جنۍ ترکوره پورې ځي، ښکنځل‌کوینه

 

دا غریبي مې خوښه نه‌ده

عزیزولۍ کې سړی پاتې‌راولینه

 

د جدايي‌ورځې ترخې وي

خدای دې هېڅوک له یاره نه‌جدا‌کوینه

 

د یار له غمه که مرگی وای

اوس به زما د قبر ړنگ وای دېوالونه

 

د سرو گلونو ویش شروع و

زه بد‌نصیبه خالي‌لاس ترې راستون‌شومه

 

د زنده‌گۍ پوښتنه مه‌که

پر زړه مې سل‌ټیکټره خاورې تلې دینه

 

د غره پرسر دې ښامار وخوره

چې ډلـې، ډلـې پـاړوگـان د خـېـژومه

 

د پښتنو وطن ته راشه

چې دې زرغون شي د زړگي سوي‌باغونه

 

راشه دا خپل تصویر سمبال‌که

تر نیموشپو مې زوروي غرکه یې کړمه

 

زه مې له خپله یاده وزم

تا نه به څه‌گیله کوم چې هېـر دې کړمه

 

زما د زړه د سر غندله

پیدا له بله، زړه زما درپسې‌چوینه

 

زما د زړه صبرېدل گران دي

جانان چې داسې خوی کوي، صبر به شینه

 

زما د مرگ‌زیری پرې وکړئ

چې په درشل پورې ولاړه وچه‌شینه

 

زما په زړه غمونه ډېر‌دي

د ژمي ستړې‌شپې په ویښه تېرومه

 

زړگی مې داسې راته وايي

چې ځان ملنگ که له دونیا واخله لاسونه

 

زړگیه غم ته ځان تکړه‌کړه

چې پرې میٔن وي، هغه بل کلي ته وړینه

 

لالی دې خپل انتخاب وکړي

تاوان پرې نه یم، چې منت ورته کومه

 

له ملنگانو سره مل‌وای

پروت په ځنگل وای، چې مې نه لیدای غمونه

 

مرگی مې ښه دی چې پناه‌شم

بېلتون‌وهلی زړه مې صبر نه‌کوینه

 

ما لاس‌نیولی کور ته بوزئ

نن مې د یار له غمه بنگ‌څکلي‌دینه

 

مینه دې ورځ په ورځ زیاتېـږي

یا شهزاده یې، یادې کوډې کړې‌دینه

 

مودې دې وشوې، چې رانه‌غلې

ورکـه لالـیـه انـتـظـار دې وخـوړمـه

 

مدام دې بد راسره کړي

کومه خوږه خاطره نه‌درنه‌لرمه

 

مرور یار مې څنګ ته راغی

پـه غـړیـدلو ستـرگـو ویـنـم جـنـتـونه

 

مینه بلا ده، مین مه‌شې

داسې به ته شې، لکه زه چې څنگه یمه

 

ما دې پرخپل‌مړوند ویده کړه

خپلې څپلۍ مې سر ته ډېرې ایښې دینه

 

ما مې لالی ټپو کې یاد کړ

د کلي‌خلک مې اوس ډمه یادوینه

 

تاوان د دواړو برابر دی

ما ته بایللې یې، تا زه بایللی یمه

 

ترزړه مې تورې وینې‌څاڅي

ستا د بېلتون لمبو پر زړه داغلی‌یمه

 

بخت مې یاري راسره نه‌کړي

که مې غمی د سلیمان په گوته ‌شینه

 

بخت مې ویده، غم مې بېدار دی

د چا ازار دی، یار مې نه‌کوي پوښتنه

 

ستا په مسیژ مې نظر خښ که

د زړه زخمونه مې نن بیا لیوني‌دینه

 

سلام په ژبه درقبول که

په‌کار مې نه‌دي مسنجر کې سلامونه

 

سترگې په تلو کې راستنې‌کړه

د بیا راتلو لاسونه راکه، گنې مرمه

 

سپینه‌خولگۍ په رضا راکه

که‌نه نارې وهم چې پور نه‌راکوینه

 

پنجابه بخت ته دې حیران‌یم

ورونه زما دي، ځان پر تا قـربانوینه

 

پنجابه سر دې نغری‌شه

چې پښتانه درباندې، باندې کړي دیگونه

 

پرېـږده چې ځان په ژړا مړکم

مرگ مې لیده جانان مې نه پخلاکاونه

 

پر زړه به غټه‌تېـږه کېـږدم

یا به پړق‌وچوي، یا به صبرشي میٔنه

 

په ما يې بل ته گوتې سرې کړې

د يار سپېره نصيب ويده دی، خوب‌کوينه

 

کړې‌خبرې مې دروغ‌شوې

نه لیونی شوم او نه مړ درپسې‌شومه

 

گلاب، گلاب ځوانانو پرېښوې

وطنه چا درته ښېراوې کړې‌دینه

 

قسم دی ډېر، ډېر مې یادېـږې

بس یوتصویر ته دې مړې اوښکې تویومه

 

جانان دې بد پر ما ثبوت کړي

ولې په خوشې‌خبر زړه خپل بدوینه

 

خندا په روغوزړونو کېـږي

له پرهارونو سره څوک خندا‌کوینه

 

خوله به په زوروه درنه واخلم

کم‌زوری نه‌یم، چې زارۍ درته کومه

 

خدایه زما جانان زما کړې

یا مې پناه کړې، چې یې نه‌وینم غمونه

 

ویر دې وړه خبره نه‌ده

زه پر واړه وجود سکروټې گرځومه

 

ویر دې زما شو، ته د بل شوې

مخه دې ښه شه، نور دې نه‌مجبورومه

 

اپخوانۍ مزه دې نه‌شته

یا دې زړه سوړ دی، یا دې خلک‌لمسوینه

 

اوس به له بل چا سره ناست یې

ورته به وايي چې مین درباندې‌یمه

 

څنگه مَړه ستا په دیدن‌وم

څنگه تاله‌واله میدان ته پاتې‌شومه

 

څوک خوشحالېـږي، څوک دردېـږي

هغسې کېـږي څه چې خوښه د خدای‌وینه

 

نور پربلۍ راختل پرېـږده

زه درنه کډه باروم، وطن پرېـږدمه

 

ننگ په بې‌ننگو خلکو مه‌کړه

ننگ په ما وکړه، څنگ په څنگ درسره‌ځمه

 

ژړا په خپله ځواني راشي

په دغه کم عمر مې ولیدل غمونه

 

چې په جانان څوک درشریک‌ شي

لکـه پـه شنـه‌فصل چـې غـوا درگـډه‌شینه

 

یاري کوه، مه‌منع کېـږه

په تش دیدن به دې څوک نه‌حلالوینه

 

غنم شنه‌شوي، شړشم گل شول

پټو ته راشه، یاره سوال درته کومه

 

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۳مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.